د ایران بهرنیو چارو وزیر: له امریکا سره د جمعې پر ورځ په عمان کې خبرې کېږي

عباس عراقچي

د عکس سرچینه، Getty Images

د ایران بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي وايي، د ایران او امریکا متحدو ایالتونو تر منځ د جمعې پر ورځ د عمان پلازمېنه مسقط کې خبرې کېږي.

ښاغلي عراقچي پر اېکس یوه خپاره کړي پیغام کې ویلي، ''له متحده ایالتونو سره د جمعې پر ورځ نژدې لس بجې په مسقط کې اتومي (پروګرام) مذاکرات کېږي. له عماني وروڼو د ټولو لازمو ترتیباتو چمتو کولو له کبله منندوی یم.''

بل لور یوه امریکايي چارواکي هم له رویټرز خبري اژانس سره خبرو کې د جمعې پر ورځ په عمان کې له ایران سره مذاکرات تائید کړي دي.

له دې مخکې د اکسیوس خبري وېبپاڼې د دوو امریکایي چارواکو په حواله راپور ورکړ چې واشنګټن د ایران هغه غوښتنه رد کړې چې غوښتل یې له امریکا سره د خبرو ځای او چوکاټ بدل شي.

اکسیوس د یوه لوړپوړي امریکایي چارواکي له قوله لیکلي: ''موږ هغوی ته وویل یا همدا، یا هېڅ. هغوی وویل، 'ښه، نو هېڅ.'''

دغه چارواکي ویلي، که چېرې ایرانیان چمتو وي چې بېرته لومړني چوکاټ ته راستانه شي، متحده ایالات چمتو دي چې همدا اوونۍ یا راتلونکې اوونۍ ناسته وکړي.

بل لور د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو څو شېبې وړاندې وویل چې ایران او امریکا تر دې وړاندې په ترکیه کې د سیمې د ځینو هېوادونو د چارواکو په ګډون د مذاکراتو پر ترسره کېدو سلا شوي وو، خو ایران وروسته د خبرو د ځای او چوکاټ په اړه خپل نظر بدل کړ.

ایراني چارواکو تر اوسه د دې راپور په اړه کوم غبرګون نه دی څرګند کړی.

مارکو روبیو: له تهران سره په مذاکراتو کې باید د توغندیو پر پروګرام او له مظاهره‌ کوونکو سره د ایراني حکومت پر چلند هم باید خبرې وشي

مارکو روبیو

د عکس سرچینه، Reuters

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو دغه راز وايي، چې واشنګټن له ایران سره د خبرو لپاره چمتو دی، خو د ده په وینا، د کومې ګټورې پایلې ته د رسېدو لپاره اړینه ده چې په دې خبرو کې د ایران د اتومي پروګرام تر څنګ د دغه هېواد د توغندیز پروګرام او له مظاهره کوونکو سره د ایراني حکومت د چلن په څېر موضوعات هم وڅېړل شي.

د بي ‌بي‌ سي فارسي څانګې د راپور له مخې، روبیو د رسنیو لخوا له ایران سره د مذاکراتو په اړه د امریکا د دریځ پوښتنې ته په ځواب کې وویل: ''زما په اند که موږ وغواړو له مذاکراتو رښتینې او مانالرونکې پایلې ترلاسه کړو، اړینه ده چې پر ځینو موضوعاتو خبرې وشي؛ لکه د ایران د بالسټیک توغندیو واټن، په سیمه کې د ترهګریزو ډلو لپاره د هغوی ملاتړ او د اتومي پروګرام تر څنګ له خپل ولس سره د هغوی چلن.''

د روبیو په خبره، له ایران سره د خبرو پاموړ پایلو ته ډېر هیله من نه دی. هغه زیاته کړه: ''زه ډاډه نه یم چې موږ به وکولای شو له هغوی سره کوم تړون ته ورسېږو، خو بیا هم هڅه به وکړو او وبه ګورو چې څه کېږي.''

له دې مخکې د امريکا پوځ ويلي و، یو ايرانی ډرون داسې حال کې په غليمانه ډول د دوی يو اې اېس ابراهام لېنکن بېړۍ ته ورنژدې شوی و، چې دا بېړۍ د ايران له سمندرغاړې شاوخوا اته سوه کيلومتره لېرې سمندر کې تېرېده.

دا پرمختيا داسې مهال راځي، چې امريکا لا هم سيمه کې خپل پوځي شتون پياوړی کوي. د امريکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ د ايران پر وړاندې د پوځي عمل ګوتڅنډنه کړې ده.

داسې حال کې چې د ډرون دې پېښې د خبرو د دوام پر شونتيا د شک سيوری غوړولی، ولسمشر ټرمپ تېره شپه وويل، ايران سره خبرې روانې دي... او د ايران پر اتومي مرکزونو يې د امريکا هغو بريدونو يادونه کوله، چې د تېر کال جون کې وشول.