د افغان لوبغاړو ځورونه: "په وټساپ له ۴ زره ډېرې ښکنځلې رالېږل شوې"

د عکس سرچینه، Getty Images
- Author, ندیم اشرف
- دنده, د بي بي سي افغانستان د حقیقت موندنې څانګه
د بي بي سي د حقیقت موندنې څانګې د افغانستان د کرېکټ او فوټبال د ملي لوبډلو په تړاو په یوه بې سارې څیړنه کې دې ته کتنه کړې چې د لوبو د مینه والو توندې خبرې او ان ځینې وخت د دوی سپکاوی څومره په لوبغاړو اغېز کوي.
ډېر کله لوبغاړي هغه وخت د خلکو له سخت غبرګون سره مخامخ کېږي چې لوبډله لوبه وبایلي او یا په فردي توګه یو لوبغاړی ښه ونه ځلېږي.
موږ په دې ریپوټ کې د کرېکټ او فوټبال له لوبغاړو او روزونکو سره خبرې کړې دي او په ورته وخت کې مو په خواله رسنیو د مینه والو له غوسې او سپکاوي ډکې څرګندونې څېړلې چې آن ډېر وخت له خصوصي حریم ورتېرېږي او تر ښکنځلو رسېږي.
د خلکو تونده ژبه او سختو کلمو د ځینو لوبغاړو لوبيز ژوند اغېزمن کړی او ځینې یې دې فکر ته اړ کړي چې له لوبو لاس په سر شي.
ډېر کله د لوبو پر مهال د یوه لوبغاړي د نه ځلېدو او یا د لوبډلې د ماتې پر وخت د افغانستان د لوبو مینه وال نیوکې کوي.
د مینه والو تر منځ په خپل منځي تودو بحثونو کې په لوبه تبصرې کېږي، د خواله رسنیو په بېلا بېلو پلټ فارمونو په ژوندۍ بڼه خبرې وي او لیکل شوي نظرونه خپرېږي.
ایکس (پخوانی ټویټر)، فیسبوک، انسټګرام او ټیک ټاک هغه ځایونه دي چې خلک پکې خپل نظرونه خپروي.
ډېر کله پر یوټیوب د خپرېدونکو ژوندیو لوبو پر مهال هم په تبصرو کې د کاروونکو نامناسبې کلمې اوریدل کېږي.
بي بي سي په دوو اونیوو کې د افغان کرېکټ او فوټبال د څارونکو زرګونه له غوسې ډکې تبصرې ولیدې.
دې کې ځانګړو لوبغاړو ته ښکنځلې، د لوبې د بایللو له امله څو او یا ټولو لوبغاړو ته توندې خبرې، ادارې ته ښکنځلې، د یوه خاص لوبغاړي په نخښه کېدل چې له نورو ډېر لیکل ورپسې کېږي، د لوبغاړو د قوم او ځای له امله سختې خبرې، د جامو او د خبرو د طرز له کبله نیوکې، ملنډې، ښېراوې، د عزت او غیرت پېغورونه، په خیانت تورنول، او د لوبغاړو کورنیو ته سپکې سپورې ویل شامل وو.
ښايي ګڼو تبصره کوونکو ته د خپلو داسې تبصرو اغېز نه وي معلوم، خو بي بي سي ته څرګنده شوه چې لوبغاړي او د لوبغاړو کورنۍ یې له رواني اړخه ډېر ځپلي دي.

د عکس سرچینه، Afghanistan Football Federation
پر لوبغاړو څومره اغېز کوي؟
بي بي سي د کرېکټ او فوټبال له څو لوبغاړو او روزونکو سره خبرې وکړې.
ټولو یې وویل چې د خلکو توند غبرګون پر دوی اغېز کوي.
دوی ټولو ټينګار وکړ چې نیوکې او تبصرې د خلکو حق دی، خو تر سپکو سپورو باید ونه رسېږي.
د کرېکټ ملي لوبډلې لوبغاړي فرید ملک بي بي سي ته وایي، خلک نه پوهېږي چې دا چلند یې لوبغاړي او کورنۍ څومره خپه کوي.
دی وايي نه یوازې ده ته بلکې کورنۍ ته یې هم ښکنځلې کېږي.
