محسن دوړ او مولانا فضل الرحمن پر څه سره وران شوي؟

د عکس سرچینه، JUI/ DAWAR FACEBOOK
د پاکستان ډموکراټیک موومنټ یا د پاکستان دیموکراسۍ خوځښت (پي ډي اېم) په کوټه او کراچۍ کې له لویو ولسي غونډو وروسته نن یکشنبه (د نومبر ۲۲مه) په پېښور کې ولسي غونډه کوي.
خو د تېرو غونډو برعکس د پېښور غونډه کې به د پښتون ژغورنې غورځنګ یو مشر او د پاکستان د قامي اسمبلۍ غړی محسن دوړ ګډون ونلري.
سرچینو بي بي سي ته منلې ده چې د پي ډي اېم مشر مولانا فضل الرحمن او ځینې نور سیاستوال په دې اتحاد کې د محسن دوړ له ګډون سره اختلافات لري.
همدا راز د پېښور له جلسې څو ورځې وړاندې د پي ډي اېم د مشرانو په یوه غونډه کې د مولانا فضل الرحمن او محسن دوړ ترمنځ د تا ویلې ما ویلې یا لفظي اختلاف رپوټونه هم ترلاسه شوي.
خو پوښتنه دا ده چې د مولانا فضل الرحمن او محسن دوړ ترمنځ ستونزه څه ده، او ایا دا اختلاف نوی دی که پخوانی ریښې لري.
د پي ډي اېم مشرانو غونډه کې څه پېښ شول؟

د عکس سرچینه، PDM
د تېري سه شنبې په ورځ په اسلام اباد کې د پاکستان ډيموکراسۍ غورځنګ د سلا مشورې په یوه غونډه کې د مولانا فضل الرحمن او محسن داوړ ترمنځ د پخوانیو قبایلي سیمو پښتونخوا کې پر ګډون او د پښتون ژغورنې غورځنګ د میرانشاه پر ولسي غونډه څه خبرې شوې وې.
د دې غونډې ځينو ګډونوالو بي بي سي ته نوم نه خپرولو په شرط ویلي، مولانا فضل الرحمان په دې غونډه کې ادعا وکړه چې د پاکستان پوځ د غربي نړۍ په غوښتنه پخوانۍ قبایلي سیمې په پښتونخوا ګډې کړې، چې دده له سخت مخالفت وروسته هم پاکستان دا کار وکړ.
د دې ګډونوالو په خبره مولانا فضل الرحمن په دې غونډه کې دا پوښتنه هم وکړه، چې پښتون ژغورنې غورځنګ په کوم دلیل په میرانشاه کې ولسي غونډه کولی شي، خو د دوی ګوند جمعیت علمای اسلام ته هلته د ورته غونډې اجازه نه ورکول کېږي.
د غونډې د یوه ګډونوال په خبره د مولانا فضل الرحمان تر دې خبرو وروسته د پښتون ژغورنې غورځنګ یو مشر محسن دوړ مولانا فضل الرحمان ته وویل، د پخوانیو قبایلي سیمو په پښتونخوا د ګډون دوی هم ملاتړ کاوه.
نوموړي د مولانا دا ادعا هم ناسمه وبلله چې د پاکستان د پوځ په خوښه یادې سیمې په پښتونخوا ورګډې شوي.
سرچینه زیاتوي، ښاغلي دوړ مولانا فضل الرحمن ته د میرانشاه د وروستۍ ولسي غونډې په هکله وویل، پاکستانیو چارواکو غورځنګ ته هم د ولسي غونډې اجازه نه وه ورکړې، خو دوی "په خپل زور" هلته غونډه وکړه.
سرچینه وایي: "له دې خبرو لږ وروسته مولانا فضل الرحمان د ګډونوالو نومونه لیکل. چې کله د محسن دوړ وار راغی نو مولانا له ښاغلي دوړ څخه پوښتنه وکړه چې "له تاسو سره د پښتون ژغورنې غورځنګ نوم ولیکم؟" خو دوړ مولانا ته ځواب ورکړ چې "زه په خپلواک حیثیت د پاکستان ډيموکراسۍ خوځښت کې شریک یم".
سرچینه زیاتوي: "د دې په ځواب کې بیا مولانا فضل الرحمن ښاغلي دوړ ته ویلي چې د پاکستان ډیموکراسۍ خوځښت خو د سیاسي ګوندونو جوړ غورځنګ دی، نو په دې کې به د ده پر ګډون له نورو سیاسي ګوندونه سره وروسته سلا مشوره کوي".
د اسلام اباد له هغې غونډې وروسته بیا ځينو پاکستانيو رسنیو خبر ورکړ چې مولانا فضل الرحمن، چې د پاکستان دېموکراسۍ خوځښت مشر دی، محسن داوړ يې له دې غورځنګه ایستلی دی.

د عکس سرچینه، ANP
خو د ډيموکراسۍ خوځښت ویاند میا افتخار حسین بیا وايي، ښاغلي دوړ لاهم ایستل شوی نه دی، بلکې په دې به سلا مشورې کېږي.
پخپله محسن دوړ هم تر دې دمه له دې سیاسي اتحاده د ایستل کېدو خبره نه ده تائید کړې.
خو خبره یوازې د مولانا فضل الرحمن د ګوند نه ده، بلکې ویل کېږي چې د عوامي نشنل ګوند مشران هم په دې اتحاد کې د محسن دوړ له ګډون سره اختلاف لري.
هېره دې نه وي چې محسن دوړ یو مهال د عوامي نشنل ګوند غړی او د ځوانانو د څانګې مشر هم پاتې شوی.
خو کله چې د پښتون ژغورنې غورځنګ رامنځته شو او په پښتونخوا او د پاکستان نورو ښارونو کې یې ګڼ شمېر ملاتړي پیدا کړل نو څه موده وروسته عوامي نشنل ګوند د محسن دوړ په ګډون د دې ګوند د ځینو مهمو مشرانو غړیتوب لغوه کړ.
شنونکي وایي، عوامي نشنل ګوند او د مولانا فضل الرحمن جمعیت علمای اسلام دواړه د پښتون ژغورنې غورځنګ ته د یوې سیالې ډلې په توګه ګوري او وېره لري چې په اوږد مهال کې به د دوی ګڼ ملاتړي او خواخوږي له غورځنګ سره ملګري شي.








