د بهرنیو چارو وزارت مخې ته چاودنه؛ ۵ تنه وژل شوي او "لږ ترلږه ۴۰ ټپيان" دي

کابل

د عکس سرچینه، Getty Images

په کابل کې د بهرنیو چارو وزارت مخې ته نن "چهارشنبه" د مرغومې ۲۱مه، مازیګر مهال پر غځېدلي سړک چاودنه شوې.

په کابل کې د طالبانو امنیه قومندانۍ ویاند خالد ځدراڼ وایې په دې پېښه کې "زموږ ۵ تنه ملکي هېوادوال شهیدان او یو شمیر ټپیان شول."

په کابل کې د بېړنیو پېښو روغتون لیکلي چې د کابل له نننۍ چاودنې یوازې دې روغتون ته "۴۰ ټپیان وروړل شوي" دي.

د افغانستان لپاره د ایمېرجنسي روغتون مشر سټيفانو سوزا وایي: " موږ ته څلوېښت ټپیان راوړل شوي، دا سخته ده چې ووایو وروستۍ شمېرې څو دي، موږ په دې اړه څېړنې کوو، دا په ۲۰۳۳ کال کې لومړنۍ لویه پېښه وه."

په لومړیو کې د فرانسې خبري اژانس پدې پېښه کې شلو کسانو ته د مرګ ژوبلې اوښتو رپوټ ورکړی وو.

خو رویټرز خبري اژانس ته د طالبانو د اطلاعاتو او کولتور وزارت یوه چارواکي استاد فرید الدین ویلي چې په پېښه کې ټول شل کسان وژل شوي دي.

رويترز خبري اژانس خبر ورکړی چې داعش ډلې د دغه بريد مسوليت منلی دی.

د أعماق په نوم د ټیلګرام یوه پاڼه کې چې د داعش ډلې خبرونه خپروني ادعا شوي چې په دې "ځانمرګي برید کې د ډيپلوماتانو په ګډون لسګونه کسان وژل شوي دي".

یاد اژانس د طالبانو حکومت د یوه چارواکي له قوله ویلي چې په دې برید کې شل تنه وژل شوي دي. دې چارواکي ویلي برید کوونکي غوښتل چې د بهرنیو چارو وزارت ودانۍ ته ننووځي خو نه دی بریالی شوی او دروازه کې یې ځان ته چاودنه ورکړې ده.

د پېښو په لومړیو شېبو کې ښاغلي ځدراڼ پر ټوېټر لیکلي وو "نن څلور بجې شاوخوا د باندنیو چارو وزارت پر سړک چاودنه شوې چې له بده مرغه تلفات لري. د امنیتي برسۍ ټیمونه ساحې ته ورغلي"

دې X پوسټ نه تېرشئ, 1
ایا له X نه د منځپانګې اجازه شته؟

دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته.‌ له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایي‌کوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ

خبرداری:‌ ښايي درېیمګړي ته اړوند منځپانګه کې اعلانونه وي

د ‍پوسټ X پای, 1

یو شمېر نورو ځایې رسنیو او د خواله رسنیو کاروونکو هم لیکلي، چې پېښه کې یو شمېر کسان وژل شوي او ټپيان دي.

په خواله رسنیو خپاره شویو انځورونو کې هم لېدل کیږي چې یو شمیر کسان هر لورې ته پراته دي.

احمدالله متقي چې د طالبانو د بهرنیو چارو د وزیر امیر خان متقي ورور دی، وايي " يو انتحاري هڅه کوله وزارت ته ننوځي، خو هدف ته ونه رسېد او په دروازه کې د امنيتي مجاهدينو لخوا کشف او انتحاري ځان ته انفجار ورکړ"

دې X پوسټ نه تېرشئ, 2
ایا له X نه د منځپانګې اجازه شته؟

دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته.‌ له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایي‌کوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ

خبرداری:‌ ښايي درېیمګړي ته اړوند منځپانګه کې اعلانونه وي

د ‍پوسټ X پای, 2

نوموړي وايي، چاودنه داسې مهال شوې چې مامورین رخصتېدل.

په همدې حال کې د طالبانو اطلاعاتو او کولتور وزارت معین مهاجر فراهي فرانسې خبري اژانس ته ویلي:" ټاکل شوې وه نن بهرنیو چارو وزارت ته یو چینایی پلاوی ورشي، خو نه پوهېږم چې د چاودنې پر مهال هغوی هلته وو کنه."

د طالبانو بهرنیو چارو وزارت کې یوې سرچینې بي بي سي پښتو پاڼې ته وویل چې "ځینې ملګري یې په دغه چاودنه کې ټپیان شوي دي" خو د وژل شویو په اړه یې څه ونه ویل.

غبرګونونه:

کابل

د عکس سرچینه، Getty Images

د طالبانو بهرنیو چارو وزارت په دې اړه خپره کړې اعلامیه کې وایلي چې د اسلامي امارت " دښمنان" په دا ډول کړنو سره نشي کولای چې د " اسلامي نظام" پر وړاندې خپلو موخو ته ورسېږي.

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو سیاسي استازولۍ"یوناما" ددې پېښې د غندلو ترڅنګ ویلي" د ناامنۍ زیاتوالی د اندېښنې وړ دی او تاتریخوالی د حل لار نده."

د افغانستان پخواني ولسمشر حامدکرزي دغه چاودنه چې د نوموړي په وینا "یو شمېر هېوادوال پکې شهیدان او ټپیان شول" غندلې او دغه پېښه یې "ترورستي بشر ضد او د ټولو انساني او اسلامي ارزښتونو خلاف" عمل بللی دی.

بل پلو د افغانستان د ملي روغې جوړې پخوانی مشر ډاکټر عبدالله عبدالله وایې:" دا ډول غیر انساني جنایتونه، د هر ډول انساني او دیني معیارونو او اصولو خلاف عمل دی چې په هېڅ قالب کې توجیه نلري."

په کابل کې د ایران سفارت هم لیکلي، یاده پېښه چې یو شمېر کسان پکې مړه او ټپیان شول غندي.