ان تر دې چې خلکو یې د موبایل شخصي شمېرو ته لاسرسی پیدا کړی او پر وټس اپ ورته پیغامونه لېږي.
"په یوه ورځ له ۴۰۰۰ ډېرې ښکنځلې په غږیزه بڼه زما وټس اپ ته رالېږل شوې وې."
زموږ د څېړنو په پایلو کې معلومه شوه چې د همدې لوبغاړي (فرید ملک) شمېره پر فیسبوک خپره شوې او له خلکو غوښتل شوي وو چې سپکوونکي پیغامونه ورته ولېږي.
په همدې تړاو یوه پوسټ ته څو کسانو لیکلي وو چې پیغامونه یې ورته لېږلي او "زړه یې یخ کړی."
خو د غوسه شویو څارونکو د زړه یخېل لوبغاړي آن د خپل لوبیز ژوند په تړاو فکر ته اړ کړي چې څنګه او څه وخت له لوبو لاس په سر شي.
د کرېکټ ملي لوبډلې یو لوبغاړی په دې اړه وايي: "په خدای قسم ایینې ته ولاړ وم، ځان مې له نورو سره پرتله کړ. په ژور فکر کې وم او ومې ویل چې نور له کرېکټه استعفا کوم. څوک چې زما د فیسبوک اکاونټ کاروي، هغه ته مې وویل چې د استعفا لپاره لیکل راته وکړي، خو هغه قناعت راکړ چې داسې باید ونه کړم."
د سختو نیوکو له امله د افغان کرېکټ ستوری راشد خان دې ته اړ شوی چې پر ځینو پوسټونو د خلکو د تبصرو لیکلو مخه ونیسي.
موږ ته ځینو لوبغاړو او راشد خان ته نږدې کسانو وویل چې په وروستیو کې د نیوکو او د ده په اړه د ډول ډول تبصرو له امله راشد خان له سخت رواني فشار سره مخامخ دی.
خپله راشد خان په دې اړه څه نه دي ویلي.
د دې اغېز یوازې پر لوبغاړو نه دی، بلکې پر ادارو یې هم اغېز کړی دی.
د ملي لوبډلې څو لوبغاړو بي بي سي ته وویل چې ځینې وخت کرېکټ بورډ د خلکو د غبرګون له ویرې ځینې لوبغاړي لوبډلې ته غوره کوي او ځینې چې له وړاندې له نیوکو سره مخامخ دي، له لوبډلې لېرې کوي.

د عکس سرچینه، Getty Images
یوه لوبغاړي چې نه غواړي نوم یې واخلو وویل "د خلکو خبرو زما کرېکټ یې له لوی جنجال سره مخامخ کړی دی. د چل ول او پروپاګنډ په زور په چارواکو د خلکو اغېز دی. چارواکي او لوبډلمشر ممکن تر دې اغېز لاندې راشي. خو خلک او سیستم دواړه باید حقایق وګوري."
د خلکو غوسه د کرېکټ او فوټبال د لوبغاړو تر منځ د یوې اساسي ویرې په توګه بدله شوې ده.
دغو دواړو ملي لوبډلو کې ښکېلو کسانو بي بي سي ته وویل چې لوبغاړي له دې وېره لري چې د خلکو بدې خبرې او منفي هدف ګرځول، ممکن د دوی لوبیز ژوند له ګواښ سره مخامخ کړي.
خو د فوټبال او کرېکټ اړوند ادارو تل ویلي دي چې د کوم لوري تر اغېز لاندې نه راځي او تل استعداد او اړتیا ته کتل کېږي.
د افغانستان د فوټبال ملي لوبډلې پخواني روزونکي انوش دستګیر بي بي سي ته وویل، لوبغاړو له وړاندې د خلکو نیوکو ته ځانونه چمتو کړي وي، خو ښکنځلو او خصوصي حریم ته نه:
"ښکنځلې د لوبغاړو انګېزه له منځه وړي او په روحي ډول یې سخت ځپي. په لوبغاړو کې وېره پیدا کوي او وايي چې که غلطي وکړم، نو بیا به د خلکو له ښکنځلو سره مخامخېږم."
