د پښتونخوا بنو کې پر پاکستاني ځواکونو چاودنه؛ ۴ سرتېري وژل شوي ۳ ټپيان دي

د عکس سرچینه، Social Media
د خیبر پښتونخوا د بنو په جانيخېلو سیمه کې د پاکستان امنیتي ځواکونو پر یوه موټر چاودنه شوې ده.
د رپوټونو له مخې په دې پېښه کې ۴ پاکستاني سرتېري وژل شوي او ۳ نور ټپيان دي.
بلخوا د پاکستان پوځ په یوه اعلامیه کې ویلي چې امنیتي ځواکونو یې تېره شپه د پېښور حسنخېل سیمه کې د عملیاتو پر مهال دوه وسله وال وژلي او دوه نور ټپي کړي دي.
دوی تر اوسه د نننۍ چاودنې په اړه څه نه دي ویلي او کومې ډلې یې هم لا رسمآ مسوولیت نه دی منلی.
ځینو ځایي رسنیو د چارواکو په حواله چې نوم یې نه دی اخیستل شوی، لیکلي چې د امنیتي ځواکونو درې موټرونه جانيخېلو ته په ګزمه روان وو چې 'سرې بنګلې' سیمې ته نږدې پرې چاودنه وشوه.
پېښه کې ټپي شوي سرتېري درملنې لپاره روغتون ته لېږدول شوي خو د روغتیايي وضعیت په اړه یې څه نه دی ویل شوي.
بنو د خیبر پښتونخوا سویل کې شمالي او سویلي وزیرستان ته نږدې پرته سیمه ده.
په دې وروستیو کې د پښتونخوا نورو پخوانیو قبایلي سیمو ترڅنګ دغلته هم امنیتي پېښې ډېرې شوې دي.
تېر کال اګست په جاني خېلو کې د پاکستان پر امنیتي ځواکونو یوه ځانمرکي برید کې ۹ سرتېري وژل شوي او ۵ نور ټپي شوي وو.
پاکستاني چارواکي ډیر وخت پښتونخوا کې د امنیتي پېښو پړه پر ټيټيپي یا د پاکستاني طالبانو تحریک پر وسله والو اچوي.

د عکس سرچینه، Getty Images
راپورونو کې ویل شوي چې امنیتي ځواکونو تر چاودنې وروسته سیمه کلابنده کړې او د وسله وال لټون پیل شوی دی.
بلخوا د پاکستان پوځي د مطبوعاتو او عامه اړیکو دفتر بیا نن (جمعه) ویلي، چې امنیتي ځواکونو د استخباراتي مالوماتو پر بنسټ د جمعې او شنبې ترمنځ پر شپه پېښور ته نږدې په حسن خېل سیمه کې د وسله والو پر یوه پټنځي عملیات کړي دي.
ایاېسپيار په یوه اعلامیه کې ویلي، چې په دغو عملیاتو کې دوه وسله وال وژل شوي او دوه نور ټپيان دي.
د پاکستان پوځ په اعلامیه کې ویل شوي چې وژل شويو وسله والو د پاکستان "امنیتي ځواکونو او بې ګناه ملکي خلکو خلاف په ګڼو ترهګریزو کړنو کې" فعال رول درلود.
دوی له دغو وسله والو د وسلو، مهماتو او چاودېدونکو توکو د نیول کېدو خبر هم ورکړی دی.











