' لسو کلونو کې مې د او سي ډي تشخیص وشو' د رواني اختلال نښې څه دي؟

نینا لا هم د OCD سره ژوند کوي مګر زده کړې یې کړې چې څنګه یې په ښه توګه اداره کړي

د عکس سرچینه، Dr Nina Higson-Sweeney

ایا کله داسې شوي چې په یوه ستړي کوونکې غونډه کې ناست وې او ناڅاپه دې فکر ته درشي چې": که زه همدا اوس چیغې کړم څه به وشي؟ "یا موټر چلوې او ذهن دې درته ووايي":

که زه موټر له کوم ځای سره ټکر کړم؟ " دا ډول ناڅاپي، ګډوډوونکي او ناسازه فکرونه د مزاحمو فکرونو په نوم یادېږي. ډېر خلک یې کله ناکله تجربه کوي او بیا یې هېر کړي. خو ځینې کسان دومره اغېزمنوي چې دا فکرونه په ژورو اندېښنو واوړي.

د نینا د ماشومتوب تجربه

کله چې ډاکټر نینا هېګسن ـ سویني ماشومه وه، هغې باور درلود چې که د ښوونځي پر لار تر کوره پورې ورته ښه فکر ته ور نه شي، نو کورنۍ به یې له خطر سره مخ شي. هغې به ویل: "که به مې کوم بد یا مزاحم فکر وکړ، نو له بس تمځایه به مې لاره بېرته له سره پیلوله. رښتیا وېرېدلې وم چې که مې دا کار ونه کړ او کومه بده پېښه وشوه، ګناه به زما وي."

نینا ته په لسو کلونو کې د اندېښمنونکي ـ اجباري اختلال (OCD) تشخیص وشو. اوس هغه د اکسفورډ پوهنتون د ارواپوهنې د څانګې یوه څېړونکې ده او د ماشومانو او ځوانانو د رواني روغتیا په برخه کې کار کوي.

هغې په یوه مرکه کې وویل: "اندېښنې او وسواس هغه نا غوښتل شوي فکرونه، احساسات او انګېزې دي چې پر ذهن تېرېږي، او نا غوښتل شوي یا اجباري ډول هغه تکراري کړنې دي چې انسان یې د اضطراب د کمولو لپاره ترسره کوي. "

(او سي ډي) څومره عام دی؟

اټکل کېږي چې د نړۍ د خلکو شاوخوا ۱ تر ۴ سلنه له (او سي ډي) سره ژوند کوي. په بریتانیا کې له ۱۶–۲۴ کلونو ځوانانو کې د دې اختلال نښې په تېرو لسو کلونو کې درې چنده زیاتې شوې دي. یوه څېړنه ښيي چې OCD اوس د ځوانانو دویم تر ټولو عام رواني اختلال دی.

ګډوډ فکرونه څنګه وي؟

نینا وايي چې دا فکرونه ډېر ځورونکي وي او تر ډېره د انسان له ارزښتونو او شخصیت سره په ټکر کې وي. هغې وویل: "کېدای شي فکر درشي چې ګوندې ستا د خوښې خلکو ته به زیان ورسېږي." هغه وايي " یا به دې ذهن پوښتنه کوي چې زه له چا جنسي جذب لرم؟ زه همجنسباز یم که نه؟ ځینې خلک ان د دې په اړه وېرېږي چې ګوندې دوی کوم خطرناک یا ناوړه انسان نه وي. یو ډېر عام ډول یې د ککړتیا وېره ده د ناروغۍ د اخته کېدو یا نورو ته د ناروغۍ د لېږدولو وېره هم ورسره وي."

یوه مېرمن لیدل کېږي.

د عکس سرچینه، AFP via Getty Images

ډېر کله OCD د بلوغ یا ځوانۍ په لومړیو کې راڅرګندېږي، خو ځینې کسان یې کلونه پټوي او وروسته تشخیصېږي. څېړنې ښيي چې جنیټیک، د ماشومتوب فشارونه لکه ځورول، د کورنۍ ستونزې او د غم پېښې د دې اختلال په رامنځته کېدو کې ونډه لري.

ارواپوه کیمبرلي ولسن وايي چې نږدې هر انسان کله ناکله مزاحم فکرونه تجربه کوي. هغې وویل: "څېړنې ښيي چې شاوخوا ۸۰ سلنه خلک دا ډول فکرونه لري. ډېر وخت ژر تېر شي. موږ یې عجیب بولو او پرېږدو یې."

خو که څوک دا فکرونه له ځانه نه شي شړلی، نو ستونزه پیدا کېږي. هغې زیاته کړه: "د OCD فکرونه نه تېرېږي. په ذهن کې ځای نیسي، تل منفي وي، او انسان پرې ستړی کېږي. همدا حالت بیا اجباري کړنو ته لاره هواروي."

اجباري کړنې څه ډول ښکاري؟

ځینې یې یوازې په ذهن کې وي، لکه د یو شمېرې تر شمېرلو پورې بیا بیا تکرار. ځینې ښکاره وي، لکه د موټر ټایرونه بیا بیا کتل، سره له دې چې پوهېږې هر څه سم دي.

نینا وايي چې د دې حالت لپاره مسلکي مرسته ډېره مهمه ده. خو د ورځني ژوند لپاره ځینې لارې شته چې مرسته کوي:

۱. د فکرونو نومول

هغې وویل: "کله چې ووایم 'دا یو مزاحم فکر دی'، نو زه ځان او فکر جلا کوم. دا راته یادونه کوي چې دا فکر زه نه یم."

۲. OCD له ځانه جلا تصورول

ځینې خلک د OCD لپاره یو انځور جوړوي، لکه یو جلا څه چې وي"کله چې زه وایم 'دا زه یم او دا OCD دی'، نو دواړه بېلېږي."

۳. ځان ساتنه

"ښه خواړه، استراحت او فزیکي فعالیت مرسته کوي. زما OCD هغه وخت خرابېږي چې ستړې یم یا ځان ته پام نه کوم."

نینا نن څنګه ده؟

هغې وویل: "زه هېڅکله له OCD بشپړه خلاصه شوې نه یم، خو اوس ورسره ژوند کولی شم. اوس مې مزاحم فکرونه لږ دي او پوهېږم چې څنګه یې اداره کړم. خو کله چې ستړې یا تر فشار لاندې یم، بیا یې له ځانه لرې کول سخت وي او کله ناکله اجباري کړنې راپاروي."