انوش دستګیر چې کلونه یې د افغانستان له فوټبال سره د روزونکي په توګه تېر کړي وايي، د خلکو منفي غبرګون د افغانستان د فوټبال په لوبغاړو سل سلنه اغېز کړی دی. د ده په وینا د خپلې دندې پر مهال یې هڅه کوله چې د خلکو فکر د لوبغاړو پر ځای ده ته وي چې لوبغاړي له روحي اړخه ارام وي.
ښاغلی دستګیر وايي "ما د خلکو د سپکو سپورو خوله خپلې خواته راواړوله. هرې مرکې ته به زه تلم، د هرې تېروتنې مسؤلیت به ما اخیست. ما به ویل چې لوبې ګټو او اسیا جام ته لاره پیدا کوو. یوازې د دې لپاره چې لوبغاړي له ذهني فشاره خلاص شي."

انوش دستګیر د افغانستان د لوبو په ډګر کې یو له هغو کسانو و چې په خواله رسنیو کې له سختو نیوکو سره مخامخ و.
د فوټبال ملي لوبډلې یوه لوبغاړي هم بي بي سي ته ومنله چې د خلکو تونده ژبه پر دوی اغېز کوي او خپه کوي یې.
دغه لوبغاړی چې د نوم نه اخیستو په شرط یې بي بي سي سره خبرې کولې وویل د خلکو تمې زیاتې وي:
"نیوکې باید وشي، خو بد الفاظ ښه نه دي. لوبغاړي تر وروستي بریده زحمت کاږي او تمه لري چې خلک یې وهڅوي."
د کرېکټ ملي لوبډلې یو بل لوبغاړی وايي چې خلک ممکن له مینې او احساساتي کېدو له کبله بد ووايي یا ولیکي، خو په دې نه پوهېږي چې دا پر لوبغاړو څومره اغېز کوي.
ځینو لوبغاړو د فیسبوک کارول پراېښي

د افغانستان د کرېکټ ملي لوبډلې ځینې لوبغاړي وايي د خلکو د چلند له امله په ځانګړې توګه فیسبوک تر پخوا لږ کاروي.
زموږ د معلوماتو له مخې، ډېرو لوبغاړو د خواله رسنیو د فعاله ساتلو لپاره ځینې کسان ګومارلي چې ورته ویې کاروي.
د کرېکټ د ملي لوبډلې یوه بل لوبغاړي وویل که څه هم لوبغاړي له فېسبوکه لېرې تښتي خو هغه چې له ډېرو نیوکو سره مخامخ دي، د خلکو د ذهنیت معلومولو او دلایلو لپاره "حتا پر یوه لیکنه کمنټونه هم لولي."
تر ډېره افغانانو ته د نیوکو اصلي ځای فیسبوک او ټیک ټاک دي.
د کرېکټ او فوټبال ملي لوبډلې لوبغاړي تر ډېره انسټاګرام ګوري.
د شخصي اړیکو لپاره "وټس اپ او سنپ چټ" په څېر اپلیکېشنونه کاروي.
د ملي لوبډلې له منځه یوه لوبغاړي بي بي سي ته وویل چې هغه لوبغاړي د فیسبوکي ښکنځلو له امله ډېر ځورېږي چې یو وخت "خلکو هڅولي وي او ناڅاپه یې پر وړاندې نظر" بدل شوی وي.
له لوبغاړو او د دوی له کورنیو سره د خبرو پایله کې موږ ته معلومه شوه چې کورنۍ هم اغېزمنې دي.
د کرېکټ ملي لوبډلې د یوه لوبغاړي ورور وايي، "کله یې چې ورور پسې خلک ښکنځلې کوي او ټوله کورنۍ یې یادوي، ډېر زور غواړي. موږ حوصله کوو. زموږ پلار او همدا لوبغاړی ورور مو راته وايي چې غبرګون به نه ښیئ. پلار مو فیسبوک ته نه پرېږدو او منفي خبرو له امله زموږ کورنۍ اغېزمنه ده. ډېر مایوسه کېږو."
د فوټبال او کرېکټ دواړو لوبغاړو بي بي سي ته وویل چې په ناسته پاسته کې ډېر پام کوي چې د خلکو هدف نه شي او ډېر کله هڅه کوي چې له "داسې مسایلو لرې وګرځي چې سبا بیا خلک ورپسې خبرې او ښکنځلې وکړي. ټولنیز ژوند یې اغېزمن شوی."
