د علي وزیر مور: علي ته مې ویلي "پر شا به نه راځي، او نه به هم بې زړه توب کوي"

د عکس سرچینه، TWITTER/@Aliwazirna50
- Author, عزیزالله خان
- دنده, بي بي سي اردو
"علي ته مې ویل، دا زورور خلک دي - له دوی سره مه ښکېل کېږه، خو ده ویل، زه نه ترې ډارېږم. له هغه وروسته مې علي ته وویل، ورشه، مخه یې ونیسه او پام دې وي، چې پر شا نه شې."
دا خبرې د پښتون ژغورنې غورځنګ د یوه مشر او د پاکستان ملي اسمبلۍ د غړي "علي وزیر" مور کړې دي
علي وزیر له تېر یوه کال راهیسې د پاکستان کراچۍ کې بندي دی او پښتون ژغورنې غورځنګ یې له تېرې یکشنبې راهیسې د خوشي کېدو له غوښتنې سره د سند اسمبلۍ مخ ته پرلت کړی دی.
د پرلت ګډونوال وايي، د ښاغلي وزیر د خوشي کېدو تر مهاله به یې پرلت دوام کوي.

علي وزیر د ۲۰۲۰ کال ډسمبر پېښور کې ونیول شو.
د علي وزیر مور دې پرلت ته د ټیلیفون له لارې وینا کې وویل: "علي وزیر د قوم او وطن په خاطر زندان کې دی."
هغه وايي، روغتیا یې ښه نه ده، که نه کراچۍ پرلت ته تله او په احتجاج کې به تر ټولو مخکې وه.
هغه زیاتوي مېړه، لېور او د کورنۍ نورو نارینه وو یې د وطن او قوم لپاره قرباني ورکړې او د علي وزیر په زنداني کېدو هم ځکه خواشینې نه ده، چې زوی یې د قوم او وطن په لار کې د مبارزې له کبله زنداني دی.
نوموړې له پښتنو وغوښتل چې یوازې د علی وزیر نه، بلکې د قوم او وطن لپاره باید یو موټی شي.
د علي وزیر مور وايي، کله چې یې زوی په تحریک کې شاملېده، د کورنۍ ۱۸ کسانو یې قرباني ورکړې وه او دې ترې غوښتي و، چې باید 'له زورورو سره ښکېل نه شي' خو په وینا یې زوی یې ورته وویل، نه ډارېږي او نه به پر شا شي.
هغه وايي بیا مې ورته وویل چې "نو ورځه د قوم او وطن لپاره لاړ شه، او پر شا به نه راځي، او نه به هم بې زړه توب کوي."

د عکس سرچینه، Mohsin Dawar Twitter
پولیسو ویل هغه یې ځکه نیولی چې په خلاف یې کراچۍ کې د یوه لاریون پر مهال د پاکستاني ادارو پر ضد د پاروونکې وینا د تور قضیه ثبت شوې وه.
د پاکستان سترې محکمې د ۲۰۲۱ کال نومبر کې د نوموړي ضمانت ومانه خو په همدې کراچۍ کې د یوې بلې قضیې له کبله نوموړی خوشی نه شو.









