پاکستان کې د وروستیو نا امنیو لاملونه څه دي؟

پاکستان

د عکس سرچینه، SOCIAL/MEDIA

    • Author, رحمن الله خټک
    • دنده, بي بي سي

د ترسره شويو څېړنو له مخې په تېرو دريو کلونو کې پاکستان کې نه یوازې وسله وال بریدونه ډېر شوي بلکې وسله والو په خپلو بریدونو کې کې تګلاره او تاکتیکونه هم بدل کړي دي. په دغه موده کې د زياتره بريدونو پړه د تحريک طالبان پاکستان او د ځينو پړه بيا د داعش وسله والې ډلې منلې. پاکستاني چارواکي تور لګوي چې دغه دواړه وسله والې ډلې د خپلو بريدونه لپاره د افغانستان خاوره کاروي.

پاکستاني چارواکو د طالبانو له حکومته د تحريک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) د وسله والو پر ضد د ګام پورته کولو غوښتنې کړې دي، خو د پاکستاني چارواکو ټولو تورونو او غوښتنو ته د طالبانو د حکومتي چارواکو ځواب دا دی، دوی هیچا ته اجازه نه ورکوي، چې د افغانستان خاوره د چا پر ضد استعمال شي، بله دا چې په پاکستان کې ټول بریدونه پخپله د پاکستان له خاورې ترسره کېږي.

ډېر ته پوښتنه دا ده چې په تېرو درېيو کلونو کې پاکستان کې وسلوالو بريدونو د زياتوالي لاملونه څه دي او پاکستان يې د کنټرول لپاره د طالبانو پر حکومت د تورونو پر ځاي کوم عملي ګامونه پورته کړي یا پورته کولای شي.

درې کاله وړاندې په افغانستان کې واک ته د طالبانو د بیا رسېدو په لومړیو ورځو کې د هغه وخت د پاکستان د استخباراتي ادارې د (ای اېس ای) مشر جنرال فيض حميد عکسونه خپاره شول چې د کابل په يو هوټل کې د چايو پياله په لاس کې نيولې وه.

پاکستان

د عکس سرچینه، Lindsay Hilsum

د عکس تشریح، د پاکستاني پوځ د استخباراتي ادارې ای ایس ای پخوانی مشر جنرال فیض حمید، چې اوس پوځ نیولی دی

په يوه لنډه ويډيو کې داسې ښکارېدل چې جنرال فيض د يوې بريا او خوښۍ احساس کاوه. جنرال فيض هغه وخت وويل (همدا اوس ښکته شوم، موږ د امن لپاره کار کوو او هر څه به سم شي.)

د پاکستان د هغه وخت لومړي وزير عمران خان هم د طالبانو لخوا د کابل نيول د غلامي زنځيرونو له ماتولو سره پرتله کړل. عمران خان هغه وخت په خپل يو بيان کې ويلي و، (طالبانو د غلامي زنځيرونه مات کړل.)

خو په تېرو درېيو کلونو کې پاکستان کې د مخ پر زياتېدونکو وسلوالو بريدونو وښووله چې د طالبانو له خوا د کابل نیولو خوښي لنډمهاله وه. د افغانستان د تېرو حکومتونو په شان، دا ځل پاکستان د طالبانو پر حکومت په پاکستان کې د وسلوال بريدونو د مخه نه نيولو د تورونو لګولو لړۍ پيل کړه. بلخوا پاکستان د تېرو دوو لسيزو راهيسې پر افغانستان د تورونو لګولو خپله زړه پاليسي تکرار کړه. پاکستان په افغانستان کې دننه د وسلوالو په مرکزونو يو شمير بريدونه هم وکړل او دغه بريدونه یې د نړيوال قانون سره سم هم وبلل.

د پاکستان د دفاع وزیر خواجه اصف د روان کال د جون او جولايی مياشتو کې په خپلو څرګندونو کې ویلي و، (پاکستان به افغانستان کي بريدونه کوي. مونږ دا حق لرو چېرې چې زمونږ دښمنانو پټنځايونه جوړ کړي وي، مونږ یې د خپلو خلکو امنیت خوندي کولو لپاره د بريدونو غچ اخیستلو حق لرو.)

