د لیبیا لویه څارنوالي: د سیف الاسلام قذافي د مرګ پېښه پلټي

د عکس سرچینه، Reuters
د لیبیا پلازمېنه طرابلس کې لوی څارنوالۍ د چهارشنبې پر ورځ اعلان وکړ چې د پخواني مشر معمر القذافي د زوی، سیف الاسلام قذافي د وژل کېدو په اړه یې څېړنې پیل کړې دي او تایید یې کړه چې هغه په ډزو وژل شوی دی.
د لوی څارنوال دفتر په یوه اعلامیه کې ویلي چې د عدلي طب د ډاکټرانو او پلټونکو یو ډلګۍ یې "زنتان" ښار ته لېږلی او هلته یې د سیف الاسلام جسد معاینه کړی دی. هغه چې د اوږدې مودې لپاره د خپل پلار احتمالي ځایناستی ګڼل کېده. په هغه بیان کې چې پر فیسبوک کې خپور شوی، راغلي: "معایناتو ثابته کړه چې قرباني د ډزو له امله وژونکې ټپونه درلوده."
وینا کې ټینګار شوی چې "جنايي پلټنې پیل شوي چې شکمن کسان وپېژندل شي او پر وړاندې یې قضايي دعوه وشي."
د فرانس پریس خبري اژانس د راپور پر بنسټ، د سیف الاسلام قذافي مدافع وکیل "مارسیل سیکالدي" اعلان کړی و چې سیف الاسلام د لیبیا په لوېدیځ، زنتان ښار کې په خپل کور کې "د څلورو کسیزې کمانډو ډلې لخوا وژل شوی دی." فرانسوي وکیل زیاته کړه چې "تر اوسه موږ د دې وسله والو پېژندګلوي نه ده کړې،" خو دا یې روښانه کړه چې شاوخوا لس ورځې وړاندې ورته د سیف الاسلام نږدې کسانو د هغه د امنیتي اندېښنو په اړه خبر ورکړی و.
دا خبر وروسته له هغه مخې ته راغی چې د سیف الاسلام د سیاسي ډلې مشر "عبدالله عثمان" پر خپله رسمي پاڼه د هغه مړینه اعلان کړه او سیف الاسلام ته یې د "مجاهد" لقب وکاروه. یوې ځايي رسنۍ "لیبیا الاحرار" د عثمان له نکله وویل چې څلورو وسله والو "د امنیتي کامرو له پرې کولو وروسته د سیف الاسلام پر استوګنځي برید وکړ او هغه یې وواژه."
ځینو رسنیزو پاڼو چې ځانونه د معمر القذافي کورنۍ ته نږدې بولي، د پرلپسې لیکنو په خپرولو سره د هغه مړینه تایید کړې ده. که څه هم د لیبیا رسمي خبري اژانس دا خبر خپور کړی، خو په رسمي اعلان کې د مړینې د څرنګوالي په اړه څه نه وو ویل شوي.
د ۴۴۴ لوا غبرګون: د لیبیا خبري اژانس د "۴۴۴ لوا " له قوله هغه راپورونه "په کلکه" رد کړل چې ګواکې دا لوا په زنتان ښار کې په نښتو او د سیف الاسلام په وژنه کې لاس لري. دغې لوا پر خپله رسمي پاڼه وویل چې دوی په زنتان ښار کې هیڅ ډول پوځي ځواک یا حضور نه لري او نه هم ورته د سیف الاسلام د څار کوم امر شوی و.
سیف الاسلام قذافي څوک و؟
سیف الاسلام القذافي د ۱۹۷۲ کال د جون پر ۲۵مه په طرابلس کې زېږېدلی و. هغه د معمر قذافي د دویمې مېرمنې مشر زوی او د قذافي د نهو بچیانو له شمېرې دویم و. هغه په ۱۹۹۵ کې په معمارۍ زده کړو کې سند ترلاسه کړ او وروسته یې په ویانا او لندن کې زده کړې وکړې او په ۲۰۰۸ کې یې دوکتورا کچې زده کړې بشپړې کړې.
که څه هم هغه تل دا ردوله چې غواړي د پلار واک په میراث ورپاتې شي خو د ۲۰۱۱ کال له پاڅون وروسته د نړیوالې جنايي محکمې له لوري پر بشري ضد جنایتونو تورن شو. نوموړی په ۲۰۱۱ کې ونیول شو او په ۲۰۱۷ کې د بخښنې د قانون له مخې له زندانه خوشې شو. هغه په زنتان کې تر اوسه په ناڅرګند حالت کې پاتې و.

















