د سوات پولیسو یوه مرکز کې درنه چاودنه؛ د وژل شویو شمېر ۱۷ ته لوړ شوی، لسګونه نور ټپیان دي

سوات چاودنه

د عکس سرچینه، Rescue 1122

د عکس تشریح، سوات کې د ترهګرۍ ضد ادارې (سي ټي ډي) د پوليسو مرکز له چاودنې وروسته منظر

د سوات کبل سیمه کې د ترهګرۍ ضد یوه نظامي مرکز د ننه چاودنې له کبله تر اوسه لږ تر لږه د ۱۷ کسانو د وژنې او له ۵۰ ډېرو نورو ژوبل کېدو پخلی شوی دی.

په وژل شویو کسانو کې د دوه افسرانو په ګډون ۱۲ پولیس دي، پاتې یې په دې مرکز کې په ترهګرۍ تورن بندیان او ولسي وګړي یادیږي.

د دې چاودنې د څرنګوالي په اړه لا کره جزیات نشته چې ترهګریزه پېښه وه او که د ځينو له قوله په دې مرکز کې پرتې وسلې د خرابۍ له کبله چاودلي دي خو چارواکو یې د جدي پلټنې سپارښتنه کړې ده.

د خیبرپښتونخوا د پولیسو مشر اختر حیات په وینا "ادارو په خلاص زړه خپلې پلټنې پیل کړې چې ثابته کړي دومره درنه چاودنه هلته د شته وسلو له کبه رامنځته شوې او که کوم ترهګریز پلان و، خو دمګړۍ چې څه ویلی شو داسې ښکاري چې یاده پېښه دې د برېښنا کومې شارټۍ له کبله رامنځته شوې وي."

د ویډیو تشریح، سوات: د پوليسو مرکز کې چاودنې درنه مرګژوبله اړولې

د وژل شویو پولیسو جنازې د سوات پولیسو مرکز کې شوې او په پېښه کې ټپیانو ته د سمې پاملرنې سپارښتنه شوې.

د خيبرپښتونخوا چارسمبالي اعلی وزير اعظم خان پوليسو ته لارښوونه کړې چې ټپيانو ته ژر تر ژره روغتیايي مرستې ورسوي او د امن ټينګولو لپاره ټول اړين ګامونه پورته کړي.

دا چې د پېښې ځای یو حساس مرکز یادیږي چې پکې ډېرې وسلې وې، د ژغورنې ټيمو ور ها خوا سیمې ته د پاکستان پوځ رسېدلی او د ژغورنې عملیات یې پیل کړي دي.

سوات چاودنه

د عکس سرچینه، swat Police

د عکس تشریح، په چاودنه کې د وژل شویو پولیسو جنازه د سوات پولیسو لاین کې وشوه

د ځایې خبریالانو او چارواکو په وینا د سې شنبې شپې دغې چاودنې له کبله خپله دغه مرکز او شاوخوا سیمو ته سخت زیان رسېدلی او د د ترهګرۍ ضد ادارې (سي ټي ډي) د پوليسو د مرکز شاوخوا نږدې ودانۍ ویجاړې شوې دي.

د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف ویلي، د چاودنې په اړه څېړنه روانه ده او کومې پایلې ته د امنیتي ادارو له رسېدو سره سم به خلکو ته معلومات ورکړل شي.

شهباز شریف دا څرګندونې وروسته تر هغه کړې چې مخکې یې په یوه ټویټ کې دا یو (ځانمرګی برید) بللی و.

دې X پوسټ نه تېرشئ
ایا له X نه د منځپانګې اجازه شته؟

دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته.‌ له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایي‌کوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ

خبرداری:‌ ښايي درېیمګړي ته اړوند منځپانګه کې اعلانونه وي

د ‍پوسټ X پای

تر اوسه هېڅ کومې ډلې ددغه برید مسؤلیت نه دی منلی .

دا په ښکاره د پېښور پولیسو لاین یوه جومات کې پر پولیسو د زورورې چاودنې وروسته درنه مرګ ژوبله ده.

شاوخوا درې میاشتې وړاندې د جنورۍ میاشتې په ۳۰مه یاده چاودنه کې له سلو ډېر پولیس ووژل شول او شاوخوا ۲۵۰ نور ژوبل وه.

که څه هم د سوات وروستۍ پېښې په اړه کره جزیات لا نشته خو پاکستان کې دې وروستیو کې د نظامي مرکزونو پر وړاندې حملې ډېرې شوې،

سوات چاودنه

د عکس سرچینه، Getty Images

د سوات تازه چاودنې په اړه د سوات پوليسو دا هم ویلي چې دا ترهګريزه پېښه نه وه. د ملکنډ د پوليسو مشر له خبريالانو سره په خبرو کې وويل تراوسه د ترهګرۍ کوم عنصر نه دی موندل شوی.

د خيبر پښتونخوا د روغتيا ادارې د خبر له مخې په سوات کې له چاودنې وروسته په سيمه کې روغتيايي بېړنی حالت اعلان شوی او ټولو ډاکټرانو او روغتيايي کارکوونکو ته د تيارسي امر شوی دی.

د سيمې اوسېدونکي بيا وايي د پوليسو په مرکز کې يې د دريو چاودنو غږونه اورېدلي دي خو پوليسو لا تراوسه په دې اړه څه نه دي ويلي او وايي د پېښې په اړه پلټنې روانې دي.

د ټولنيزو رسنيو يو شمېر کارنږ بيا په سيمه کې د برېښنا د پرې کېدو خبره هم کړې ده.