علي خامنهيي: پر ایران برید به سیمهییزه جګړه پېښه کړي

د عکس سرچینه، Tasnim
د تهران او واشنګټن ترمنځ د کړکېچ په زیاتېدو سره، د ایران مذهبي مشر ایتالله علي خامنهيي امریکا ته خبرداری ورکړی چې له ایران سره هر ډول نوې جګړه به سیمهییزه وي. د اسلامي جمهوریت مشر وویل: "امریکایان دې پوه شي چې که جګړه پیل کړي، دا ځل به جګړه سیمهییزه وي." د ایران د ملي راډیو ټلویزیون د راپور له مخې، ښاغلي خامنهيي په امام خمیني حسینيه کې د "خلکو یوې لویې ډلې" ته وینا کوله.
هغه وویل: "دا چې کله کله د جګړې خبرې کوي او د الوتکو او کښتیو یادونه کوي، دا نوې خبره نه ده" او "په تېر کې هم امریکایانو په ځلونو په خپلو خبرو کې ګواښونه کول او ویل به یې چې د جګړې په ګډون ټول غوراوي پر مېز دي." د ایران د اسلامي جمهوریت مشر د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ ته په اشارې سره زیاته کړه: "اوس دا ښاغلی هم په پرله پسې ډول ادعا کوي چې کښتۍ مو راوستلې او... د ایران ملت باید له دې څه ونه ډار شي، د ایران خلک له دې ګواښونو نه اغېزمنېږي." ښاغلي خامنهيي ټینګار وکړ چې ایران د جګړې پیلوونکی نه دی او پر کوم هېواد د برید تکل نه لري، خو "د ایران ملت به د هغه چا پر وړاندې چې بریدونه پرې وکړي او یا یې وکړوي، ټینګ ګوزار ورکړي."
ټرمپ: ایران پر "جدي مذاکراتو" بوخت دی

د عکس سرچینه، EPA
د ایتالله علي خامنهيي له څرګندونو وړاندې، د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ اعلان وکړ چې په سیمه کې د متحده ایالاتو د پوځي ځواکونو له پیاوړي کېدو وروسته، ایران په "جدي مذاکراتو" بوخت دی. د امریکا ولسمشر هیله وښوده چې مذاکرات به یوې "د منلو وړ" پایلې ته ورسېږي. د ایران د ملي امنیت د عالي شورا منشي علي لاریجاني هم تایید کړې چې د مذاکراتو اډانه د پرمختګ په حال کې ده.
ټرمپ له دې وړاندې ایران د اټومي غوښتنو او د حکومت ضد لاریونوالو د ځپلو له امله پر پوځي ګوزار ګواښلی و.
تمه کېږي چې ایران نن یکشنبه (د فبرورۍ لومړۍ نېټه) په هرمز تنګي کې د جنګي مرمیو په ویشتلو سره دوه ورځنی سمندري تمرین پیل کړي؛ هغه سیمه چې د نړۍ د کښتیو یو له مهمو لارو او د انرژۍ د تامین لپاره حیاتي لاره ګڼل کېږي.
د نړۍ د تېلو سوداګریزي شاوخوا پنځمه برخه له دې لارې تېرېږي. دغه لار یو ځای کې د ایران او عمان ترمنځ شاوخوا ۳۳ کیلومتره پلنوالی لري. ایران پخوا ګواښ کړی و چې د برید په حالت کې به دا تنګی وتړي.
متحده ایالاتو ایران ته په سیمه کې د خپلو ځواکونو نږدې د هر ډول "ناارامه او نا مسلکي چلند" په اړه خبرداری ورکړی دی. امریکا د خپلو ځواکونو د پیاوړتیا په موخه د "یوایسایس ابراهیم لینکن" الوتکې وړونکې بېړۍ سیمې ته لېږلې او د امریکا مرکزي قومندانۍ (سنتکام) تېره اونۍ اعلان وکړ چې دغه بېړۍ په عرب سمندر کې په عملیاتو بوخته ده.
د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي په غبرګون کې وویل: "د امریکا پوځ اوس هڅه کوي دا ووايي چې زموږ ځواکمن وسله وال ځواکونه باید څنګه په خپله خاوره کې نظامي تمرینات ترسره کړي."
د شنبې پر ورځ (د جنوري ۳۱مه) په ایران کې د دوو چاودنو رامنځته کېدو اندېښنې راوپارولې. سیمهییزو چارواکو اعلان وکړ چې د بندر عباس په بندري ښار کې په یوه ودانۍ کې چاودنه چې له امله یې یو تن مړ او ۱۴ نور ټپیان شول، د غازو د خپرېدو له امله وه. تسنیم خبري اژانس په دغه چاودنه کې د سپاه پاسداران د یوه سمندري قوماندان د په نښه کېدو په اړه د ټولنیزو رسنیو راپورونه رد کړل. د "تهران ټایمز" ورځپاڼې د راپور له مخې، د ایران په سوېل لوېدیځ کې په اهواز ښار کې هم یوې بلې چاودنې لږ تر لږه څلور تنه وژلي چې سیمهییزو چارواکو یې علت بیا هم د ګازو خپرېدل ښودلي.
د پنجشنبې پر ورځ ټرمپ وویل چې ایران ته یې پیغام ورکړی چې د امریکا د پوځي ګام د مخنیوي لپاره باید دوه کارونه وکړي: "لومړی، اټومي وسله جوړه نه کړي. دویم، د لاریونوالو وژنه بنده کړئ."
د ترهګرو سازمانونو په نوملړ کې د سپاه پاسداران د ورګډولو په اړه د ایران د پارلمان غبرګون
د ایران د پارلمان مشر محمد باقر قالیباف د ننۍ غونډې (فبرورۍ ۱) پر مهال وویل: "د ترهګر سازمان په توګه د سپاه د اعلان پر وړاندې د متقابل اقدام د قانون د اوومې فقرې له مخې، د اروپايي هېوادونو پوځونه ترهګره ډله ګڼل کېږي او د دې ګام پایلې به د اروپايي ټولنې پر غاړه وي." ښاغلي قالیباف وویل: "اروپایانو په سپاه باندې د برید هڅې سره چې پخپله اروپا ته د ترهګرۍ د خپرېدو په وړاندې تر ټولو لوی خنډ و، په حقیقت کې پر خپلو پښو ډزې وکړې." د هغه په وینا، د اروپايي ټولنې دا "نا مسؤلانه ګام" د "امریکا د ولسمشر د حکمونو په پیروي" او د اسرائیل په لارښوونه و چې "به راتلونکي نړیوال نظم کې د اروپا د بې ارزښته کېدو لاره ګړندۍ کړي."

