پېښور کې د اې اېن پي پر غونډه له ځانمرګي بريد وروسته

د ویډیو تشریح، پېښور کې د اې اېن پي پر غونډه له ځانمرګي بريد وروسته

پېښور کې د اې اېن پي پر غونډه له ځانمرګي بريد وروسته، دغه پښتون ملتپاله ګوند د خپلو ټاکنيزو او سياسي فعاليتونو ځنډولو اعلان کړی. په پښتونخوا کې عوامي نشل ګوند بېګا پر يوه غونډه ځانمرګي بريد کې د مخور مشر له وژل کېدو وروسته د خپلو ټاکنيزو ا سياسي هلو ځلو ځنډولو اعلان کړی دی. پرون د پېښور یکتوت کې د اې اېن پي پر غونډه بريد کې د هارون بلور په ګډون شل تنه ووژل شول. د پاکستاني طالبانو ډلې ويلي، دا برید د دوی کار و. رحمان الله له پېښوره نور حال راکوي.