پاکستان
د عکس تشریح، ډاکټر سيد اختر علي شاه وايی، په تېرو درېيو کلونو کې د وسله والو د بریدونو په سټراټیژۍ کې ښکاره بدلون هم لیدل کېږي

د شخړو او د امنيتي څېړونو لپاره د پاکستان د څېړنو ادارو د رپوټ له مخې د طالبانو د واکمني په لومړيو دوو کلونو (د ۲۰۲۱ اګست څخه د ۲۰۲۳ کال اګست پورې) پاکستان کې ترهګريز بريدونه شپېته سلنه ډېر شوي دي. یاده څېړنه ښيي، په دغه موده کي پاکستان کې ټول ۷۸۹ بريدونه شوي، چې له امله یې ۱،۵۲۴ کسان وژل شوي او ۱،۴۶۳ نور ټپيان شوي دي. څېړنه دا هم وايي د ۲۰۲۴ کال له جنورۍ تر اګست میاشتې پاکستان کې ۵۵۷ وسله وال بريدونه شوي دي، چې له امله یې د امنيتي سرتېرو او عادي وګړو په ګډون ټول ۵۸۲ کسان وژل شوي او ۶۱۰ تنه نور ټپيان شوي دي. پاکستاني چارواکي په تېرو دريو کلونو کې دغه هېواد کې د وسله والو بريدونو د ډېروالي ادعا کوي.

د پښتونخوا د کورنيو چارو وزارت پخوانی سکرټر ډاکټر سيد اختر علي شاه وايی، په تېرو درېيو کلونو کې د وسله والو د بریدونو په سټراټیژۍ کې ښکاره بدلون هم لیدل کېږي.

سيد اختر علي شا وايي، (اوسمهال د تحريک طالبان پاکستان د مشر نورولي محسود د بريدونو سټراټيژي بدله کړې، اوس د دغه غورځنګ وسله والو ته ويلي شوي، چې د عامو ځايونو پر ځای امنيتي سرتېري چې هغو کې د پوځ، پوليسو او مليشې ځواک شامل دي په نښه کړي. ځکه کله سرتېري ماتي خوري او د فاعي حالت ته ځي نو سيمه بيا چاته پاتې کېږي، يو تشه رامنځته کېږي. دغه تشه به څوک ډکوي، نو هغوی د دغې تشې ډکولو لپاره خپله تګلاره بدله کړه.)

په تېرو درېيو کلونو کې وخت نا وخته په خواله رسنیو کې د وسلوالو ډلو لخوا په ځيني خپرو شویو ويډيوګانو کې په عصري وسلو سمبال وسله وال ليدل کېږي.

پاکستان
د عکس تشریح، رفعت الله اورکزی واي: په وروستیو بریدونو کې د زیانونو اوښتو لامل دا و، د وسله والو لاس ته داسې وسلې ورغلي، چې د شپې په تياره کې هم بريدونو لپاره کار ترې اخیستی شي

د پاکستاني کارپوهانو په اند، له افغانستان څخه د امريکايانو تر وتلو وروسته عصري وسلې او ځيني جنګي الات د تحريک طالبان پاکستان د وسله والو لاس ته هم ورغلي دي. او دوی د همدې وسلو پر مټ د شپې په تياره کې هم خپل هدفونه په نښه کولای شي.

په پېښور کي خبريال او څېړونکی رفعت الله اورکزی وايی، (په وروستیو بریدونو کې د زیانونو اوښتو لامل دا و، د وسله والو لاس ته داسې وسلې ورغلي، چې د شپې په تياره کې هم بريدونو لپاره کار ترې اخیستی شي. دغه راز ليزر ټوپک او نورې داسې وسلې چې زموږ امنيتي ادارې یې طمع نه لري، د وسله والو ډلو سره به داسې وسلې وي. اوس د پاکستان حکومت هم خپلو امنيتي سرتېرو ته دغه راز وسلې ورکړي، خو په پښتونخوا کې د ځينو پوليسو تهاڼو ته يوازې یو ليزر ټوپک ورکړل شوی، چې بيخي کم دي.)