د عکس سرچینه، tasnimnews
اروپايي ټولنې د پنجشنبې پر ورځ (د جنورۍ ۲۹مه) اعلان وکړ چې د ایران د انقلابي ګارډ (سپاه پاسداران) یې "په هغه هېواد کې د لاریونوالو د سخت ځپلو په غبرګون کې" د ترهګرو سازمانونو په نوملړ کې ځای کړی دی. د اروپايي ټولنې دا وروستی ګام د اسلامي جمهوریت د ډېرو چارواکو له سخت غبرګون سره مخ شو. ایراني رسنیو راپور ورکړی چې نن (فبروري ۱) د ایران د پارلمان استازو د اروپايي ټولنې د ترهګرو ډلو په نوملړ کې د سپاه پاسداران د شاملولو په غبرګون کې او له دغه نظامي بنسټ د ملاتړ لپاره په پارلمان کې د سپاه په جامو کې حاضر شوي وو. تسنیم خبري اژانس هم لیکلي چې د پارلمان د مشرتابه پلاوي پر ځای یو لیکدړه لګول شوی و چې پرې لیکل شوي و: "سپاه د نړۍ تر ټولو لوی د ترهګرۍ ضد سازمان دی." د استازو د وینا پر مهال هم ځینې شعارونه لکه "اروپا وشرمېږئ" ورکول کېدل.
د بشري حقونو د فعالانو یوه خبري اژانس (هرانا) اعلان کړی چې د ډسمبر په وروستیو کې د ناارامیو له پیل راهیسې یې د څه باندې ۶۳۰۰ کسانو وژل تایید یې کړي او د ۱۷ زره نورو راپور شويو مړینو په اړه څېړنې کوي. په ناروې کې مېشتې یوې بلې ډلې «د ایران د بشري حقونو سازمان» (IHR) خبرداری ورکړی چې وروستۍ شمېره ښايي له ۲۵ زرو هم واوړي. لاریونوالو بي بي سي ته ویلي چې د امنیتي ځواکونو لخوا دا وژونکې بڼه ځپل د دوی له پخوانیو تجربو سره ورته والی نه لري. ښاغلي خامنهيي په خپلو ننیو خبرو کې لاریونوال پر پولیسو، سپاه پاسداران او نورو مرکزونو لکه بانکونو او جوماتونو په بریدونو تورن کړل. تسنیم د هغه له قوله ولیکلي: "کودتا وځپل شوه."








