BBC News, پښتو - کور پاڼه

مهم خبرونه

  • مجاهد

    د "داعش" له اړخه اندېښنو ته غبرګون: مجاهد وايي افغانستان کې "هېڅ بهرنۍ او خپل‌سرې ډله" نشته

    د طالبانو حکومت ویاند ذبیح‌الله مجاهد په افغانستان کې د امنیت او په دغه هېواد کې د وسله‌والو ډلو حضور په اړه د ملګرو ملتونو امنیت شورا کې راپورته شوې اندېښنې "بې‌ ځایه" وبللې. هغه نن پنجشنبه پر ایکس یوه پیغام کې لیکلي، "موږ اطمینان ورکو چې افغانستان امن دی، دلته هېڅ بهرنۍ او خپل‌سرې ډله شتون نه لري." د طالبانو حکومت ویاند ذبیح‌الله مجاهد ویلي، افغانستان امن دی او هېڅ بهرنۍ خپلسرې ډله پکې نشته. یوه ورځ ورمخکې د افغانستان له نږدې ګاونډیو پاکستان او چین رانیولې، تر ملګرو ملتونو، امریکا او بریتانیا پورې بېلابېلو استازو افغانستان کې د داعش-خراسان حضور ټولې سیمې او نړۍ ته "جدي خطر" بللی و.

  • شهباز شریف په فکر کې ناست دی او پر خپل چپ لاس یې سر تکیه کړی دی.

    پر هند د شهباز شریف تورونه؛ د بلوچستان بریدونو په اړه وروستي جزیات څه دي؟

    د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف پر هند تور پورې کړی چې ګواکې په دغه هېواد کې یې د "ترهګرۍ د خپرولو لړۍ دوام لري" او دغه کار اوس د خپلو "نیابتي ډلو" پر مټ کوي. دا هغه دعوه ده چې هند په وار وار رد کړې ده. په همدې حال کې د پاکستان پوځ د عامه اړیکو ادارې یا (ای‌اېس‌پي‌ار) ادعا کړې چې په بلوچستان کې یې د وسله‌والو پر ضد عملیاتو کې "۲۱۶ وسله‌وال" وژلي دي. بلخوا بي‌اېل‌اې نن د خپلو ځینو وژل شوو غړو او ځانمرګو بریدګرو عکسونه خپاره کړي چې بیا هم یوه ښځه پکې ده.

  • یوه مېرمنه د خندا حالت کې له اوښ سره ولاړه ده.

    سعودي اوښانو ته پاسپورت ورکوي: د نبوي جومات له بنسټ تر ملي نښانه د اوښ تاریخي ارزښت

    سعودي عربستان اعلان کړی چې د دغه هېواد میلیونونو اوښانو ته پاسپورټونه ورکوي. چارواکو ویلي، له دې کاره موخه د هېواد د دغو ارزښتناکو رمو په ښه اداره کولو کې مرسته ده. د سعودي چارواکو په وینا، دا نوښت به په دې برخه کې د اوښانو پالنه او اغېز زیات کړي او د څارویو د هویت او مالکیت په اړه به یو باوري معلوماتي پانګه رامنځته کړي.

  • ټرمپ او خامنه‌اي په جلا دوو عکسونو کې ښکاري.

    د امریکا مرستیال ولسمشر: د ټرمپ او خامنه‌اي مخامخ خبرو نه کولو مذاکرات "پېچلي" کړي

    د امریکا مرستیال ولسمشر جې‌ډي وېنس ویلي دي چې د ډونلډ ټرمپ او د ایران د ستر مذهبي مشر ایت‌الله خامنه‌اي ترمنځ د مخامخ خبرو نه کېدو مذاکرات "پېچلي او کمزوري" کړي. ښاغلي وېنس له امریکايۍ خبریالې او د (سیروس اېکس‌اېم) شبکې له کوربنې مېګن کېلي سره په مرکه کې ویلي چې، "د ایران اصلي پرېکړه کوونکی خامنه‌اي دی" او په وینا یې، د دغه هېواد ولسمشر په تصمیم‌نیونه کې "چندان رول" نه لري.

