په کورمه کې نښتې: د ځنګله په سر قومونو جنګ کړی چې مرګژوبله لري

د ویډیو تشریح، په کورمه کې نښتې: د ځنګله په سر قومونو جنګ کړی چې مرګژوبله لري

د پښتونخوا په کورمه کې قبايلي جرگه، ځايي چارواکي، پوليس او امنيتي ځواکونه بالاخر وتوانېدل چې د يوه ځنگله په سر د دوو قومونو ترمنځ اوربند وکړي.

په نښتو کې ۱۵ کسان وژل شوي وو او ٢٠ نور ټپيان وو.

پوليس وايي دا نښته ډيورنډ کرښې ته څېرمه د دوو قومونو ترمنځ د نښترو په ځنگله پيل شوې وه چې دوه ورځې اوږده شوه. له پاړه چناره ځايي خبريال علي افضل افضال د دې پېىښې نور جزييات راکوي.