ځانمرګي بریدګر: د طالبانو هغه وسله چې د داعش لاس ته لوېدلې

هغه ځانمرګی بریدګر چې د طالبانو د حکومت د کډوالو وزیر خلیل الرحمن حقاني یې وواژه

د عکس سرچینه، AMAQ

د عکس تشریح، هغه ځانمرګی بریدګر چې د طالبانو د حکومت د کډوالو وزیر خلیل الرحمن حقاني یې وواژه
    • Author, علي حسیني
    • دنده, بي‌بي‌سي

دا دویم ځل دی، چې په افغانستان کې د "اسلامي دولت" داعش وسله والو خپل چاودېدونکي توکي له یوه بانک سره نژدې وچوول؛ لومړی ځل په کندهار کې او دا ځل د افغانستان په شمال ختیځ کندوز ښار کې. د داعش په وینا، موخه یې د طالبانو حکومت سرتېري وو چې بانک ته د خپلو میاشتنیو معاشونو د ترلاسه کولو لپاره ورغلي وو. د تل په څېر، یو شمېر ملکي وګړي هم پکې ووژل شول.

دا په تېرو دوو میاشتو کې دویم ځل دی چې د "اسلامي دولت" داعش - خراسان څانګه د خپلو عملیاتو لپاره له ځانمرګو بریدګرو کار اخلي. دوه میاشتې وړاندې، یوه ځانمرګي بریدګر د طالبانو حکومت د کډوالو وزیر خلیل الرحمن حقاني د خپل دفتر دننه وواژه.

د طالبانو د رژیم له پنځو مشهورو شخصیتونو چې داعش پرې ځانمرګي بریدونه کړي، هېڅ یو یې هم ژوندی نه دی پاتې شوی.

په تېرو درېیو کلونو کې چې د طالبانو حکومت په واک کې دی، د داعش-خراسان ډلې د کړنو بڼه بدله شوې ده. د شمېرو له مخې (د بېلګې په توګه، په ورځ کې یو برید) د کیفیتي عملیاتو ترسره کولو (د طالب چارواکو وژلو) خوا ته تللی دی.

په افغانستان کې د داعش ځواکونو پر وړاندې د طالبانو مرګونې جګړې احتمالاً د لوري په بدلولو کې رول لوبولی دی او د داعش فعالیتونه یې تر ډېره حده محدود کړي دي، خو د دې ډلې د کیفي بریدونو د مخنیوي وس یې نه دی موندلی.

د طالبانو هغه حکومتي چارواکي چې داعش وژلي دي

د رحیم الله حقاني (له ښۍ خوا دویم) چې د داعش ضد نظریه یې درلوده، هغه لږ تر لږه دوه ځله مخکې هم په نښه شوی و، خو ژوندی ترې وتلی و.
د عکس تشریح، د رحیم الله حقاني (له ښۍ خوا دویم) چې د داعش ضد نظریه یې درلوده، هغه لږ تر لږه دوه ځله مخکې هم په نښه شوی و، خو ژوندی ترې وتلی و.

د ۱۴۰۱ کال د اګست په ۱۰مه د طالبانو له واک ته رسېدو یو کال وروسته، رحیم الله حقاني، چې د طالبانو له خوا یو له منل شویو او مهمو عالمانو و، نه پوهېده هغه معلول کس چې د هغه په لور ور روان و، ځانمرګی بریدګر و. هغه سړي چاودېدونکي توکي، په پلاستيکي مصنوعي پښه کې پټ کړي وو، هغه مهال یې چاودېدونکي توکي وچوول، چې رحیم الله حقاني ته ور نژدې شو.

تر هغه نژدې یوه میاشت وروسته، مجیب الرحمن انصاري، چې یو بل مشهور طالب پلوه عالم و، په یوه ځانمرګي برید کې ووژل شو. د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد په علماوو غږ وکړ چې احتیاط وکړي او ویې ویل "د داسې بریدونو مخنیوی ستونزمن کار دی."

تر هغه مرګوني برید شپږ میاشتې وروسته، د بلخ والي او د طالبانو د مشر هبت الله اخوندزاده یو باوري ملګری داود مزمل په خپل دفتر کې د یوه ځانمرګي بریدګر سره مخ شو، چې خپل چاودېدونکي کمربند یې وچاوه او داود مزمل یې وواژه.

د بلخ د والي تر وژلو څلور میاشتې وروسته، یو ځانمرګی بریدګر چې له چاودېدونکو توکو ډک موټر ورسره و، د بدخشان ولایت مرستیال او چارسمبالی والي نثار احمد احمدي ته نژدې شو. کله چې د هغه موټر د ښاغلي احمدي موټر ته ورنژدې شو، چاودنه وشوه، په دې سره د طالبانو درېیم یو مشر په یوه بل ځانمرګي برید کې ووژل شو.