د پخواني لومړي وزير عمران خان د واکمنۍ پر مهال د پاکستان د پوځ په ملاتړ او په افغانستان کې د طالبانو حکومت په منځګړیتوب د پاکستان يو شمېر سياستوال او د قبايلي مشرانو يوې ډلې د تحريک طالبان پاکستان سره د خبرو اترو هڅه هم کړه وه. او په پایله کې یې یو لنډ مهالی اوربند هم رامنځته شو، خو وروسته دغه اور بند ختم شو.

پاکستان
د عکس تشریح، بريګېډر محمود شاه وايي، د ټي ټي پي خلاف د عمران خان پاليسي کې ډېر ستر توپیر و.

‍ د امنيتي چارو څېړونکی بريګېډر محمود شا وايی، د ټي ټي پي شرطونه سخت او د پاکستان حکومت لپاره د منلو وړ نه وو، هغه د عمران خان حکومت له خوا له د طالبانو سره خبرې يوه غلطه پاليسي وبلله، چې په ترڅ کې یې وسله والو ته پاکستان کې بيا د منظم کېدو موقع تر لاسه شوه.

بريګېډر محمود شاه وايي، (د ټي ټي پي خلاف د عمران خان پاليسي کې ډېر ستر توپیر و، هغوی په دې نه پوهېدل چې طالبان څه کوي او په ټول افغانستان کې څه حالت روان دی. د هغه وخت حکومت داسې تبلیغات کول چې، ناسم وو او د حقيقت سره یې تړاو نه درلود، بيا د تحريک طالبان سره د خبرو اترو پيلول يوه ناسمه پرېکړه وه.)

د طالبانو لخوا د کابل د نيولو د ستاينې پر وخت پاکستاني چارواکو دا ګمان هم نه کاوه، چې د پاکستاني طالبانو مشران په کابل کې د طالبانو واک ته له رسېدو او د دوی له ستاینو څه الهام اخیستی شي.

د پېښور پوهنتون ژورنالیزم څانګې مشر پروفيسور فيض الله جان وايي،بېلابېل لاملونه دې، چې په افغانستان کې د طالبانو حکومت د ټي ټي پي پر وسله والو فشار نه شي راوړلی، یو له هغو یې د دواړو د فکر یووالی دی.

فيض الله جان وايي، (زه فکر کوم که د طالبانو حکومت په ټي ټي پي زيات فشار واچوي، نو دې کې هېڅ شک نشته چې بيا به داعش او د اسلامي دولت په نوم وسله واله ډله د طالبانو لپاره نور سر خوږي جوړ کړي.)

 پاکستان
د عکس تشریح، پروفيسور فيض الله جان وايي،بېلابېل لاملونه دې، چې په افغانستان کې د طالبانو حکومت د ټي ټي پي پر وسله والو فشار نه شي راوړلی.

د چارو شننوکی سيد عرفان اشرف وايي، (پاکستان کې غير جمهوري ادارې، چې پوځ یې په سر کې راځي، په دې باور دي که په سيمه کې ترهګرې ډلې او سخت دريځي نه وي، بیا به د امريکا لپاره مهم او په زړه پورې نه وي، ځکه خو ظاهرا ښکاري چې د رياست پاليسي د ترهګرۍ خلاف ده خو په اصل کې داسي نه ده، د پاکستان اقتصاد د جنګ اقتصاد دی، کوم چې په سيمه کې له ترهګرۍ سره تړلی دی.)

په تېرو درېيو کلونو کې زياتره وسله وال بريدونه په بلوچستان او پښتونخوا ايالتونو کې شوي دي. د پاکستان حکومت د وسلوالو پر ضد په دغه هېواد کې د "عزم استحکام" په نوم د نويو پوځي عملياتو اعلان هم کړی دی، خو د پښتونخوا په مختلفو سيمو کې د حکومت لخوا د دغه اعلان شويو ممکنه پوځي عملياتو د نه کولو لپاره غونډې او مخالفتونه شوي دي.

په افغانستان کې د طالبانو حکومت په وار وار د پاکستان حکومت تورونه رد کړي او وايي، د افغانستان خاوره د چا پر ضد نه استعمالېږی. په افغانستان کې د طالبانو حکومت دا هم ويلي، پاکستان کې ټول وسله وال بريدونه د پاکستان د خاورې دننه تنظيمېږي.