کراچۍ کې له نقیب وروسته د موسی خان وژنه

د عکس سرچینه، SOCIAL MEDIA
په کراچۍ کې د یو بل پښتانه ورک شوي ځوان د مړي له موندل کېدو وروسته ګڼو پښتنو د هغه له کورنۍ او خپلوانو سره په ګډه تېره ورځ په اعتراض ک تېره کړه.
د موسی خان په نوم د دغه څلور دېرش کلن سړي کورنۍ وايي. هغه درې ورځې وړاندې په شخصي جامو کې له خپل کوره د امنیت کسانو له خپل ورور عیسی خان سره یوځای بېولی و.
پولیسو رسنیو ته ویلي، د موسی خان پر مړي د ربړونې نښې وې او د پولیسو یوې پرېښودل شوې څوکۍ ته څېرمه موندل شوی دی.
اعتراض کوونکو پښتنو غوښتنه کړې چې د موسی خان د ناقانونه وژنې په اړه دې پلټنه وشي وشي او د هغه ورور عیسی خان دې ژر تر ژره راخوشیې شي. دوی ګواښنه کړې که په څلورویشتو ساعتونو کې غوښتنې و نه منل شي، نو لویه لار به د تګ راتګ پر وړاندې وتړي.
دا په کراچۍ کې د پښتون وژنې لومړۍ پېښه نه ده، د موسی خان له وژنې څه کم یوه میاشت مخکې د پاکستان په کراچۍ کې د نقیب مسید په نوم د بل پښتون ځوان وژل کېدو هم ګڼ اعتراضونه پیل کړل، چې پر وړاندې یې ګنو پښتنو د پاکستان پر خلاف په اسلام اباد کې خپل غږ اوچت کړ.

کله چې په اسلام اباد کې د پښتنو احتجاجي ناسته "پرلت" روان و، د نورو افغان چارواکو سربېره ولسمشر محمد اشرف غني هم د دغو لاریونونو ملاتړ وکړ.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند محمد فیصل ویلي وو، د نقیب الله مسید له وژنې سره پر اړوندې مسلې د افغانستان غږېدل، د پاکستان "کورنیو مسلو کې د لاسوهنې معادل دی."








