په کراچۍ کې د نقیب مسید وژنې پر خواله رسنیو غبرګونونه پارولي

د عکس سرچینه، Social Media
ډیورنډ کرښې ته څېرمه د جنوبي وزیرستان یوه پښتون ځوان نقیب مسيد مړی موندل کېدو پر خواله رسنیو توند غبرګونونه پارولي. نوموړی د روانې جنورۍ پر درېمه کراچۍ کې د پولیسو له خوا نیول شوی و.
ظاهراً پولیس ادعا کوي چې نقیب له تحریک طالبان پاکستان ډلې سره تړاو درلود، خو د هغه خپلوان بیا دا خبرې بابیزه ګڼي.
۲۵ کلن نقیب محسود کراچۍ کې یوه هوټل کې کار کاوه او وروستیو کې یې هڅه کوله د ټوکر یو دوکان پرانیزي.
د نقیب الله یوه خپلوان رسنیو ته د خپل نوم نه ښودلو په شرط ویلي، پولیسو هغه له خپل دوکانه بېولی و.
پر خواله رسنیو غبرګونونه
د نقیب مسید له وژل کېدا وروسته پر خواله رسنیو د هغه د وژل کېدو په غبرګون کې توند غبرګونونه راغلي.

د عکس سرچینه، Social Media
ګڼو ټویټر کارکوونکو #NaqeebMehsud او #JusticeForNaqib تګ لاس په لاس کړی او د هغه لپاره یې عدالت غوښتی. ځینو د هغه د تابوت او ماډلېنګ انځورونه خپاره کړي.
د خواله رسنیو یوه کارن لیکلي: "ګڼ ټولنه بدناموونکي پولیسو کې جعلي مبارزه کوي چې ترفیع او جایزه ترلاسه کړي. "
یوه بل بیا لیکلي، دا کس ځکه وژل شوی چې د قبایلي سیمې دی.
د خیبر پښتونخوا مردان کې د نقیب د مړینې غندلو په ملاتړ خلک لاریون ته بلل شوي وو.
د پېښور پرېس کلب مخې ته هم د نقیب محسود د قاتلانو د وژلو په پلوۍ لاریون شوی.
دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته. له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایيکوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ
د پوسټ X پای








