شمالي وزیرستان کې چاودنې ۱۱ کسان وژلي دي

وزیرستان

د عکس سرچینه، Getty Images

د شمالي وزیرستان په شوال سیمه کې چاودنې لږترلږه ۱۱ کسان وژلي دي. د رپوټونو له مخې چاودنه د کاریګرو پر یوه لېږدونکي موټر شوې ده.

په پېښه کې ۲ کسان ټپي شوي هم دي.

رپوټونو کې راغلي چې دغو مزدورانو په سیمه کې د پاکستان امنیتي ځواکونو لپاره د یوې پوستې په جوړولو کې کار کاوه، خو پولیسو دغه رپوټونه لا نه دی تایید کړي.

شمالي وزیرستان کې د پاکستاني پولیسو یوه چارواکي‌ شیرالله ویلي، دا پېښه د شوال میرکور کلي ته نږدې شوې ده.

نوموړي زیاته کړې دا پېښه د شنبې ماښام مهال داسې وخت کې شوې، چې دغه مزدوران د کار له پای ته رسولو وروسته کورونو ته روان وو.

هغه د پېښې قربانیان د سویلي وزیرستان اوسېدونکي بللي.

په دې پېښه کې د وژل شویو کسانو مړي ښخولو لپاره خپلو اړوندو کلیو ته لېږدول شوي.‌

د ځايي‌ پولیسو دغه چارواکي ویلي په موټر کې ټولټال ۱۶ کسان سپاره وو چې درې ترې بې‌درکه، دوه ټپیان او پاتې ټول وژل شوي دي.

شیرالله ویلي چې د دې پېښې د څرنګوالي مالومېدو لپاره څېړنې پیل شوې دي.

دې X پوسټ نه تېرشئ
ایا له X نه د منځپانګې اجازه شته؟

دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته.‌ له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایي‌کوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ

خبرداری: بي بي سي د بهرنیو وېبپاڼو د منځپانګې مسؤله نه ده

د ‍پوسټ X پای

خو د پېښې یو عیني لیدونکي وايي، چې د مزدورانو پر دغه لېږدونکي موټر د سړک غاړې ځای پر ځای شوي چاودېدونکي توکي چاودلي دي.

‌ امنیتی ځواکونو تر دې پېښې وروسته سیمه کلابنده کړې او چاودنه کې د ښکېلو مشکوکو کسانو لټون یې پیل کړی دی.

د یادونې ده چې د پاکستان پوځ‌ څه موده وړاندې د ترهګرۍ ختمولو لپاره د شمالي وزیرستان شوال سیمه کې پراخ پوځي عملیات ترسره کړي‌ وو.‌

په دې سیمه کې ګڼې امنیتي او پلټونکې پوستې هم جوړې شوې دي.

د پاکستان پوځ‌ په ۲۰۱۴ کال هم شمالي وزیرستان کې د ترهګرو ځپلو لپاره د ضرب‌عضب په نوم پراخ پوځي عملیات پيل کړل چې اوږده موده یې دوام درلود.

میرانشا

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، په ۲۰۱۴ کال کې د پاکستان پوځ‌ ضرب‌عضب پوځي عملیاتو کې میرانشاه ښار ته هم درانه زیانونه واوښتل

په دغو عملیاتو کې د سلګونو وسله والو د وژلو ادعا وشوه، خو ترڅنګ سلګونه زره ځايي اوسېدونکي هم د جنګ جګړو له وېرې د خپلو کلیو او مېنو پرېښودلو ته اړ شول.

له دوی ګڼ کسان د پاکستان نورو ښارونو ته وکوچېدل خو ځینې یې تر ډېورنډ کرښې واوښتل او خوست کې د 'وزیرستاني کډوالو' په پنډغالو کې مېشت شول.

شمالي وزیرستان او د پښتونخوا نورو پخوانیو قبایلي سیمو کې که څه هم تېرو کلونو کې امنیتي وضعیت نسبتآ ښه و خو په دې وروستیو کې پکې یو ځل بیا امنیتي پېښې او بریدونه ډېر شوي دي.‌

د پاکستان حکومت وايي دغو ناامنیو کې تر ډېره د پاکستاني طالبانو تحریک یا 'ټي‌ټي‌پي' وسله وال ښکېل دي.