د مرګوني پليو کسانو لپاره پرانیستې لار

د داعش خراسان څانګې پلویانو د داعش مشر ابو حسن هاشمي قریشي سره بیعت وکړ

د عکس سرچینه، AMAQ

د عکس تشریح، د داعش خراسان څانګې ځواکونو د داعش مشر ابو حسن هاشمي قریشي سره بیعت وکړ

په دغو پنځو بریدونو کې څلورو ځانمرګي بریدګرو وکولای شول، چې خپلو موخو ته تر ټولو نژدې ممکن ځای ته پلي ورسېږي.

د رحیم الله حقاني چې د داعش ضد نظریه یې درلوده، هغه لږ تر لږه دوه ځله مخکې هم په نښه شوی و، خو ژوندی ترې وتلی و.

د بلخ پر والي داود مزمل په برید کې، چې پخوا یې په ننګرهار کې د داعش پر وړاندې په لویه کچه جګړه پیل کړې وه، ځانمرګی بریدګر وتوانېد چې له امنیتي خنډونو ور تېر شي.

د خلیل الرحمن حقاني په قضیه کې د داعش ځانمرګی بریدګر توانېدلی و، چې د امنیتي خنډونو لکه د سکن له دروازو ور تېر شي.

مهمه پوښتنه دا ده چې په دې ټولو قضیو کې، ځانمرګي بریدګر څنګه وتوانېدل له بدني تلاشۍ او امنیتي دستګاوو تېر شي؟

څلور سي سي ټي وي کامرې ښيي چې د داود مزمل پر ضد ځانمرګی بریدګر د ولایت ودانۍ ته له ننوتلو وروسته په هېڅ ځای کې نه پلټل کېږي.

تر اوسه څرګنده شوې چې داعش د طالبانو حکومت ته ننګونې زېږوي. که څه هم طالبانو په وار وار تایید کړې چې دوی د داعش ملا ماته کړې ده، خو داسې ښکاري چې د ځانمرګو بریدګرو مخه نیول ناشوني دي.

په ۲۰۲۱ کال کې د کابل په یوه سیمه د طالبانو له برید وروسته یوه صحنه.

د عکس سرچینه، EPA

د عکس تشریح، په ۲۰۲۱ کال کې د کابل په یوه سیمه د طالبانو له برید وروسته یوه صحنه.

له بېزارۍ تر لېوالتیا

که د القاعدې د دوو فعالینو قضیه په پام کې ونه نیسو چې په ۲۰۰۱ کال کې یې د طالبانو مخالف احمد شاه مسعود پسې ورغلل او ویې واژه، طالبان په افغانستان کې د ځانمرګو عملیاتو بنسټګر دي.

د مجاهدینو او شوروي ځواکونو ترمنځ د نژدې لس کلنې جګړې په اوږدو کې، یو ځانمرګی برید هم نه و شوی.

سټیو کول په خپل کتاب "د ارواوو جګړې" کې لیکلي: "محمد یوسف (د پاکستاني پوځ د استخباراتو د ادارې 'ای‌اېس‌ای' د افغان څانګې مشر هڅه وکړه چې د کابل شمال ته د سالنګ ستراتیژیک تونل په بمونو والوځول شي. هغه غوښتل چې دا کار په بمونو بار لارۍ په وسیلې ترسره وکړي. د پاکستان د پوځي استخباراتو ادارې 'ای‌اېس‌ای' مرسته وکړه، چې د تېلو ټانکرونه له چاودېدونکو توکو ډک کړي. خو ستونزه دا وه چې شوروي پوځیانو په چټکۍ هر هغه لارۍ ودروله چې په دې ستراتیژیک تونل کې خرابېده. داسې نه ښکارېده چې د داسې یوه ماموریت د ترسره کولو لپاره کومه عملي لاره موجوده وي، پرته له دې چې د لارۍ چلوونکی په دې لار کې د خپل ژوند قرباني کولو ته چمتو وي.

هغو افغانانو- چې یوسف روزلي وو په کلکه یې د ځانمرګو بریدونو وړاندیز رد کړ ځکه چې دا د دوی د دین او عقیدې خلاف کار و. یوازې عربي رضاکارانو، تر سعودي عربستان، اردن، الجزایر او نورو هېوادونو وروسته د ځانمرګو بریدونو ملاتړ وکړ. هغوی په بشپړه ډول یوه مختلف کلتور کې لوی شوي وو، خپله ژبه یې ویله او د اسلام په اړه ې خپل تفسیرونه لرل. دوی له خپلو کورونو او کورنیو لیرې ژوند کاوه. "خو افغان مجاهدین، چې په پراخو کورنیو، قبیلوي او سیمه‌ییزو شبکو پورې تړلي وو، هېڅکله یې د ځانمرګو تاکتیکونه غوره نه کړل."

