میرانشاه کې د غورځنګ جلسه

د ویډیو تشریح، میرانشاه کې د غورځنګ جلسه

د پښتون ژغورنې غورځنګ نن د شمالي وزيرستان مرکز ميرانشاه کې يوه لویه غونډه کړې وه. لسګونه زره خلکو ته د دغه غورځنګ بېلابېلو مشرانو ويناوې وکړې. منظورپښتون وويل غورځنګ يې لا اوس هم تاند دی او خپله مبارزه به روانه ساتي. ده وويل حکومت دې د هدفي وژنو مخنيوي کې کوټلي ګامونه واخلي. نور حال د حفیظ الله معروف رپوټ کې: