بلوڅ بېلتونپاله ډله بياېلاې څوک ده او ولې په پاکستان کې بریدونه کوي؟

د عکس سرچینه، Getty Images
که څه هم تر اوسه په بلوچستان کې پر 'جعفر اېکسپرېس' نومي اورګاډي برید کې د وژل شوو رسمي او کره شمېر نه دی په ډاګه شوی خو د پاکستان امنیتي ځواکونو ادعا کړې چې د ۳۳ بریدګرو په وژلو سره یې د مساپرو د ژغورلو عملیات پای ته رسولي دي.
دغه اورګاډی د سې شنبې پر ورځ (کب ۲۱/مارچ ۱۱) له کوټې پېښور ته روان و چې د چارواکو په وینا ۴۰۰ تنه پکې سپاره وو او بولان درې ته څېرمه برید پرې وشو.
دا په وروستیو کلونو کې د بلوڅ بېلتونپالې ډلې (بياېلاې) تر ټولو ستر برید بلل کېږي. دوی ادعا کوله چې په اورګاډي کې ناست ملکي خلک یې پريښي او یوازې د پاکستان د امنیتي ادارو کسان یې یرغمل کړي او غوښتنه یې کوله چې د دوی له ملګرو بندیانو سره دې تبادله شي.
خو د پاکستان پوځ عملیات پرې وکړل او تر برید شاوخوا دوه ورځې وروسته یې ادعا وکړه چې د مساپرو د ژغولو عملیات یې بشپړ کړي او هغوی یې د وسلهوالو له منګولو ژغورلي دي.
(بياېلاې) چې د 'بلوچ لېبرېشن ارمي' لنډیز دی او بلوڅ ازادي غوښتونکی پوځ هم یادېږي، د پاکستان په بېلابېلو سیمو کې یې د بریدونو مسؤلیت منلی دی. خو پر 'جعفر اېکسپرېس' اورګاډي برید یې نږدې دوه ورځې په نړۍ کې د خبرونو سرټکی و.
دا ډله څه ده او ولې په پاکستان کې عملیات کوي؟

د عکس سرچینه، Getty Images
بلوچ لېبرېشن ارمي لومړی ځل د ۱۹۷۰ لسیزې پیل کې وسلهوال فعالیت پیل کړ، هغه مهال په پاکستان کې د ذوالفقار علي بوټو حکومت و.
کله چې پوځي دیکتاتور جنرال ضیاالحق په دغه هېواد کې واکمن شو نو له ملتپالو سره یې مذاکرات پیل کړل او د وسلهوالو بغاوتونو له منځه تللو وروسته بياېلاې وسلهوال هم تر ډېره بریده غیر فعال شول.
وروسته په ۲۰۰۰ کال کې چې یو بل پوځي جنرال پروېز مشرف پاکستان کې واکمن و، د بلوچستان د عالي محکمې د یوه قاضي نواز مري د وژنې په تور یو سیاستوال خیر بخش مري ونیول شو. له هغه وروسته په بلوچستان کې پر پاکستاني پوځیانو او دولتي ادارو بریدونو زور واخیست.
د داسې ډول ډېرو بریدونو مسوولیت بياېلاې منلی.
'د بلوڅ بېلتون غوښتونکي پوځ' مشران
په ۲۰۰۶ کال کې چې د پاکستان حکومت پر بياېلاې بندیز ولګاوه نو د نواب خیربخش مري زوی بالاچ مري د بياېلاې د مشر په توګه یادېده.
د ۲۰۰۷ کال په نومبر کې د بالاچ مري د وژل کېدو رپوټونه خپاره شول او بياېلاې ومنله چې نوموړی ډېورنډ کرښې ته نږدې په یوه نښته کې وژل شوی دی.

د عکس سرچینه، Getty Images/BBC
له هغه وروسته پاکستاني چارواکو ادعا کوله چې د بالاچ مري ورور حربیار مري د هغه ځایناستی دی چې په بریتانیا کې مېشت دی، خو پخپله حربیار مري په هر ډول وسلهوال فعالیت کې لاس درلودل په کلکه رد کړي دي.
خو د دې تر څنګ د بياېلاې په مشرانو کې د اسلم بلوڅ نوم یادېده چې د رپوټونو له مخې، له ټپي کېدو وروسته یې د درملنې لپاره هند ته تګ له نورو ملګرو سره د اختلاف لامل شوی و.
د نوموړي په هکله داسې رپوټونه هم ورکړل شوي وو چې له ښه کېدو وروسته یې د ډېورنډ کرښې په شاوخوا سیمو کې فعالیت کاوه.
د ده د ملګرو په هکله ویل کېږي چې ځانمرګي بریدونه یې هم کړي، د پاکستان او چین اقتصادي دهلېز 'سي پیک ' پروژې مخالفت کوي او په دا وروستیو کې یې بلوچستان کې پر چینايي پروژو هم بریدونه کړي دي.
د بياېلاې بریدونه

د عکس سرچینه، BLA
'مجید بریګېډ' یا (مجید لوا) هغه بلوڅ بېلتونپال ته منسوبه ده چې په ۱۹۷۰ کال کې یې د پاکستان د هغه وخت پر لومړي وزیر ذوالفقار علي بوټو د لاسي بم برید کړی و.
بلوچ لېبرېشن ارمي یا بياېلاې د ۲۰۱۷ کال په نومبر کې د بلوڅ بېلتونپالو له 'بلوچ راجي اجويي سنګر' یا (براس) نومي ټلوالې سره یو ځای شوه.
په دې ټلواله کې د 'بلوچستان لېبرېشن فرنټ' او 'بلوچ ريپلبېکن ګارډ' نومي تنظیمونه هم شامل دي چې وسلهوال فعالیتونه کوي او همدې (براس) ټلوالې پر پاکستاني پوځیانو ګڼ بریدونه کړي دي.
دې ډلې د ۲۰۱۸ کال اګست کې د لومړني ځانمرګي برید مسؤلیت ومانه چې ادعا کېږي، په چاغي ضلع کې د اسلم بلوڅ زوی کړی و.
هغه برید د انجینرانو پر یوه لېږدوونکي بس ګاډي شوی و چې چینایان هم پکې وو.

د عکس سرچینه، BLA
همدې ډلې وروسته د ۲۰۱۸ کال نومبر کې د پاکستان کراچۍ کې پر چینايی قونسلګرۍ د برید مسؤلیت هم ومانه.
دې ډلې په ۲۰۱۹ کې د بلوچستان په ګوادر کې پر 'پرل کانټیننټل هوټل' د برید مسؤلیت هم منلی و.
په ۲۰۲۲ کې د کراچۍ پوهنتون کې د شاري بلوڅ په نوم یوې ښځې پر چینايي استادانو ځانمرګی برید وکړ.
په ۲۰۲۳ کې په تربت سیمه کې سمیعه قلندراني نومې یوې بلې نجلۍ د پاکستان د اېفسي ځواکونو یوه ګاډی د ځانمرګي برید په ترڅ کې په نښه کړ.
په ورپسې کال یعني ۲۰۲۴ کې ماهل بلوچ په نوم یوې ښځې په بېله کې د اېفسي پر یوه مرکز ځانمرګی برید وکړ.
او اوس په ۲۰۲۵ کې د بلوچستان په بولان کې پر 'جعفر اېکسپرېس' اورګاډي ستر برید له هغو ګڼو بریدونو دي چې بياېلاې په دې وروستیو کلونو کې د پاکستان په بېلابېلو سیمو کې کړي دي.











