''په دوو قضیو کې د منظور پښتین ضمانت منظور شوی''
په پاکستان کې یوې محکمې دوو قضیو یا مقدمو کې د پښتون ژغورنې د غورځنګ یا پي ټي ایم د مشر منظور پښتین ضمانت منظور کړی دی. منظور پشتین نژدې دوې اونۍ وړاندې په پېښور کې نیول شوی و.
پر ده تور لګول شوی چې پاکستان مېشته قومونو کې د کرکې خورولو هڅه یې کړې او د پاکستان له اساسي قانونه یې سرغړونه کړې، خو د هغه مدافع وکیلانو دا خبره بې بنسټه بللې ده. دوی وايي تمه کوي چې د دوشنبې پر ورځ په نورو قضیو کې هم د منظور پښتین ضمانت وشي. د ښاغلي پښتین یو مدافع وکیل عبدالمجید د بي بي سي له عنایت الحق یاسیني سره مرکه کې د محکمې یا عدالت د پرېکړې په اړه غږېدلی دی.