منظور پښتین: زرګونه پښتانه پاکستان کې لادرکه کړل شوي؛ باید برخلیک یې مالوم شي

منظور

د عکس سرچینه، Idrees pashteen

د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتین وایي، د پاکستان ریاست باید د هغو زرګونو لادرکو پښتنو په اړه سپیناوی وړاندې کړي چې له کلونو راهیسې یې مړی ژوندی نه دی مالوم.

ښاغلي‌ پښتین د جمعې پر ورځ د بلوچستان په چمن کې یوې ولسي غونډې ته وویل، په پاکستان کې اته زره پښتانه بې درکه دي او برخلیک یې نه دی مالوم.

نوموړي‌وویل: "موږ نه وایو، چې دا دې ټول خوشي شي، بلکې موږ غواړو دغه کسان باید محکمو ته وړاندې شي، که مجرم یې سزا به وویني او که بې ګناه وي، باید خوشي شي".

ښاغلي پښتین وویل، د چمن ښار په دروازه کې هره ورځ پښتانه ځورول کېږي، پر کاروبار یې هره ورځ بېړنیز حالت پلی کېږي او کاروباریان یې بې درکه کړل شوي دي.

"موږ یې غوښتنه کوو، موږ ځکه دلته راغلي یو چې د چمن له اوسېدونکو سره خپل یوالی ثابت کړو".

د غورځنګ مشر زیاته کړه چې پښتنو تر نورو مظلومو قامونو په زیاته پسته لهجه د خپل حق غوښتنه کړې، خو په وینا یې بیا هم ورپسې ویل کېږي چې لهجه یې سخته ده.

نوموړي پر پاکستاني امنیتي ادارو تور پورې کړ، چې کله د حقونو خبره وي، دوی له هغو حقونو هم محروم ساتل کېږي، چې د پاکستان اساسي قانون کې ورکړل شوي دي، خو په خبره یې کله چې د سزا خبره شي، د جعلي پولیس رپوټونو له مخې خلکو ته سزاګانې ورکول کېږي او په زندانونو کې ساتل کېږي.

منظور پښتین وايي، دی او ملګري یې د حقونو غوښتنې لپاره میدان ته وتلي اوس نه پر شا کېږي د قامي یوالي په سفر کې یې څوک مخه نه شي نیولای:

"که دوی وايي، چمن ته نشئ تلای، موږ به چمن ته ځو، که دوی وايي، کوټې ته نه شئ تلای موږ به کوټې ته ځو، که دوی وايي سوات ته نه شئ تلای، موږ به سوات ته ځو او که دوی وايي، کابل ته نه شئ تلای، موږ به کابل ته ځو".

تر میرانشاه وروسته بله لویه ولسي‌ غونډه

منظور پښتیت

د عکس سرچینه، Social media

په تېرو دوه اوونیو کې دا دویم ځل دی چې د پښتون ژغورنې غورځنګ په جلا ښارونو کې لویې ولسي جلسې کوي.‌ غورځنګ له دې وړاندې د نومبر په پنځلسمه د شمالي‌ وزیرستان په میرانشاه کې هم لویه غونډه کړې وه.

د میرانشاه ولسي غونډې ته په وینا کې هم د غورځنګ مشر منظور پښتین هملته اوسنیو ناامنیو او هدفي وژنو ته په پام سره بیاهم د پاکستان پر پوځ تور پورې کړی، چې دا ناامني همدوی خوروي.

ښاغلي پښتین ویلي وو: "دا هدفي وژنې عبث نه دي زیاتې شوې، دوی دې ته بیا دا نوم ورکوي، چې دلته ترهګري ده،‌ ها دي او دا دي او په دې نامه دا وطن ورانول او بیا نیول غواړي.‌ خو زموږ یوه وعده ورسره ده،‌ چې بیا دا کار ته نه شې کولی، جرنېله وخت دي تېر شو، اوس ستا وخت نه دی او د پي ټي ایم وخت دی".

ښاغلي پښتین په دې وینا کې د سیمې خلکو ته وویل، په سیمه کې تر هدفي وژنې سمدستي وروسته دي د پوځ د سیمه ييزو مرکزونو مخې ته احتجاج پېلوي،‌ ځکه چې دده په ټکیو په دې ناامنۍ او هدفي وژنو کې د دوی لاس دی.‌