بنو: د پاکستاني پوځ پر کاروان ځانمرګي بريد کې نهه پوځيان وژل شوي

د عکس سرچینه، Anadolu Agency
د خيبر پښتونخوا د بنو په جاني خېل سيمه کې د پاکستاني امنيتي ځواکونو د موټر پر کاروان بريد شوی چې په ترڅ کې یې نهه پوځيان وژل شوي دي.
د پاکستان پوځ د عامه اړيکو ادارې (ISPR) له خوا په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، ځانمرګی بريدګر پر موټرسايکل سپور و چې د پوځ کاروان سره نژدې یې چاودنه کړې ده.
ويل کېږي په دې بريد کې پنځه تنه پوځيان ټپیان شوي هم دي.
د پاکستان چارسمبالي وزیر انوارلحق کاکړ دغه پېښه غندلې او وايي، "په بريد کې ګڼ شمېر ساتونکي ټپيان شوي دي."

د عکس سرچینه، @anwaar_kakar
د ځايي پوليسو په وينا، پر موټرسايکل سپاره ځانمرګي د جاني خېلو په سيمه کې د مالي خېلو پوستې ته نژدې هغه مهال چاودنه کړې چې د امنيتي ځواکونو کاروان له سيمې د تېرېدو په حال کې و.
وژل شوي او ټپيان د بنو پوځي روغتون ته لېږدول شوي دي.
تراوسه کومې ډلې يا شخص د دغه بريد مسووليت نه دی منلی.
د پاکستان پوځ په وينا، له بريد وروسته امنيتي ځواکونو سيمه کلابنده کړې او عمليات يې پيل کړي دي.
په وروستیو میاشتو کې د پاکستان په بېلابېلو برخو په ځانګړې توګه خيبرپښتنوخوا او د بلوچستان ځینو سیمو کې وسله وال بریدونه زیات شوي چې تر ډېره پوځیان او امنیتي ادارې په نښه کېږي.
پاکستان په تېر کې د دغه ډول بريدونو پړه پر بلوڅ بېلتونپانو ډلو او پاکستاني طالبانو وراچولې ده.
د یادونې ده چې د پاکستان پوځ څه موده وړاندې د ترهګرۍ ختمولو لپاره د شمالي وزیرستان شوال سیمه کې پراخ پوځي عملیات ترسره کړي وو.
په دې سیمه کې ګڼې امنیتي او پلټونکې پوستې هم جوړې شوې دي.
د پاکستان پوځ په ۲۰۱۴ کال هم شمالي وزیرستان کې د ترهګرو ځپلو لپاره د ضربعضب په نام پراخ پوځي عملیات پيل کړل چې اوږده موده یې دوام درلود.
په دغو عملیاتو کې د سلګونو وسله والو د وژلو ادعا وشوه، خو ترڅنګ سلګونه زره ځايي اوسېدونکي هم د جنګ جګړو له وېرې د خپلو کلیو او مېنو پرېښودلو ته اړ شول.
له دوی ګڼ کسان د پاکستان نورو ښارونو ته وکوچېدل خو ځینې یې تر ډېورنډ کرښې واوښتل او خوست کې د 'وزیرستاني کډوالو' په پنډغالو کې مېشت شول.











