تر سوات وروسته باجوړ کې د پښتنو احتجاج

د عکس سرچینه، TAHIR DURRANI
- Author, خدای نور ناصر
- دنده, بي بي سي، اسلام اباد
نن سه شنبه له ډيورنډکرښې سره څېرمه په باجوړ کې زرګونو خلکو احتجاج کړی دی، دوی وايي، دغه احتجاج په کراچۍ کې د وژل شوي محصل احمد شا د وژنې پر ضد و. دغه زلمی د روانې په فېبرورۍ په ۱۵مه نېټه په کراچۍ کې ناڅرګندو کسانو تښتوولی، چې دوې ورځې وروسته یې مړی وموندل شو.
د باجوړ زرګونو احتجاج کوونکو د پاکستان له واکمنو د دغه زلمي د قاتلینو د نیولو غوښتنه کوله.
پرون دوشنبه ددغه وژل شوي زلمي د جنازې په مراسمو کې هم زرګونو کسانو ګډون کړی و او هملته يې د نني احتجاج اعلان کړی و.
د باجوړ یو سیاسي فعال محمد حنیف صوفي وايي، لنډه موده کې دا درېیم کس دی، چې ناڅرګنده کسان يې وژني او دوی ته يې مړي رالېږل کېږي.
د ښاغلي صوفي په خبره تردې وړاندې په لاهور کې د باجوړ دوه کسان احوال خان او ضیا الرحمان ناڅرګندو کسانو په ډزو وژلي و خو دوی يې د وژنې پر ضد احتجاج و نه کړ.

د عکس سرچینه، TAHIR DURRANI
د باجوړ ننني احتجاج ته په وینا کې ګڼو ویناوالو وویل، که يې مخکې په مړیو باندې ورته احتجاجونه کړی وای، په وینا یې ښايي د پاکستان واکمنو به يې ژغ اورېدلی و او د احمدشا په څېر زلمی به يې نه وژل کېدل.
د باجوړ یو بل سیاستوال فتح الرحمان بیا له بي بي سي سره خبرو کې وویل، په دې احتجاج کې يې د احمد شاه د قاتلینو له نیولو سره سره دا هم غوښتنه وه، چې نړۍ ته دې د دوی سم تصویر وښوول شي او پښتانه ترهګر نه سوله ييز خلک دي.
د باجوړ په مامندو سیمه کې تردې احتجاج وړاندې وړمه ورځ په سوات کې یو شمېر ځايي خلکو د امنيتي پوستو پر ضد احتجاج کړی و، چې پر ضد يې ځايي پولیسو د ترهګرۍ قانون له مخې قضیه ثبت کړې وه.
بل خوا د دغه باجوړي زلمي د وژنې پر ضد په پېښور پوهنتون کې د نژدې ټولو محصلینو ټولنو له لوري هم احتجاج شوی او د هغه د قاتل نیولو غوښتنه یې کړې.
د پاکستان مېشتو پښتنو لخوا دغه احتجاجونه داسې مهال کېږي، چې په کراچۍ کې د یوه مسید زلمي نقیب مسید وژنې پښتانه راغونډ کړل او په اسلام اباد کې يې شاوخوا ۱۰ ورځې پرلت درلود.
دغه پرلت اوس د 'پښتون ژغورنې غورځنګ ' نوم خپل کړی او د قبایلي سیمو په شمول پښتونخوا او نورو سیمو کې هم د پښتنو د حقونو لپاره غږ پورته کوي. نن سه شنبه ډېورنډکرښې سره څېرمه باجوړ کې زرګونو خلکو احتجاج کړی دی. دوی وايي، دغه احتجاج یې په کراچۍ کې د وژل شوي محصل احمد شاه د وژنې پر ضد و.
دغه زلمی د روانې فبرورۍ په ۱۵مه نېټه کراچۍ کې ناڅرګندو کسانو تښتوولی و، چې دوې ورځې وروسته یې مړی وموندل شو.
د باجوړ زرګونو احتجاج کوونکو له پاکستاني حکومته د دغه زلمي د قاتلینو نیولو غوښتنه کوله.
پرون دوشنبه د دغه وژل شوي زلمي د جنازې په مراسمو کې هم زرګونو کسانو ګډون کړی و او هملته يې د نني احتجاج اعلان کړی و.
د باجوړ یو سیاسي فعال محمد حنیف صوفي وايي، لنډه موده کې دا درېیم مړی دی، چې ناڅرګنده کسان يې وژني او دوی ته يې مړي رالېږل کېږي.
د ښاغلي صوفي په خبره تردې وړاندې په لاهور کې د باجوړ دوه کسان احوال خان او ضیارحمان ناڅرګندو کسانو په ډزو وژلي و خو دوی يې د وژنې پر ضد احتجاج و نه کړ.
د باجوړ نني احتجاج ته په وینا کې ګڼو ویناوالو وویل، که يې مخکې په مړیو باندې ورته احتجاجونه کړی وای، په وینا یې ښايي واکمنو به يې غږ اورېدلی وای او د احمدشا په څېر زلمی به يې نه وژل کېدل.
د باجوړ یو بل سیاستوال فتح رحمان بیا له بي بي سي سره خبرو کې وویل، په دې احتجاج کې يې د احمد شاه د قاتلینو له نیولو سره سره دا هم غوښتنه وه، چې نړۍ ته دي ددوی سم تصویر وښوول شي او پښتانه ترهګر نه سوله ييز خلک دي.
د باجوړ په مامندو سیمه کې تردې احتجاج وړاندې وړمه ورځ په سوات کې یو شمېر ځايي خلکو د امنيتي پوستو پر ضد احتجاج کړی و، چې پر ضد يې ځايي پولیسو د ترهګرۍ قانون له مخې دوسیه ثبت کړې.

د عکس سرچینه، TAHIR DURRANI
بل خوا د دغه باجوړي زلمي د وژنې پر ضد په پېښور پوهنتون کې د شاوخوا ټولومحصلینو ټولنو له لوري هم احتجاج شوی او د هغه د قاتل نیولو غوښتنه یې کړې.
د پاکستان مېشتو پښتنو لخوا دغه احتجاجونه داسې مهال کېږي، چې په کراچۍ کې د یوه مسید زلمي نقیب مسید وژنې پښتانه راغونډ کړل او په اسلام اباد کې يې شاوخوا ۱۰ ورځې پرلت درلود.
دغه پرلت اوس د 'پښتون ژغورنې غورځنګ' نوم خپل کړی او فعالان یې وايي، د قبایلي سیمو په شمول پښتونخوا او نورو سیمو کې هم د پښتنو د حقونو لپاره غږ پورته کوي.








