طالبان وايي کابل کې یې د 'داعش' پر پټنځای عملیاتو کې د ښځو په ګډون بهرنیان نیولي

د عکس سرچینه، Getty Images
په افغانستان کې د طالبانو حکومت وايي، ځواکونو یې تېره شپه د کابل اتمې ناحیې اړونده کارته نو سیمه کې د (داعش) ډلې پر یوه پټنځي عملیاتو کې بهرنیان نیولي دي.
د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد بي بي سي پښتو ویبپاڼې ته وویل، عملیات یې په ځايي وخت د شپې تر لسو روان وو چې یو شمېر کسان یې پکې ژوندي نیولي دي.
ښاغلی مجاهد وایی "یو شمیر داعشي وسله وال وژل شوي، مهمات او وسلې هم ترې نېول شوي دي، یو تعداد یې ښځې ماشومانو هم پکې دي، چې ژوندي نيول شوي او بهرني اتباع دي."
نوموړی زیاتوي، دغه "پټنځی" چې عملیات پرې شوي، نړول شوی او د وژل شویو کسانو شمېر لا هم روښانه نه دی. ښاغلی مجاهد وايي، د برید په ځای کې "له بهرنیانو سره ښځو او ماشومانو ته هم چې ژوندي نیول شوي، زیان نه دی رسېدلی."
ښاغلي مجاهد ونه ویل چې په نیولو شویو کې بهرنیان د کوم هېواد خلک دي خو وايي په دې اړه به وروسته مالومات په ډاګه کړي.
طالبان وایي، خپلو ځواکونو او ولسي خلکو ته په " دغو عملیاتو کې مرګژوبله نه ده اووښتې."
د کابل ځینو اوسېدونکو تېره شپه پر خواله رسنیو لیکلي وو چې د پېښې له ځایه یې د سپکو او درنو وسلو غږونه اورېدلي.
دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته. له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایيکوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ
د پوسټ X پای
د طالبانو ویاند ادعا کوي چې نېول شويو کسانو په کابل کې د بهرنیو چارو وزارت مخې ته مرګوني برید کې لاس درلود.
بي بي سي پښتو پاڼې ته هغه مهال دوو سرچینو ویلي وو چې د تېرې جنورۍ میاشتې په برید کې د ۱۴ ډیپلوماتانو په ګډون د بهرنیو چارو د وزارت ۱۸ کار کوونکي وژل شوي دي.
دغو سرچینې چې نه یې غوښتل نوم یې واخیستل شي، ویلي وو په وژل شویو کې داسې ډیپلوماتان هم وو چې په ډيپلوماتیکو ماموریتونو کې یې تر ۱۵ کلونو ډېره کاري تجربه لرله.
طالبان د اسلامي دولت "داعش" نومې ډلې ته د (خوارج) ټکی کاروي.
واک ته د طالبانو له بیا رسېدو وروسته داعش ډلې په افغانستان کې خپل بریدونه ډېر کړي او تر اوسه یې د کابل په ګډون په ګڼو ولایتونو کې خونړي بریدونه کړي دي.
اسلامي دولت نومې ډلې یا داعش تر اوس په کابل کې د طالبانو د عملیاتو په اړه څه نه دي ویلي.
طالب چارواکي ډېر وخت هڅه کوي د داعش اړوند خبرونو ډېر جزیات په ډاګه نه کړي. خو د دغې وسله والې ډلې په اړه یې دریځ ډېر توند دی.











