داعش د کندهار برید مسولیت ومانه؛ کرن ډېکر وايي، دا "ترهګريزې کړنې او بزدلانه عمل غندي"

د عکس سرچینه، Getty Images
اسلامي دولت نومې ډلې یا داعش د کندهار ځانمرګي برید مسولیت ومانه. دې ډلې ویلي چې دغه برید دوی کړی او طالب مسولانو ته یې مرګ ژوبلې پکې اړولې ده.
په همدې حال کې په قطر کې د افغانستان لپاره د امریکا سفارت چارسمبالې یا شارژدافيرې په کندهار کې د نوي کابل بانک مخې ته شوی ځانمرګی برید غندلی او یو "بزدلانه" عمل یې بللی دی.
کرن ډېکر په دې اړه پر اېکس پاڼه یوه پیغام کې لیکلي، "موږ ټولې ترهګریزې کړنې، هغه که د کابل په دشت برچي سیمه او یا هم په کندهار کې د نوي کابل بانک مخې ته ترسره کیږې د یوه بزدلانه عمل په توګه غندو. زما خواخوږي د قربانیانو له کورنیو سره ده. افغانان باید د روژې میاشت په سولهییزه توګه او له وېرې پرته ولمانځي."
دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته. له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایيکوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ
د پوسټ X پای, 1
خو د طالبانو حکومت د کورنیو چارو وزارت وايي چې د کابل په دشت برچي سیمه کې نن کومه چاودنه نه ده شوې.
د کابل امنیه قومندانۍ ویاند خالد ځدراڼ بيبيسي پښتو ته وویل، "د کابل په دشت برچي سيمه کې هېڅ ډول چاودنه نه ده شوې. د څلورمې حوزې اړوند سيمه کې ماښام ناوخته د سړک پر سر یو کوچنی انفجار شوی چې الحمدالله هېڅ ډول ځاني او مالي تلفات نه لري او د بررسي ټيم هڅه کوي چې د چاودنې نوعیت معلوم کړي"
د کندهار ځانمرګی برید
د طالبانو حکومت ځايي چارواکي وايي د کندهار د لومړۍ امنیتي حوزې په مربوطاتو کې د کابل بانک مخې ته یو ځانمرګی برید په داسې حال کې شوی چې یو شمېر خلک له بانکه د پیسو ایستلو ته منتظر وو.

د عکس سرچینه، SM
د کندهار امنیه قومندانۍ لخوا په دې تړاو خپاره شوي بیان کې راغلي چې په دغه برید کې ۳ کسان وژل شوي او ۱۲ نور ټپيان دي.
خو روغتیايي سرچینو بيبيسي ته په دې پېښه کې د ۲۱ کسانو د وژل کېدو او ۵۱ نور د ټپي کېدو پخلی کړی دی.
د دغه برید مسوولیت تر اوسه کومې ډلې نه دی منلی.
خو د کندهار د امنیه قومندانۍ په اعلامیه کې راغلي چې "د يوه تن ځانمرګي خوارج له خوا" شوی دی.
د طالبانو حکومت د "خوارجو" اصطلاح د اسلامي دولت یا داعش ډلې ته کاروي.
داعش په افغانستان کې واک ته د طالبانو له ګراځېدو راوروسته د ځینو خونړیو ځانمرګو او نورو بریدونو مسوولیت منلی دی.
دې ډلې د ۲۰۲۱ کال اکتوبر کې پر افغانستان د طالبانو له بیا واکمنېدو شاوخوا دوه میاشتې وروسته په همدغه کندهار کې د شعیه ګانو پر یوه جومات د خونړي ځانمرګي برید مسوولیت ومانه چې ۴۷ کسان پکې وژل شوي او نږدې ۶۰ نور ټپيان شوي وو.
کندهار طالبانو ته ځانګړی معنوي او ستراتېژیک اهمیت لري او مشر یې مولوي هبتالله اخوندازده اوس هم په همدغه ولایت کې اوسي.

دا برید داسې مهال داعش ته منسوبېږي چې طالبانو تر دې مخکې په وار وار افغانستان کې د دې ډلې د ځپلو او لمنځه وړولو ادعا کړې ده.
په ځینو رپوټونو کې ویل شوي چې په دغه برید کې د طالبانو حکومت اړوند کسان په نښه شوي، چې د تنخواګانو اخیستلو لپاره بانک ته ورټول شوي وو.
خو د کندهار امنیه قومندانۍ بیا ویلي، دا چې دغه پېښه په "یوه ملکي ځای کې شوې" نو "ډېر قربانیان یې عام هېوادوال دي".
د امنیه قومندانۍ اعلامیه کې د میرویس روغتون د چارواکو په حواله د ټپيانو وضعیت د ډاډ وړ بلل شوی دی.
د طالبانو حکومت دا هم ویلي چې د دې پېښې په اړه څېړنې پیل شوې دي.
جنایت او غیر اسلامي عمل
په کندهار کې ننی برید په پراخه کچه غندل شوی دی.
د افغانستان مخکینی ولسمشر حامد کرزي پر خپل اېکس یا پخواني ټویټر یوه پیغام کې لیکلي چې دا چاودنه "په کلکو ټکو" غندي او "یو غیر اسلامي او بشري ضد عمل" یې بولي.
دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته. له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایيکوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ
د پوسټ X پای, 2
هغه د قربانیانو له کورنیو سره خواخوږي هم ښودلې ده.
د افغانستان د ملي مصالحې عاليشورا مخکیني رییس ډاکتر عبدالله هم پر خپله خوله رسنۍ لیکلي چې "د روژې په مبارکه میاشت کې دغه ډول ترهګریز بریدونه چې ملکي خلک شهیدان او ټپیان کوي، جنایت او د ټولو قوانینو او اصولو خلاف عمل یې بولم."
دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته. له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایيکوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ
د پوسټ X پای, 3
د طالبانو په حکومت کې کورنیو چارو وزارت بیا به یوه بیان کې د دغه برید د غندلو ترڅنګ ډاډ ورکړي چې "عاملین به یې په هر ځای کې چې وي، پیدا او د قانون منګولو ته وسپارل شي."











