شمالي وزیرستان کې د پښتنو احتجاجي غونډه

- Author, رحمان الله بي بي سي
- دنده, پېښور
د شمالي وزیرستان قبایلو له حکومته غوښتي، له دوی سره کړې ژمنې دې عملي شي. د شمالي وزیرستان په میرعلي کې احتجاجي مظاهرې ته ویناوو کې پښتنو مشرانو ګواښ وکړ، که حکومت یې غوښتنې ونه مني، دوی به د احتجاج لړۍ د هېواد نورو ښارونو ته هم وغځوي.
د شمالي وزیرستان دغه احتجاج کونکي وايي، حکومت له دوی سره له کړیو ژمنو پر شا شوي دي او وروسره قبایلو کې مایوسي خپره شوې ده. د 'پښتون ژغورنې غورځنګ ' په نامه زرګونو احتجاج کوونکو د شمالي وزیرستان میرعلي سیمه کې غونډه کړې، چې پکې د یو شمېر بې درکه شویو کسانو خپلوانو هم ګډون کړی و.
د دوی په لاسونو کې شعارونه او د بې درکه کسانو تصویرونه لیدل کېدل. غونډې ته ویناوو کې د غورځنګ مشرانو وویل، حکومت ورسره د امنیتي پوستو کې د نرمښت تر څنګ یو شمېر نورې ژمنې کړې وې، چې د نقیب الله مسید وژنې کې د ښکېل پولیس افسر راو انوار نیولو ژمنه هم پکې شامله وه.
د غونډې ویناوالو په خبره حکومت تر اوسه له دوی سره کړې یوه ژمنه هم نه ده پوره کړې.
د پښتون ژغورنې غورځنګ یوه مشر منظور پښتون په خبره قبایلي سیمو کې د ترهګرۍ له پېښو وروسته د ځايي اوسېدونکو ځورونې لړۍ لا هم روانه ده. د غونډې ګډونوالو د منظور پښتون په مشرتابه د یو موټی کېدو شعارونه ورکول.

د عکس سرچینه، KNN
د غونډې ګډونوالو پر حکومت تور پورې کړ، چې ګواکې د غوښتنو په منلو کې یې جدي نه دی.
د پښتون ژغورنې غورځنګ مشران وايي، راتلونکې نهمه نېټه به له حکومته د خپلو غوښتنو لړ کې له دیره اسماعیل خانه تر کوټې پورې یو لاریون کوي او په ۱۱ نېټه به د کوټې غونډه کې د پېښور احتجاج لپاره مهالوېش ټاکل کېږي.









