د "داعش" له اړخه اندېښنو ته غبرګون: مجاهد وايي افغانستان کې "هېڅ بهرنۍ او خپلسرې ډله" نشته
د طالبانو حکومت ویاند ذبیحالله مجاهد په افغانستان کې د امنیت او په دغه هېواد کې د وسلهوالو ډلو حضور په اړه د ملګرو ملتونو امنیت شورا کې راپورته شوې اندېښنې "بې ځایه" وبللې.
ښاغلي مجاهد نن پنجشنبه پر ایکس یوه پیغام کې لیکلي، "موږ اطمینان ورکوو چې افغانستان امن دی، دلته هېڅ بهرنۍ او خپل سرې ډله شتون نه لري."
نوموړي زیاته کړې، "د داعش پدیدې چې په افغانستان کې یې ماتې خوړلې، متأسفانه زموږ په ګاونډ کې ځالګۍ جوړ کړې."
ښاغلی مجاهد وايي "دا چې موږ وايوو د افغانستان خاوره به د هېچا پر وړاندې نه کارول کېږي، معنا یې داده چې هېڅوک دې تشویش نه کوي."
دا په داسې حال کې ده چې چهارشنبه (د فبرورۍ ۴مه) د اسلامي دولت نومې یا داعش ډلې له اړخه د نړۍ لروبر د راټوکېدونکو ګواښونو او د دغو ګواښونو مخنیوي لپاره د لارو چارو موندلو په تړاو د ملګرو ملتونو امنیت شورا غونډه کې په افغانستان کې هم د داعش-خراسان او نورو بهرنیو وسلهوالو ډلو د حضور په تړاو اندېښنې شریکې شوې.
د ملګرو ملتونو د ترهګرۍ ضد کمیټې اجراییوي رییسې ناتالیا ګېرمن دې غونډې ته وویل، تېرو شپږو میاشتو ښودلې چې "داعش په ټوله نړۍ کې ترهګریز بریدونه ترسره کړي" چې ویجاړونکې اغېزې لري.
د افغانستان له نږدې ګاونډیو پاکستان او چین رانیولې، تر ملګرو ملتونو، امریکا او بریتانیا بېلابېلو استازو په افغانستان کې د داعش-خراسان څانګې د حضور په اړه اندېښنه وښوده او دا ډله یې ټولې سیمې او نړۍ ته "جدي خطر" وباله.
د داعش خراسان څانګې واک ته د طالبانو له راګرځېدو راهیسې په افغانستان کې د ګڼو خونړیو بریدونو مسوولیت منلی دی.
په دغو بریدونو کې د طالبانو حکومت د کډوالو چارو پخواني وزیر خلیل الرحمان حقاني په ګډون له څو مهمو مشرانو رانیولې، د دوی تر ملاتړو دیني عالمانو، عامو افغانو او بهرنیو اتباعو پورې، لسګونه کسان وژل شوي دي.
همدا تېره میاشت "د جنورۍ ۱۹مه" کابل کې د چینايي خوړو پر یوه هوټل د ځانمرګي برید مسوولیت هم، چې اووه کسان پکې ووژل او ګڼ نور ټپیان شول، داعش پر غاړه واخیست.
خو د طالبانو حکومت بیا په وار وار ادعا کړې چې داعش ځپل شوی او نشي کولی د افغانستان خاوره د نورو هېوادونو پر وړاندې بریدونو لپاره وکاروي.
د امنیت شورا غونډه کې نور څه وویل شول؟

