کراچۍ پوهنتون کې تر ځانمرګی برید وروسته چین خپل ټول ښوونکي له پاکستانه ایستلي

د عکس سرچینه، AFP
په کراچۍ پوهنتون کې د چین په مرسته د جوړ شوي کنفیوشس مرکز مخې ته پر چينايي ښوونکو تر برید وروسته اوس هغه هېواد په پاکستان کې له یادو ټولو مرکزونو چينايي ښوونکي بېرته چین ته لېږدولي دي، خو د پاکستاني چارواکو په خبره دغه مرکزونه تړل شوي نه دي.
د پاکستان په بېلابېلو ښارونو کې ددې مرکزونو چارواکو بي بي سي ته ویلي، د چینايي ښوونکو تر تګ وروسته اوس هلته یوازې پاکستاني ښوونکي کار کوي.
د چین د تعليم وزارت له لوري دغه مرکزونه د پاکستان په شمول په یو شمېر هېوادونو کې فعاله دي، چې د یاد هېواد په خبره په دې مرکزونو کې چينايي ژبه او د چین د کلتور په هکله زده کړې ورکول کېږي.
په پلازمېنه اسلام اباد او کراچۍ کې سرچینې وايي، د کراچۍ پوهنتون تر برید وروسته چین په یادو مرکزونو کې ټول چینايي ښوونکي ددې خطر له امله چین ته لېږدولي، چې د کراچۍ پوهنتون په څېر په دې ښوونکو نور بریدونه ونه شي.
د روان کال د اپریل پر شپاړسمه په کراچۍ پوهنتون کې په یوه ځانمرګي برید کې د درې چینايي ښوونکو په شمول څلور تنه وژل شوي وو.
ددغه برید مسؤلیت بلوڅ بېلتون غوښتونکې وسلوالې ډلې بي ایل اې قبول کړی وو او ادعا يې کړې وه، چې دغه برید د شاري بلوڅې په نامه یوې ښځينه ښوونکې ترسره کړ.

له دې سره چې تردې برید سملاسي وروسته د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف د چین لومړي وزیر لي کيچیانګ سره ټيلي فوني خبري کړې وې او هغه ته يې په دغه هیواد کې د چینايي وګړیو د بشپړه خوندیتوب ډاډ ورکړی وو، خو پر دې سربېره هم چین له دې مرکزونو خپل وګړي بېرته بللي دي.
چین او پاکستان چې تاریخي ملګرتیا سره لري، له تېرو څو کلونو راهیسې يې د ملیاردونو ډالرو اقتصادي راهدارۍ پروژه روانه ده او په دې پروژه کې هم په پاکستان په زرګونو چینايي وګړي کار کوي.
پاکستان بیا بیا ددې چینايي وګړیو ته خونديتوب لپاره د جدي ګامونو پورته کولو ویلي، خو وخت له دې باوجود هم پر دوی بریدونه کېږي.
دغه بریدونه تر ډېره د بلوڅ ملتپالو وسلوالو ډلو له لوري ترسره کېږي، ځکه چې هغوی له چین څخه په وار - وار غوښتنه کړې، چې د بلوچستان قدرتي زېرمو په را ایستلو کې دي د پاکستان مرسته نه