لنډې ویډیوګانې

  • WHO representative in Afghanistan
  • ژغورل شوی افغان ماشوم
  • zombie
  • محبوب خان
  • شفیقه خپلواک
  • baluch
  • Tira
  • واوره
  • غانم المصاریر

ځانګړي مطالب

  • کریکت

    د افغان لوبغاړو ځورونه: "په وټس‌اپ له ۴ زره ډېرې ښکنځلې رالېږل شوې"

    د بي بي سي د حقیقت موندنې څانګې د افغانستان د کرېکټ او فوټبال د ملي لوبډلو په تړاو په یوه بې سارې څیړنه کې دې ته کتنه کړې چې د لوبو د مینه‌ والو توندې خبرې او ان ځینې وخت د دوی سپکاوی څومره په لوبغاړو اغېز کوي. ډېر کله لوبغاړي هغه وخت د خلکو له سخت غبرګون سره مخامخ کېږي چې لوبډله لوبه وبایلي او یا په فردي توګه یو لوبغاړی ښه ونه ځلېږي.

  • File image of Jeffrey Epstein

    جېفري اېپسټين څوک و؟ هغه بدنام شتمن چې ځواکمن ملګري یې لرل

    اېپسټين د ۲۰۱۹ کال د اګسټ پر ۱۰مه د نيويارک د يوه زندان په کوټه کې ومړ. نوموړی د جنسي قاچاق د تورنو له کبله له ضمانت پرته محاکمې ته په انتظار و. دی څه باندې لس کاله وروسته له هغه ومړ چې له یوې کم عمره نجلۍ د فحشا غوښتنې په جرم محکوم شوی او له همدې کبله د جنسي مجرم په توګه ثبت شوی و.

  • نینا لا هم د OCD سره ژوند کوي مګر زده کړې یې کړې چې څنګه یې په ښه توګه اداره کړي

    ' لسو کلونو کې مې د او سي ډي تشخیص وشو' د رواني اختلال نښې څه دي؟

    که زه موټر له کوم ځای سره ټکر کړم؟ " دا ډول ناڅاپي، ګډوډوونکي او ناسازه فکرونه د مزاحمو فکرونو په نوم یادېږي. ډېر خلک یې کله ناکله تجربه کوي او بیا یې هېر کړي. خو ځینې کسان دومره اغېزمنوي چې دا فکرونه په ژورو اندېښنو واوړي.

  • ایران

    بووټ عملیات: کله چې امریکا او برېتانیا په ایران کې کودتا تنظیم کړه

    په تهران کې د ۱۹۵۲ کال اګست ۱۵مه نیمه شپه یوه خورا مهمه پېښه کېدونکې وه. په دې شپه له سرتېرو یوه ډکه لارۍ د یوه پټ ماموریت لپاره ووتله او هدف یې دا و، چې د هغه وخت لومړی وزیر محمد مصدق ونیسي. سرتېري نه پوهېدل، چې د محمد مصدق وفادارو افسرانو ته معلومات ورکړل شوي وو، چې دا د دې ډلې د نیول کېدو لامل شو. همدا پېښه بیا د داسې لویو پېښو لامل شو، چې د دې هېواد تاریخ یې بدل کړ.

افغانستان لپاره د بي‌بي‌سي ټلوېزیوني خپرونې

بي‌بي‌سي نیوز افغانستان چې د سپوږمکۍ (سټلایټ) له لارې خپرېږي، د افغانستان، سیمې او نړۍ پر سیاست، اقتصاد، کلتور، لوبو او ټولنیزو چارو پام ساتي. دا خپرونې پر پښتو او دري ژبو خپرېږي .

روغتیا

غواړئ چې انټرنېټ مو ډېر مصرف نشي؟

د وېب‌سایټ هغه بڼه ولولئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي.

تازه خبرونه واورئ

  • راتلونکې برخه واورئ , دویمه سترګه, ۱۵:۰۰, ۵ فبروري ۲۰۲۶, ۳۰،۰۰ موده

    ماښامنۍ خبري راډيويي خپرونه

  • واورئ, خبرهای نیمه روز, ۱۳:۰۰, ۵ فبروري ۲۰۲۶, ۱۴،۳۰ موده

    تازه ترین اخبار از افغانستان، منطقه و جهان

  • واورئ, غږیز کتاب, ۱۱:۰۰, ۵ فبروري ۲۰۲۶, ۲۹،۳۰ موده

    خوشحال خان خټک د خپل شعر په نړۍ کې ـ د خوشحال خټک د شعرونو غږيز کتاب پر بي بي سي راډیو د داود جنبش او زمزمې نيازۍ په غږ کې.

  • راديويي څپې

    نړۍ دا وخت

    د بي بي سي پښتو ټلویزیوني خپرونه چې هره ورځ د افغانستان په شپږ بجو په ژوندۍ بڼه خپرېږي.

    تر ټولو ډېر لوستل شوي