په ۲۰۱۱ کال کې پر انټرکانټینینټل هوټل د طالبانو برید

د عکس سرچینه، Reuters

د عکس تشریح، په ۲۰۱۱ کال کې کابل کې پر انټرکانټینینټل هوټل د طالبانو برید

خو تر دوو لسیزو کم وخت وروسته، له ځان وژنې هغې کرکې ځای یو ډول لېوالتیا ونیو. یوازې په ۲۰۰۶ کال کې، طالبانو له امریکایانو سره د خپلې جګړې په بهیر کې یوازې په یوه کال کې ۱۱۹ ځانمرګي بریدونه وکړل. نژدې په هرو درېیو ورځو کې یو ځانمرګی برید او دا د هغو عملیاتو پر شمېر سربېره و، چې شنډ او مخنیوی یې شوی و.

سراج الدین حقاني، چې تره یې خلیل الرحمن حقاني دوه میاشتې وړاندې په یوه ځانمرګي برید کې ووژل شو، شپږ میاشتې وروسته تر هغه چې طالبانو په افغانستان کې واک ترلاسه کړ، وویل، یوازې د هغه د ډلې (حقاني شبکې) په تېره یوه نیمه لسیزه کې ۱۰۵۰ غړو ځانمرګي بریدونه کړي دي.

د طالبانو د حکومت له واک ته رسېدو دوه میاشتې وروسته، هغه په انټرکانټینینټل هوټل کې د هغو طالبانو د غړو له کورنیو سره ولیدل چې ځانمرګي بریدونه یې کړي وو او له نړیوالو او افغان ځواکونو سره په جګړه کې وژل شوي وو. د نورو ټکو تر څنګ، انټرکانټینینټل هوټل هماغه هوټل و چې د طالبانو ځانمرګو بریدګرو دوه ځله برید پرې کړی و او وژل شوي وو.

څو میاشتې وړاندې، د سراج الدین حقاني په امر د پکتیا ولایت په ګرده څېړۍ ولسوالۍ کې د حیات الله د ځانمرګي برید په ځای کې د یوه منار د جوړولو امر ورکړ. ویل کېږي چې حیات الله د طالبانو ډلې یو له لومړنیو ځانمرګو بریدګرو و. هغه د موټر بم په مټ د امریکایي موټرو کاروان په نښه کړ.

پاکستانۍ مدرسې د پیل ټکی

 پاکستان د یوې مدرسې طالبان

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، پاکستان د یوې مدرسې طالبان

د مخکېني افغان حکومت له نسکورېدو شاوخوا دوه لسیزې مخکې، د ډېرو ځانمرګو بریدګرو لړۍ د پاکستان په دیني مدرسو کې پیل شوه. دوی یا هغه افغانان وو چې په دې مدرسو کې یې زدکړې کولې یا هغه پاکستانیان وو چې په دې مذهبي مدرسو کې طالبان بوخت وو.

یوه مشهوره بریتانوۍ خبریاله کارلاتا ګال وايي، د پاکستان د بلوچستان ایالت د "پشین" ولسوالۍ کې، د دې ولایت نژدې هر کلي کې داسې کورنۍ وې چې خپل اولادونه یې د افغانستان په جګړه کې له لاسه ورکړي وو.

د کندهار پخواني والي اسدالله خالد یو ځل ورته وویل: "زه فکر کوم (په پاکستان کې) د ځانمرګو یوې فابریکې ډېری بریدګر افغانان نه دي."

د یو شمېر پاکستاني عالمانو او مفتیانو لخوا د ځینو اسلامي متنونو افراطي روایتونه او تفسیر د ځانمرګو بریدونو لپاره د داوطلبانو د زیاتوالي (د دوی په ټکو استشهاديانو) یو له اصلي دلیلونو و.

د شیدو او شاتو ویالې او باکره نجونې

په پاکستان کې دننه، تحریک طالبان پاکستان، چې له ۱۵ کلونو راهیسې فعالیت کوي، له ځانمرګو بریدګرو کار اخیستی دی.

