"د بلوچستان ازادۍ پوځ" ډله څوک ده او کله جوړه شوه؟

د بلوچستان ازادۍ پوځ جنګیالي

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، د بلوچستان ازادۍ پوځ جنګیالي
    • Author, محمد کاظم
    • دنده, بي بي سي اردو ډاټ کام، کوټه

د بلوچستان لېبرېشن ارمي یا بلوچستان ازادۍ پوځ BLA په نوم ډله اول ځل د ۱۹۷۰ لسیزې لومړیو کې هغه مهال جوړه شوه چې د پخواني لومړي وزیر ذوالفقار علي بوټو د حکومت لومړۍ دوره کې په بلوچستان کې د پاکستان خلاف وسلوال پاڅون پیل شو.

خو د پوځي مشر ضیاءالحق په واکمنۍ کې له بلوڅ ملتپالو سره د خبرو پایله کې د وسلوال پاڅون ختمېدو سره دا ډله هم د تاریخ برخه وبلل شوه.

بیا د پخواني پوځي مشر او ولسمشر پروېز مشرف په واکمنۍ کې د بلوچستان د سترې محکمې د لوی قاضي نواز مري د وژلو په تور د ملتپال مشر نواب خیر بخش مري له نیولو وروسته پر دوه زرم کال د بلوچستان مختلفو سیمو کې پر سرکاري بنسټونو او امنيتي ځواکونو بریدونه پیل شول.

د وخت تېرېدو سره دا بریدونه د صوبې مختلفو سیمو ته وغځېدل. د دې ډېرو بریدونو مسئولیت بلوچستان ازادۍ پوځ اخیستی.

پر ۲۰۰۶ کال د پاکستان حکومت دا ډله د ناقانونه ډلو لېست ته ور زیاته کړه او چارواکو د نواب خیر بخش مري زوی نوابزاده بالاچ مري د دې ډلې مشر وباله.

د ۲۰۰۷ کال نومبر کې د بالاچ مري د وژلو خبره وشوه او دې ډلې هم ومنله، چې ډیورنډ کرښې سره نژدې له امنیتي ځواکونو سره نښته کې وژل شوی دی.

د بالاچ مري له وژل کېدو وروسته پاکستان بریتانیا کې د نوموړي ورور نوابزاده حیربیار مري د دې ډلې مشر وباله، خو هغه د دې ډلې د مشرۍ رپوټونه په کلکه رد کړل.

د نوابزاده بالاچ مري له وژلو وروسته د دې ډلې د مشرۍ لپاره د اسلم بلوچ نوم اخیستل کېده، چې د دې ډلې په لوړپوړو قومندانانو کې راتله.

نوابزادہ بالاچ مري

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، پر ۲۰۰۶ کال د پاکستان حکومت دا ډله بې قانونه ډلو ته ور زیاته کړه او چارواکو د نواب خیر بخش مري زوی نوابزاده بالاچ مري د دې ډلې مشر وباله.

اسلم بلوچ د پوځ یوه برید کې ټپي شو او ویل کېږي هند ته د درملنې لپاره د تلو له امله یې د یادې ډلې له نورو مشرانو سره اختلاف پیدا شو.

له رغېدو وروسته اسلم بلوچ، د رپوټونو له مخې، د بلوچستان او افغانستان مختلفو سیمو کې اوسېده.

د اسلم بلوچ په مشرۍ د بلوچستان ازادۍ پوځ ځانمرګو بریدونو ته هم مخه کړه چې دا ډله یې (فدايي) بریدونه بولي.

دا ډله د پاکستان او چین د اقتصادي دهلېز پروژې مخالفه هم ده او وروستیو بریدونو کې یې پاکستان کې د چین بنسټونه هم په نښه کړي دي.

لومړنی ځانمرګی برید

یادې ډلې د ۲۰۱۸ کال اګسټ کې د خپل لومړني ځانمرګي برید مسئولیت ومانه چې خپله د اسلم بلوچ زوی د چاغي ولسوالۍ مرکز دلبندین ته نژدې وکړ.

دې برید کې د سیندک پروژې د کارمنانو بس په نښه شو چې چینايي انجینران هم پکې وو.

حیربیار مري
د عکس تشریح، د بالاچ مري له وژل کېدو وروسته پاکستان برتانیا کې د نوموړي ورور نوابزاده حیربیار مري د دې ډلې مشر وباله، خو هغه دا تورونه په کلکه رد کړل.

له هغه وروسته یې د ۲۰۱۸ کال نومبر کې یې کراچۍ کې د چین پر کونسلګرۍ د برید مسئولیت ومانه، چې درې ځانمرګو کړی و.

له دې برید وروسته د کندهار عینو مېنه کې د ځانمرګي برید له امله د اسلم اچو د وژلو خبره وشوه او د مالوماتو له مخې اوس د دې ډلې مشر بشیر زېب دی.

د مشرۍ له بدلون سره د (فدايي) ډلې هڅې نه دي شنډې شوې او د ۲۰۱۹ می کې هم د دې ډلې مجید لېوا د بلوچستان ګوادر کې پر پرل کانټینېنټل هوټل ځانمرګی برید وکړ چې پکې د درېیو بریدګرو په ګډون اته کسان ووژل شول.

مجید لېوا د مجید بلوڅ په نوم د هغه توندلاري وسلوال په نوم جوړه شوې، چې د ۱۹۷۰ لسیزه کې یې د هغه وخت د پاکستان پر لومړي وزیر ذوالفقار علي بوټو د لاسي بم برید هڅه کړې وه.

دې ډلې په ګوادر کې پر هوټل د بریدګرو انځورونه او ویډیو پیغام هم خپاره کړل.

له نورو وسلوال ډلو سره اتحاد

اسلم بلوچ

د عکس سرچینه، Social Media

د عکس تشریح، اسلم بلوچ د پوځ یوه برید کې ټپي شو او ویل کېږي هند ته د درملنې لپاره د تلو له امله یې د ډلې له نورو مشرانو سره اختلاف پیدا شو.

د ۲۰۱۷ کال نومبر کې بلوڅ ازادۍ پوځ د (بلوچ راجي اجوايي سنګر) یا براس په نوم د بلوڅ توندلارو ډلو د اتحاد برخه شوه.

دې اتحاد کې پر بلوڅ ازادۍ پوځ سربېره، بلوچستان ازادۍ جبهه او د بلوچستان ریپبلېکن ګارډز په نوم ډلې هم دي، چې تر ډېره د پاکستان او چین د اقتصادي دهلېز شاوخوا سیمو کې بریدونه کوي.

براس د ۲۰۱۸ کال دسمبر کې په تمپ کې پر امنیتي ځواکونو په برید سربېره د ۲۰۱۹ کال فبرورۍ کې هم د تربت او پنچګور ترمنځ پر امنیتي ځواکونو برید وکړ او د هغه کال اپرېل کې یې اورماړه کې د بسونو درولو او د سمندري ځواکونو د وژلو دعوه وکړه.