د علي وزیر د نیولو پر ضد پراخ احتجاجونه

د عکس سرچینه، Mohsin Dawar Twitter
- Author, خدای نور ناصر
- دنده, بي بي سي، اسلام آباد
په پاکستان کې د پښتون ژغورنې غورځنګ د نیول شوي مخکښ علي وزیر د نیولو پر ضد احتجاجونه، یاد غورځنګ نن د پښتونخوا په شمول په ګڼو نورو ښارونو او ان په ځينو بهرنیو هیوادونو کې هم د احتجاجونو اعلان کړی دی.
د دغه غورځنګ مشر منظور پښتین پرون د دغو احتجاجونو اعلان وکړ، چې ورسره سم نن په پېښور، اسلام آباد، کوټه، کراچۍ او یو شمېر نورو پښتون مېشتو سیمو کې احتجاجي مظاهرې روانې دي.
ښاغلی وزیر د چارشنبې په ورځ په پېښور کې پولیسو نیولی و، چې د دوی په خبره دغه ګام يې د کراچۍ پولیسو په وینا پورته کړی دی، ځکه چې کراچۍ کې د علي وزیر پر ضد د پولیسو رپوټ ثبت شوی دی.
د پولیسو په خبره د روانې میاشتې په اوومه نېټه د کراچۍ په سوراب ګوټ پولیسو تاڼه کې د ښاغلي وزیر پر ضد د پولیسو رپوټ تر هغه وروسته ثبت شو، چې غورځنګ هلته یوه ورځ مخکې ولسي غونډه وکړه.
که څه هم د پولیسو په دې رپوټ کې د غورځنګ د بنسټګر منظور پښتین، محسن داوړ، ثنا اعجاز، ډاکټر سید عالم مسید، عبدالله ننګیال او ځينې نور غړو نومونه هم لیکل شوي، خو پولیس تر اوسه یوازې علي وزیر نیولی دی.
نوموړی پرون پنجشنبه د پېښور یوې ځايي محکمې ته هم وړاندې کړا شو چې تر هغه وروسته د غورځنګ یوه مخکښ سید عالم مسید له بي بي سي خبرو کې وویل، ''ښاغلی وزیر به کراچۍ ته لېږدول کېږي او هلته به د پولیسو په بند کې وي. ''
پرون پنجشنبه (ډسمبر ۱۷مه) چې کله ښاغلی وزیر په پېښور کې ځايي محکمې ته پولیسو وړاندې کاوه، نو نوموړی ته يې ځولنې اچولې وې.
پر خواله رسنیو ګڼو کسانو د نوموړي د ځولنو دغه تصویر خپور کړی او د پولیسو دغه ګام يې غندلی دی.
د ایمه کوسو په نامه یوې فعالې د ښاغلي وزیر د ځولنو له تصویر سره لیکلی: ''د ملي اسمبلۍ په ځنځیرونو تړلی غړی، په پاکستان کې د ډیموکراسۍ له شرمه ډک تصویر ''.
افغانستان کې احتجاجونه

د عکس سرچینه، FACEBOOK
د پلازمېنې کابل په ګډون په یو شمېر لویو ښارونو کې، په پېښور کې د پښتون ژغورنې غورځنګ د یوه مخکښ غړي او د پاکستان د ملي پارلمان د غړي علي وزیر د نیول کېدو په غبرګون کې احتجاجي غونډې او لاريونونه وشول.
د کابل په حضوري چمن کې سلګونو کسانو په دې اړه جوړ شوی لاریون کې له پاکستان حکومته د علي وزیر د ژر خوشي کېدو غوښتنه وکړه. د دغه لاریون یو سمبالوو نکي سید الله سلام وویل:
''دلته راټول شوي سلګونه ملګري یوه خبره کوي او هغه دا چې موږ په لر او بر افغان وطن کې امن غواړو، موږ لر او بر افغان وطن کې سوله او ژوند غواړو، هغه ژوند چې موږ ته خدای راکړی او په نورو هېوادونو کې یې خلک لري، پي ټي ایم حدود نه لري، زموږ د نن ورځې راټولیدنه د پښتوژغورنې غورځنګ د یوه اتل مشر علي وزیر د بې ګناه بندي کولو پرضد ده. ''










