پښتین: "د پاکستاني ادارو له ګواښونو سره سره له مبارزې نه تېرېږم، کلي په کلي به اتفاق پسې ګرځو"

د عکس سرچینه، Manzoor Ahmad Pashteen
د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور احمد پښتین د پښتونخوا په څو سیمو میختر، درګۍ، کدیزۍ، ناصر آباد، کټوۍ او باور کليو کې لویې ولسي غونډې کړې دي.
نوموړي وايي د "خپل قوم د منظم کولو لپاره به هرې ولسوالۍ ته سفر وکړي."
نوموړی پرون دوشنبه داسې مهال په ولسي غونډو کې د ګډون لپاره یادو سیمو ته تللی و چې د ده په وینا "پاکستاني ادارو ورته د امنیتي ګواښ پرانېستی لیک سپارلی و."
هغه ویلي و، "مونږ ته د ریاست له خوا لیکلی دهړکې(د ګواښ لیک) راکړل شو چې نن به په تاسو د وسله والو ډلو له اړخه حمله کیږي نو تاسې خپل پروګرامونه لغوه کړئ."

د عکس سرچینه، Manzoor Ahmad Pashteen
نوموړی داسې مهال دا ادعا کوي چې پاکستان کې سیاسي وضعیت ترینګلی دی او د عمران خان له نیولو وروسته حکومت په ډېرو سیمو کې د خلکو په راټولیدو بندیز لګولی دی.
منظور پښتین پر خپله فېسبوک پاڼه لیکلي، امنیتي ادارو ته یي په واضح ټکو وویل چې که حالت هر ډول وي "له خپلې لارې نه راګرځو او خپله مبارزه به روانه ساتو."
د پښتون ژغورنې غورځنګ دغه مشر دا ادعا هم کړې چې د دوی غونډو د ګډوډولو لپاره په ټولو هغو کلیو او لرې پرتو سیمو کې هم پر ده د 'چاودنې اوازه خپره شوې وه' چې دوی په کې غونډې لرلې.

د عکس سرچینه، Manzoor Ahmad Pashteen
نوموړی وايي، له ګواښونو سره سره له اټکله ډېر خلک غونډو ته ورغلي وو او د هغه په وینا دا په ډاګه کوي چې خلک په ټینګه د خپل حال د بدلولو تږي دي.
منظور پښتین پر خپله فېسبوک پاڼه لیکلي "چې څنګه د تحریک مشران په میدان هلته ولاړ وو، هغسې خپل قام هم ښه مضبوط راسره ولاړ وو."
هغه وايي په داسې حالاتو کې د لورلايي اولس ننګ او غیرت به تاریخ یاد ساتي.
منظور پښتین ته له دې مخکې هم ډېر کله په پرلتو، جلسو او غونډو کې د ګډون اجازه نه ده ورکړل شوې او څو وارې یې په لارو له مخنیوي سره سره په سخته تر هدفه ځان رسولی.

د عکس سرچینه، Manzoor Ahmad Pashteen
د پاکستان حکومت په رسمي ډول د دې ګواښ څرنګوالي په اړه څه نه دي ویلي، خو په دې وروستیو کې په ښکاره د پښتونخوا په ځینو سیمو کې د امنیتي پېښو ګراف لوړ شوی.
تېره اوونۍ د خیبر پښتونخوا د باجوړ ولسوالۍ په مرکز 'ښار' سیمه کې د مولانا فضل الرحمن د جمعیت علمای اسلام ګوند په یوه غونډه کې چاودنې نږدې ۵۰ تنه ووژل او شاوخوا ۱۵۰ نور ژوبل کړي وو.