مشهور امریکایی خبریال سټیو کول په خپل کتاب "اېس ریاست" کې، چې په افغانستان کې د طالبانو د جګړې د پاکستاني پوځ د ملاتړ په اړه دی، لیکلي: "کله چې د پاکستان د پوځ یو افسر ابو بکر امین باجوه وزیرستان ته استول شوی و، هغه د خپلې دندې په بهیر کې په یوه زړه او پرېښودل شوې مدرسه کې د طالبانو له ځانمرګو سره مخ شوی و."

د شمالي وزیرستان په رزمک ولسوالۍ کې- چې د افغانستان پولې ته نژدې ده، د عرب القاعدې وسله والې ډلګۍ پکې ځای پر ځای شوې وې، هغه یو "جنت" ته ننوتی و، چې د ځانمرګو بریدګرو د وروستي چمتووالي ځای و. په دې مرکز کې، ځانمرګي بریدګر په کانکریټي خونو کې روزل کېدل. د دې خونو پر دېوالونو تر مرګ وروسته د ژوند موضوعاتو په تړاو انځورونه وو. د شیدو او شاتو سیندونه، د مېوو ونې، شنه غرونه، روښانه کوڅې او د اوښانو او اسونو په څېر څاروي.

په یوه خونه کې د باکره نجونو انځورونه نقاشي شوي وو، چې یوې یې د حوض له اوبو یو لوښی ډکاوه.

د نجونو او څارویو مخونه نه وو انځور شوي. طالبان په دې باور دي چې د ژوندیو موجوداتو مخونه باید انځور نه شي.

باجوه د وروستۍ خونې پر دېوالونو د هغو ځانمرګو بریدګرو نومونه په وینو لیکل شوي لیدلي وو چې خپلې دندې یې بشپړې کړي.

باجوه وروسته وموندله چې د پاکستاني طالبانو ځواکونو ته هره ورځ د اضطراب ضد درملو لکه والیوم او زینکس پیچکارۍ ورکول کېږي او په اونۍ کې د درد ضد پینزوسین پيچکارۍ هم ورکول کېږي.

روزونکو هغه هلکان غوره ګڼل چې جدي ناروغۍ یې لرلې یا له رواني پلوه یې حالت ښه نه و، یا په هر دلیل چې و، د غچ اخیستلو لپاره هڅول شوي وو. د غچ اخیستلو د هڅونې یو دلیل د پوځ لخوا په پوځي عملیاتو کې د ځانمرګو بریدګرو د کورنۍ د غړو وژل وو. هغه کسان چې رواني ناروغان یا معیوب وو له 'لیرې کنټرول' په وسیلې یې چاودېدونکو ته چاودنه ورکول کېده."

د تاریخ بیا تکرار

وړاندې سراج الدین حقاني ویلي وو،‌ یوازې د هغه د ډلې (حقاني شبکې) په تېره یوه نیمه لسیزه کې ۱۰۵۰ غړو ځانمرګي بریدونه کړي دي.

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، وړاندې سراج الدین حقاني ویلي وو،‌ یوازې د هغه د ډلې (حقاني شبکې) په تېره یوه نیمه لسیزه کې ۱۰۵۰ غړو ځانمرګي بریدونه کړي دي.

په افغانستان کې، ځانمرګو بریدونو جدي اغېز درلود او د بهرنیو ځواکونو پر تګ راتګ او ګزمو یې محدودیتونه ولګول. د دې عملیاتو له پیل سره سم د بهرنیو ځواکونو پر موټرو "مه نژدې کېږئ" نښې ولګول شوې.

په افغانستان کې د نړیوالو ځواکونو د قوماندان مک کریسټل په مشرۍ ترسره شویو ارزونو ښودلې چې په ۲۰۰۹ کال کې یوازې په درېیو میاشتو کې، بریتانوي ځواکونو په ۹۳ پېښو کې په هغو موټرو او خلکو ډزې وکړې چې ګومان کېده ګواښ وو، چې "له امله یې ۲۰۰ کسان مړه او یا ټپیان" شول. خو یو یې هم ځانمرګی بریدګر نه و.

ترکي ځواکونه، چې د ناټو د غړي په توګه افغانستان ته استول شوي وو، ځینې وختونه یې پر خپلو موټرو د قرآن کریم آیتونه لګول، چې د طالبانو له احتمالي بریدونو خوندي شي.

خو اوس طالبان د هغه تاریخ تکرار تجربه کوي چې دوی په خپله یې په تېرو وختونو کې په جوړولو کې رول لوبولی و. ځانمرګی بریدګر، هغه وسله چې طالبان یې له کلونو راهیسې لري او پرې ویاړي، له ډېرې مودې راهیسې د داعش لاس ته لوېدلې ده او وخت نا وخت طالب چارواکي په نښه کوي.