د عکس سرچینه، Getty Images
د ملګرو ملتونو ترهګرۍ ضد دفتر (UNOCT) کې د سرمنشي سرپرست مرستیال، الکساندر زویف وویل: "په افغانستان کې د داعش-خراسان څانګه لا هم سیمې او نړۍ لپاره یو له تر ټولو جدي ګواښونو شمېرل کېږي. که څه هم د داعش له خوا د شویو بریدونو شمېر کم شوی، خو دا ډله لا هم د انلاین لارو په ګډون د نویو ځواکونو د چټک جذب وړتیا لري."
په ملګرو ملتونو کې د چین استازي د افغانستان خاوره کې د القاعدې، داعش او د ختیځ ترکستان د اسلامي غورځنګ په څېر د ترهګرو ډلو پر فعالیت او شتون اندېښنه وښوده او له طالبانو یې وغوښتل چې د دغو ډلو پر وړاندې اغېزناک ګامونه واخلي.
د یادونې ده چې داعش-خراسان کابل کې د چیني خوړو پر هوټل له برید ورهاخوا افغانستان کې په تېرو کلونو کې پر چیني اتباعو د ځینو نورو مرګونو بریدونو مسوولیت هم منلی دی.
په دې وروستیو کې د افغانستان او تاجکستان پولې ته څېرمې سیمو کې هم په څو پېښو کې یو شمېر چینایي وګړي ووژل شول چې ورسره دغلته د چینايي شرکتونو ځینې پروژې ودرېدې.
ملګرو ملتونو کې د پاکستان استازي عاصم افتخار احمد، چې هېواد یې له شاوخوا څلورو میاشتو راهیسې د ترهګرۍ، په ځانګړې توګه د پاکستاني طالبانو تحریک (ټيټيپي) اړوندو ادعاو له کبله افغانستان سره تګ راتګ او سوداګري درولې، د امنیت شورا دې غونډې ته وویل، چې ترهګرو ډلو په افغانستان کې واک ته د طالبانو له راستنېدو راهیسې نوې ساه اخیستې ده.

د عکس سرچینه، AMAQ
خو د طالبانو حکومت ویاند ذبیحالله مجاهد وايي، افغانستان په دې ناسته کې حضور نه درلود چې خپل "مستند دریځ او حقیقت" وړاندې کړي، نو
"ځینې هېوادونه له همدې خلا څخه په استفادې" د ده په وینا "د افغانستان د امنیت په باره کې پروپاګند کوي او تشویشونه اچوي."
هغه که څه هم په زغرده د کوم هېواد نوم نه دی اخیستی، خو پخوا یې په وار وار ادعا کړې چې د داعش خراسان څانګې اوس پاکستان کې مرکزونه لري او له هغه ځایه فعالیتونه تنظیموي.
د طالبانو حکومت دا ادعا هم کوي، چې په افغانستان کې د داعش-خراسان اکثریت نیول کېدونکي غړي تاجکستانیان او نور بهرني اتباع دي، چې بهر کې له روزل کېدو وروسته د بریدونو لپاره افغانستان ته ورځي.
طالبانو ته نږدې المرصاد رسنۍ د امنیت شورا له دې غونډې یوه ورځ مخکې (سېشنبه د فبرورۍ ۳مه) د خپلو ځینو سرچینو په حواله رپوټ ورکړ، چې د خیبرپښتونخوا د باړې د قمبرخېلو شکنو سیمه کې د داعش پر یوه مرکز د ناپېژانده وسله والو برید کې د دې ډلې ۱۱ غړي وژل شوي دي.
د پاکستان حکومتي سرچینو تر اوسه دغه رپوټ ته غبرګون نه دی ښودلی، خو دغه هېواد څه موده مخکې منلې وه، چې د داعش خراسان څانګې ویاند او د مطبوعاتو مسوول سلطان عزیز عزام یې نیولي دي.

د عکس سرچینه، PTV
پر دې سربېره پاکستان کې د ۲۰۲۱ کال اګسټ کې له افغانستانه د نړیوالو ځواکونو د وتلو پر مهال د کابل هوايي ډګر مخې ته د یوه خونړي ځانمرګي برید د طراح په ګډون د داعش-خرسان د ځینو نورو مطلوبو غړو او مشرانو د وژل کېدو او نیول کېدو رپوټونه ورکړل شوي دي.
د ملګرو ملتونو د بندیزونو څارونکې ډلې هم په خپل وروستي رپوټ کې چې د تېر کال د نومبر پر۱۷مه یې امنیت شورا سره شریک کړی و، افغانستان کې د القاعده، داعش-خراسان، پاکستانيطالبانو تحریک او د ختیځ ترکستان اسلامي غورځنګ په ګډون د ځینو بهرنیو وسلهوالو ډلو د فعالیت یادونه کړې وه.
په دغه رپوټ کې ترهګري د طالبانو حکومت پر وړاندې "له ټولو جدي ننګونه" بللې شوې او ویل شوي وو، چې د طالبانو دا ادعا د باور وړ نه ده، چې ګوندې ترهګرې ډلې په افغانستان کې چورلټ حضور نه لري او له دغه هېواده فعالیت نه کوي.





















