زومبي فنګس: د نوي کشف شوي ډول په اړه یې موږ څومره پوهېږو؟

د عکس سرچینه، Joao Paulo Machado De Araujo
- Author, اندري برنېټ
- دنده, بيبيسي نیوز، برازیل
ساینسپوهانو د برازیل د اټلانټیک ځنګل (د ریو دي جېنېرو په شاوخوا) کې د "زومبي فنګس" په نوم یو نوی ډول پېژندلی دی.
دا فنګس د خپل ارغواني رنګ او د موندنې ځای له امله "Purpureocillium atlanticum پپوریو سیلیم اتلانتیکم " نومول شوی او د بریتانیا د رویال بوټانیک ګارډنز، کیو لخوا په ۲۰۲۵ کې د نباتاتو یا فنګسي ډولونو د ۱۰ غوره نویو ډولونو له جملې وټاکل شو.
دا فنګس په ځانګړي ډول د غڼیو پر ناروغۍ تمرکز کوي، هغه چې په ځنګل کې د ښکار د نیولو لپاره کوچني جالونه یا تلکونه د دروازې سره جوړوي.
د "زومبي فنګس" اصطلاح د The Last of Us ویډیو لوبې او تلویزیوني لړۍ د خپرېدو وروسته مشهوره شوه.
خو دوی دقیقاً څه دي او د دې نوي ډول په اړه موږ څومره پوهېږو؟
د ځنګل په سطحه
فنګس په لومړي ځل د ۲۰۲۲ کال په نومبر میاشت کې د څېړونکو یوې ډلې لخوا راټول شو، چې په کې یو برازیلي مايكولوجیسټ (فنګس څېړونکي) جواو آراوجو او د ډنمارک د کوپنهاګن پوهنتون مرستیال پروفیسور شامل و.
هغوی د ځنګل پر سطحه یا ځمکه د فنګس څوکه ولیده او د چړې په مرسته مايكولوجیسټ آراوجو د هغه شاوخوا خاوره وکينده چې فنګس کاملاً راوباسي.
څېړنې وښودله چې پر دې فنګس یو ډول "ټراپډور" غڼې اخته شوې وه، چې لا دمخه مړه شوې وه. د فنګس میوه یي بدن راوتلی و - دا هغه ځنځیري تخمونه خوشي کوي چې نورې غڼې هم پرې اخته کوي.
فنګس څېړونکي آراوجو، چې د کیو ګارډنز د افتخاري همکار څېړونکی او د دې تازه مقالې لومړنی لیکوال هم دی، وايي:
"وروسته، کله چې ځنځیري تخمونه له بلې غڼې سره تماس پیدا کړي، نو د بدن بهرنی پوښ (اېکسواسکلیټن) سوری کوي چې هیمولیمف ته ورسېږي، هلته چې د موجود غړي او 'وینه' موجوده وي."
د غڼې حجرې تکثیرول پیلوي او ژر د غڼې بدن په بشپړه توګه تر خپل کنټرول لاندې راولي.
هغه زیاتوي: "فنګس داسې مواد خوشي کوي چې د کوربه له معافیت سیسټم سره مبارزه وکړي، چې په پایله کې د غڼې د مړینې سبب کېږي".

د عکس سرچینه، Allison Perrigo
فنګس څېړونکي آراوجو روښانه کوي چې ورته فنګسونه مخکې په جاپان، تایلنډ او متحده ایالاتو کې هم پېژندل شوي او د Purpureocillium atypicola په نامه یو ځای شوي وو.
خو د آراوجو د ډلې نورو تحلیلونو ښودلې چې ښايي د هغو نمونو جینیتیک او ځانګړتیاوو کې لږ توپیرونه موجود وو.
هغه وايي: "د نوې معلوماتو پر بنسټ، موږ وړاندیز کوو چې Purpureocillium atypicola په حقیقت کې د څو ډولونو یوه مجموعه ده، چې په دې کې Purpureocillium atlanticum هم شامل دی."
د دې ډول مفصلې څېړنې د ترسره کولو لپاره، څېړنډله په یوه نوې، لېږدوړ وسیلې تکیه وکړه چې ساینسپوهانو ته اجازه ورکوي په څېړنیز ډګر کې د ژوندیو موجوداتو جینیتیک ترتیب معلوم کړي.
د کیو ګارډنز فنګسي تاکسونومیسټ (طبقې پېژندنې څېړونکی) واسکو فاچادا، چې په دې وروستۍ څېړنه کې مستقیمه برخه نه لري، وايي:
"د دې ټیکنالوژۍ لویه ګټه دا ده چې د فنګس د تازهوالي پر مهال کارول کېدای شي."
هغه زیاتوي: "دا چې د فنګس نسج لا ژوندی دی، د لوړ کیفیت جینیتیک ترتیب او غوره څېړنې امکانات زیاتوي."
د کوربه کنټرول

