تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
شمالي وزیرستان کې چاودنې ۱۱ کسان وژلي دي
د شمالي وزیرستان په شوال سیمه کې چاودنې لږترلږه ۱۱ کسان وژلي دي. د رپوټونو له مخې چاودنه د کاریګرو پر یوه لېږدونکي موټر شوې ده.
په پېښه کې ۲ کسان ټپي شوي هم دي.
رپوټونو کې راغلي چې دغو مزدورانو په سیمه کې د پاکستان امنیتي ځواکونو لپاره د یوې پوستې په جوړولو کې کار کاوه، خو پولیسو دغه رپوټونه لا نه دی تایید کړي.
شمالي وزیرستان کې د پاکستاني پولیسو یوه چارواکي شیرالله ویلي، دا پېښه د شوال میرکور کلي ته نږدې شوې ده.
نوموړي زیاته کړې دا پېښه د شنبې ماښام مهال داسې وخت کې شوې، چې دغه مزدوران د کار له پای ته رسولو وروسته کورونو ته روان وو.
هغه د پېښې قربانیان د سویلي وزیرستان اوسېدونکي بللي.
په دې پېښه کې د وژل شویو کسانو مړي ښخولو لپاره خپلو اړوندو کلیو ته لېږدول شوي.
د ځايي پولیسو دغه چارواکي ویلي په موټر کې ټولټال ۱۶ کسان سپاره وو چې درې ترې بېدرکه، دوه ټپیان او پاتې ټول وژل شوي دي.
شیرالله ویلي چې د دې پېښې د څرنګوالي مالومېدو لپاره څېړنې پیل شوې دي.
خو د پېښې یو عیني لیدونکي وايي، چې د مزدورانو پر دغه لېږدونکي موټر د سړک غاړې ځای پر ځای شوي چاودېدونکي توکي چاودلي دي.
امنیتی ځواکونو تر دې پېښې وروسته سیمه کلابنده کړې او چاودنه کې د ښکېلو مشکوکو کسانو لټون یې پیل کړی دی.
د یادونې ده چې د پاکستان پوځ څه موده وړاندې د ترهګرۍ ختمولو لپاره د شمالي وزیرستان شوال سیمه کې پراخ پوځي عملیات ترسره کړي وو.
په دې سیمه کې ګڼې امنیتي او پلټونکې پوستې هم جوړې شوې دي.
د پاکستان پوځ په ۲۰۱۴ کال هم شمالي وزیرستان کې د ترهګرو ځپلو لپاره د ضربعضب په نوم پراخ پوځي عملیات پيل کړل چې اوږده موده یې دوام درلود.
په دغو عملیاتو کې د سلګونو وسله والو د وژلو ادعا وشوه، خو ترڅنګ سلګونه زره ځايي اوسېدونکي هم د جنګ جګړو له وېرې د خپلو کلیو او مېنو پرېښودلو ته اړ شول.
له دوی ګڼ کسان د پاکستان نورو ښارونو ته وکوچېدل خو ځینې یې تر ډېورنډ کرښې واوښتل او خوست کې د 'وزیرستاني کډوالو' په پنډغالو کې مېشت شول.
شمالي وزیرستان او د پښتونخوا نورو پخوانیو قبایلي سیمو کې که څه هم تېرو کلونو کې امنیتي وضعیت نسبتآ ښه و خو په دې وروستیو کې پکې یو ځل بیا امنیتي پېښې او بریدونه ډېر شوي دي.
د پاکستان حکومت وايي دغو ناامنیو کې تر ډېره د پاکستاني طالبانو تحریک یا 'ټيټيپي' وسله وال ښکېل دي.