"خلک د خلکو خبرې ورسره بدرګه کوي"
موږ چې له څومره لوبغاړو سره خبرې کړې دي، ټولو یې ویلي "خلک له لوبو سره مینه لري، احساساتي کېږي، له خپلو لوبغاړو تمه لري."
خو چې کله کوم لوبغاړی ښه نه ځلېږي او له نیوکو سره مخامخېږي، خلک یې د دې پر ځای چې هر اړخیز ورته وګوري، د نورو خلکو د خبرو تر اغېز لاندې راځي او په همدې ٬٬کمپاین،، کې برخه ورسره اخلي.
کابل مېشتی ارواپوه شرف الدین عظیمي وايي پر لوبو نیوکه کوونکو او لوبغاړو ته بد ویونکي د مسوولیت احساس نه کوي او ډاډه دي چې د هر ډول څرګندونو سزا نه ورکول کېږي.

د عکس سرچینه، Getty Images
ځینو لوبغاړو بي بي سي ته وویل چې ځینو لوبغاړو د خلکو د وېرې له امله داسې کسان ګومارلي چې تل د دوی په تړاو مثبت نظر خپور کړي.
دا ښايي ډېرو ته هېښوونکې وي، خو دغه لوبغاړي ادعا کوي چې: "د سوشیل میډیا له انفلوینسرانو سره یا هغه خلک چې تل پر کرېکټ خبرې کوي، خلک یې خبرې ته غوږ ږدي او ډېر څارونکي لري، ځینې لوبغاړي ورسره ملګرتیا لري. د دې لپاره ورسره ملګرتیا کوي چې څه ورپسې ونه وايي."
برعکس، دا ادعا هم شته چې د ځینو لوبغاړو د هدف ګرځولو لپاره په قصدي توګه کمپاین کېږي چې مشخص لوبغاړی په ذهني ډول خراب کړي او د خلکو پر وړاندې منفي معرفي شي.
د کرېکټ یوه ستوري لوبغاړي بي بي سي ته وویل چې هیڅ وخت نه غواړي د رسنیو خولې ته ځان ورکړي. ده زیاته کړه چې ځینې نیوکه کوونکې همدې ته "چمتو ناست وي، نو ولې مې په خلکو ښکنځئ."
خلک ولې داسې چلند خپلوي؟
ارواپوه شرف الدین عظیمي وايي، د لوبغاړو پر وړاندې د خلکو له کرکې ډکې څرګندونې چې تر منفي کلمو رسېږي، له رواني ستونزو راپیدا کېږي.
دی وايي "هغه خلک چې منفي او بد الفاظ کاروي، په خپل ژوند کې تر فشار لاندې وي، د خپل بام واورې په نورو اچوي. اصل کې بله ستونزه لري خو غوسه په لوبغاړو سړوي."
ښاغلي عظیمي افغانستان کې د خواله رسنیو د قانون نشتوالي ته هم اشاره وکړه چې تر ډېره په لوبغاړو پسې هر ډول نظر ویونکي د څار او پوښتنې احساس نه کوي او پوهېږي چې څوک ورته څه نه وايي.
"د دروغجن شهرت احساس کوي. په احساساتو کنټرول نه لري او پوهېږي چې څوک پوښتنه ورنه نه کوي."
ښاغلی عظیمي زیاتوي: "د خلکو ښکنځلې او بد چلند لوبغاړو ته وېره پیدا کوي، په ژور خپګان اخته کېدی شي او له لوبې یې تمرکز اوړي. نه یوازې لوبغاړي، بلکې کورنیو ته یې هم اندېښنې پیدا کوي او ګوښه کوي یې."
دا هغه څه دي چې ډېرو لوبغاړو له بي بي سي سره په خبرو کې تایید کړې ده. د لوبغاړو تر څنګ د دواړو لوبډلو له روزونکو هم راسره ومنله چې د خلکو د چلند له امله لوبغاړي په رواني ډول اغېزمن شوي دي. دوی وايي افغان مینه وال یوازې بری او ښه لوبه غواړي خو دا تل ممکن نه وي.


