د عکس سرچینه، Bloomberg via Getty Images
لسګونه هغه ډولونه چې په عامه توګه د "زومبي فنګس" په نوم پېژندل شوي، لا له وړاندې ساینس تشریح کړي دي.
تر ټولو مشهور یې "Ophiocordyceps اوفایو کودیسپس" دی، چې په "BBC Studios بي بي سي سټډیوس" مستند "Planet Earth پلنېټ ایرت" کې ښودل شوی او بریتانوي طبیعتپوه سر ډېوېډ اټنبر تشریح کړی و.
دا فنګس د حشراتو بدنونو ته ننوځي، لکه ځینې مچان او د دوی عصبي سیستم کنټرولوي، هغوی داسې ځای ته وړي چې د فنګس تخمونه په اسانۍ پکې خپاره شي.
دا د ویډیو لوبې او تلویزیوني لړۍ "The Last of Us دې لسټ اوف از" د خیالي نړۍ الهام هم شو - هلته چې د فنګس له امله د انسانانو ذهنونه کنټرول شوي او هغوی زومبيان شوي وو او تمدن یې له منځه تللی و.
آراوجو څرګندوي: " Purpureocillium فنګس د Ophiocordyceps فنګس په کورنۍ پورې اړه لري، نو هغوی نژدې خپلوان دي –ویلی شو چې د تربرونه/ترلې دي."
خو د حقیقت او افسانې ترمنځ پر ورتهوالي سربېره، اوس مهال د Purpureocillium atlanticum فنګس په اړه د اندېښنې کومه وجه نشته: دا یوازې پر "ټراپډور" غڼیو تمرکز کوي او ښکاري چې انسانانو یا نورو ډولونو ته هېڅ زیان نه رسوي.

د عکس سرچینه، Getty Images
یوه ناسپړل شوې نړۍ
د بریتانیا د رویال بوټانیک ګارډنز، کیو د ۲۰۲۳ کال راپور اټکل کوي چې په نړۍ کې شاوخوا ۲.۵ میلیونه فنګسي ډولونه شته، خو تر اوسه یوازې شاوخوا ۱۰٪ یې ساینس پېژندلي دي.
فاچادا ټینګار کوي: "د فنګسونو په اړه ډېر کار پاتې دی او ډېر، ډېر شیان لا ناپېژندل شوي دي".
پر دې پراخې رنګارنګۍ پوهېدل ممکن موږ سره د نن او سبا د ستونزو په حل کې مرسته وکړي.
آراوجو اټکل کوي: "فنګسونه په مستقیم ډول د انسان له روغتیا سره تړاو لري. د Purpureocillium مثال واخلئ؛ فکر وکړئ څو باکتریاوې، حشرات او نور فنګسونه ورسره د بقا لپاره سیالي کوي. نو باید ډېر ځواکمن انټيبیوټیکونه تولید کړي."
هغه زیاتوي: "د فنګسونو پر بنسټ د درملنې لپاره د نويو مرکباتو د تولید امکان خورا لوی دی، خو موږ ټول ډولونه ښه نه پېژنو".
فاچادا هم موافق دی: "او دا په هغه پېر کې چې د اقلیم بدلون مهم دی، لا هم اړونده کېږي، ځکه موږ باید داسې بدیلونه پیدا کړو چې دوامداره وي. هغه څه چې فنګسونه موږ ته وړاندیز کولی شي تقریباً نه انګېرل کېږي."
آراوجو په دې باور دی چې د نوې ټیکنالوژۍ او ویډیو لوبو له لارې د فنګس څېړنې ګړندۍ کېدای شي.
هغه په خوشحالۍ وايي: " The Last of Us یو لوبه بدلونکی و، ټول شیان یې بدل کړل. نن زه وینم چې ډېر محصلین د فنګسونو په څېړنه کې علاقه لري."
او هغه په خندانه وله وویل: "او دا د ژوند حیرانوونکې لاره ده چې دا فنګسونه لري. دوی د عکس اخیستلو وړ دي، ښکلي دي… لږ تر لږه زما په سترګو کې."








