د پاکستان په کراچۍ پوهنتون کې ځانمرګی برید کوونکې څوک وه؟

د پاکستان کراچۍ پوهنتون کې تېره ورځ ځانمرګی برید وشو چې د چیني ژبې د دریو استادانو په ګډون لږترلږه څلور کسان پکې ووژل شول او څلور نور ټپي شول.
امنیتي ادارو رسنیو سره خبرو کې منلې چې دا ځانمرګی برید و او د یوې ښځې لخوا شوی دی.
د دغه برید مسوولیت د بېلتونپالو بلوڅانو د ازادۍ پوځ (بي اېل اې) منلی او هغوی هم ویلي و چې برید یوې ښځې کړی.
دې ډلې همدا راز زیاته کړې چې دا لومړی ځل دی چې د دوی لخوا یوه ښځینه ځانمرګی برید کوي.
بي اېل اې ویلي چې دغه بریدګره شاري بلوڅ نومېده او د برمش په نوم هم پېژندل کېده.
د بي بي سي لخوا د دې ځانمرګې بریدګرې د کورنۍ له غړو او خپلوانو د تلیفون په لارې د ترلاسه شویو لومړنیو مالوماتو له مخې، هغه د بلوچستان د تربت ضلعې د نظر اباد سیمې اوسېدونکې وه.

د عکس سرچینه، BLA
دې ځانمرګې بریدګرې په ۲۰۱۴ کال علامه اقبال پوهنتون کې د تدریس برخه کې زدکړې بشپړې کړې او په ۲۰۱۵ کال یې د بلوچستان پوهنتون د زولوجۍ برخه کې ماسټري کوله.
شاري بلوڅ، بلوچستان کې د پوهنې برخې سره تړلې پاتې شوې او د نجونو په کلاتک دولتي ښوونځي کې یې د ښوونکې په توګه دنده هم درلوده.
د بي اېل اې لخوا بي بي سي ته استول شوي برېښنالیک کې ویل شوي چې د هغې خاوند هیبتان بشیر بلوڅ نومېږي او د غاښونو ډاکتر دی.
شاري بلوڅ د دوو ماشومانو مور ده او دواړه ماشومان یې شاوخوا پنځه کلن بلل شوي دي.
د هغې ېوه خپلوان بي بي سي ته ویلي چې نوموړې درې نورې خویندې او درې وروڼه لري او ټول لوستي دي.
د بېلتونپالو بلوڅانو د محصلینو غورځنګ (بي ایس او) یوه غړي بي بي سي ته وویل چې شاري بلوڅ د دوی لخوا ترسره کېدونکو اعتراضي لاریونونو کې په رضاکاره توګه برخه اخیسته، خو دې ډله کې یې رسمي غړیتوب نه درلود.
بي اېل اې ویلي چې هغه له دوو کلونو راهیسې د دوی د (مجید لوا) غړې وه. دوی دا ادعا هم کړې چې مجید لوا کې ګڼې نورې ښځینه ځانمرګې بریدګرې شاملې دي.
د شاري بلوڅ خپلوان بي بي سي ته ویلي چې د هغې د کورنۍ څوک جبري نادرکه نه دي او نه یې هم کوم غړی د امنیتيادارو لخوا وژل شوي، نو ځکه دا انګېرنه سمه نه ده چې دا برید دې یې د شخصي غچ اخیستلو لپاره کړی وي.
تربت کې د هغې د ګاونډ ځینو اوسېدونکو د بي بي سي محمد زبیر ته ویلي "شاري بلوڅ ظاهرآ ارام او سوکاله ژوند درلود" او ګواکې د دې منل "ستونزمن دي چې هغه دې یوه ځانمرګې بریدګره وي."
د شاري بلوڅ د خپلوانو او ګاونډیو په وینا د هغې د پلار او ورور په ګډون د کورنۍ غړي بېلابېلې رسمي دندې لري.
بي بي سي هڅه وکړه چې د هغې له مېړه سره هم وغږېږي، خو د تلیفون نمبر یې په پرله پسې ډول بند و.
د یادونې ده چې د بي بي سي لخوا دغه راټول شوي مالومات د رسمي ادارو لخوا نه دي تائید شوي.
پاکستان کې د ښځینه ځانمرګو بریدګرو تاریخچه

د عکس سرچینه، BBC Sport
که څه هم د بلوچستان د ازادۍ پوځ ویلي چې دا لومړی ځل و چې د دوی لخوا یوه ښځینه ځانمرګی برید کوي، خو دا پاکستان کې د ښځو لخوا لومړی ځانمرګی برید نه دی.
له نن شاوخوا ۲۲ کاله وړاندې د دوه زرم کال د نومبر پر ۶مه کراچۍ کې د "نوای وقت" په نوم ورځپاڼې پر دفتر ځانمرګی برید وشو.
دا کراچۍ او پاکستان کې لومړنی ځانمرګی برید بلل شوی او ویل کېږي یوې ښځې کړی.
دغه برید کې د نوای وقت اردو ژبې ورځپاڼې درې کارکوونکي وژل شوي او د دوو نورو کارکوونکو په ګډون یې ۶ کسان ټپي شوي وو.
په ۲۰۰۵ کال د پاکستان امنیتي ادارو په عملیاتو کې د عارفه بلوڅ او صبا بلوڅ په نومونو دوه خویندې ونیوې او ادعا یې وکړه چې د لشکر جهنګوي ډلې لخوا د ځانمرګو بریدونو روزنه ورکول کېده.
د ۲۰۱۰ کال ډسمبر کې د یوې ښځې لخوا د پښتونخوا باجوړ کې د خوړو نړیوال پروګرام پر سیمه ییزو کارکوونکو د مرستو ویشلو پر مهال ځانمرګی برید شو چې ۴۳ کسان یې ووژل او تر سلو ډېرو نور ټپیان کړل.











