بلوچستان کې 'ښځينه ځانمرګی' بريد؛ مسووليت يې يوې بلوڅ بېلتونپالې ډلې منلی

د عکس سرچینه، OFFICIALS
د پاکستان په بلوچستان کې د چارواکو په وينا په کيچ سيمه کې د يوې ښځينه له خوا په ځانمرګي بريد کې يو پوليس وژل شوی او دوه نور ټپيان دي.
په تربت کې د پوليسو يوه چارواکي د پېښې پخلی کړی او وايي ځانمرګی بريد د کمېشنر له دفتر سره نژدې شوی دی. پېښه هغه مهال رامنځ ته شوې چې د امنيتي ځواکونو موټر له سيمې د تېرېدو په حال کې و.
د پوليسو د چارواکي په وينا په چاودنه کې د پوليسو موټر هم زيانمن شوی او په ټپيانو کې ښځينه افسره هم شامله ده.
بل پلو د بلوچستان اعلی وزير مير عبدالقدوس بزنجو دغه بريد غندلی دی او ويلي يې دي، "د ترهګرۍ موخه د پرمختګ د بهير مخه ډب کولو او د امنيتي ځواکونو ډراول دي."
تر اوسه د ښځينه بريدګرې په اړه زيات معلومات نه دي خپاره شوي.
د مکران سيمې د پوليسو مشر سيد فيصل اغا وايي، "د بريد موخه د امنيتي ځواکونو موټر و او تراوسه د تر لاسه شويو معلوماتو او شواهدو له مخې ظاهرا ځانمرګی بريد د يوې ښځې له خوا شوی دی."
تربت د بلوچستان د کيچ ولسوالۍ مرکز دی. کيچ ولسوالۍ له ايران سره ګډه پوله لري او په اداري لحاظ د بلوچستان د مګران ډوېژن برخه ده.
کيچ د بلوچستان يوه له هغو سيمو ده چې د وسله والو نښتو او بريدونو له امله اغېزمنه شوې. دلته د ناامنۍ د نورو پېښو تر څنګ پر امنيتي ځواکونو هم بريدونه ډېر شوي دي.
خو حکومتي چارواکي بيا په کيچ ولسوالۍ کې د پخوا پر تله د امنيت ښه والي خبره کوي.
د دې برید مسولیت د بلوڅ بېلتون یوې ډلې منلی دی.
یوه لوړ پوړي پاکستاني چارواکي د نوم نه بیان په شرط ویلي دا 'ځانمرګې بریدګره' د بلوچستان د خضدار سیمې اوسیدونکې وه.
تېر کال هم د پاکستان په کراچۍ ښار کې چاودنه شوې وه، بلوڅ بېلتون پالو يې مسووليت منلی او ادعا يې کړې وه چې بريد د دوی يوې ښځينه ځانمرګې کړی و. په دې بريد کې د دريو چينايي ښوونکو په ګډون څلور تنه وژل شوي وو.
څه موده وړاندې هم په بلوچستان کې د جماعت اسلامي پر مشر سراج الحق ځانمرګی بريد شوی و چې اووه تنه په کې ټپيان شوي وو.











