د کابل بهرنیو چارو وزارت برید ته کورني او بهرني غبرګونونه

د عکس سرچینه، Getty Images
د افغانستان پلازمېنې کابل کې د بهرنیو چارو وزارت مخې ته د داعش ډلې ځانمرګي برید ته، چې پکې د وژل شویو کره شمېر په اړه ضد او نقیض مالومات ورکول کېږي، بېلا بېل غبرګونونه ښودل شوي.
په افغانستان کې دننه او په نړیواله کچه دا برید "په سختو ټکو" غندل شوی.
اروپايي ټولنه او ملګري ملتونه:
اروپايي ټولنې دغه برید "په کلکه غندلی" او مشر استازي یې جوسيپ بورېل پر ټوېټر پاڼه لیکلي، "اروپايي ټولنه دا برید په تر ټولو سختو ټکو غندي. دا ډول تاوتریخوالی د افغانانو هغه سخت کړاوونه لا پسې ډېروي چې دوی یې هره ورځ ګالي"
د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو سیاسي استازولۍ "یوناما" د دې پېښې د غندلو ترڅنګ ویلي" د نا امنۍ زیاتوالی د اندېښنې وړ دی او تاتریخوالی د حل لار نده."
د اسلامي همکاریو سازمان:
د اسلامي همکاریو سازمان هم د چهارشنبې په ورځ (جنورۍ یوولسمه) د بهرنیو چارو وزارت مخ ته شوی برید غندلی او د برید له قربانیانو سره یې خواخوږي څرګنده کړې.
همدا راز یې پر خپله ټوېټر پاڼه لیکلي، دغه سازمان پر دې باور دی چې "په افغانستان کې د سیاسي ثبات بیا ترلاسه کولو او په ټول هېواد کې د اړین امنیت راوستلو لپاره له هرې هغې ډلې یا افرادو سره باید په کلکه مبارزه وشي چې تاوتریخوالی کوي او وینه بهوي"
دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته. له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایيکوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ
د پوسټ X پای, 1
امریکا، روسیه او بریتانیا:
امریکا او روسیې دواړو دا یو "ترهګریز" برید بللی او د قربانیانو کورنیو سره یې خواخوږي څرګنده کړې.
د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي ټام وېسټ لیکلي، "د کابل د ننني ترهګریز برید قربانیانو ته، چې د رپوټونو له مخې لږ تر لږه شل تنه پکې وژل شوي او ګڼ نور ژوبل دي، د زړه له کومې تسلیت وایم. دا تاوتریخوالی بې هدفه دی"
د افغانستان لپاره د امریکا شارژدافیرې کرن ډېکر هم برید غندلی او خواخوږي یې څرګنده کړې.
دې همدا راز پوښتلي، "باید پوه شو چې دا برید ولې او څنګه وشو او د بل برید د مخنيوي لپاره به څه وړ لارې چارې غوره کړای شي. افغانان او بهرني مېلمانه اړتیا لري چې د امنیت په اړه ډاډمن و اوسي."
د روسیې د بهرنیو چارو وزارت رسمي استازې ماریا زاخاروفه بیا ویلي، "د هغه ترهګریز برید له کبله، چې زموږ افغان همکاران او د بهرنیو چارو وزارت کارکوونکي پکې په شهادت ورسېدل، د زړه له تله تسلیت وړاندې کوم"
دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته. له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایيکوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ
د پوسټ X پای, 2
د افغانستان لپاره د بریتانیا شارژدافیر هوګو شارټر هم برید غندلی او ویلي یې دي، "بریتانیا د تاوتریخوالي دا ډول بې مانا کړنې ردوي"
پاکستان او ایران:
پاکستان هم پر برید خواشيني څرګنده کړې او غندلی یې دی.
د پاکستان دولت رسمي ټوېټر پاڼې لیکلي، "د پاکستان دولت او خلک په کابل کې ترهګریز برید غندي او له زړه ورو کورنیو سره خپله ژوره خواخوږي ښيي او تسلیت ورته وايي"
په کابل کې د ایران سفارت هم لیکلي، یاده پېښه چې یو شمېر کسان پکې مړه او ټپیان شول غندي.
د قطر د بهرنیو چارو وزارت:
د قطر د بهرنیو چارو وزارت په دې اړه یوه اعلامیه خپره کړې، د برید د غندلو، د قربانیانو کورنیو او د طالبانو حکومت سره د خواخوږۍ څرګندولو تر څنګ یې یې ویلي، "د بهرنیو چارو وزارت د قطر پر هغه غوڅ دريځ ټينګار کوي چې پرته له کومې انګيزې او توجیه تاوتریخوالی او ترهګري ردوي"
دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته. له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایيکوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ
د پوسټ X پای, 3
په کور دننه غبرګونونه:
په افغانستان کې د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزارت په دې اړه خپره کړې اعلامیه کې ویلي چې د "اسلامي امارت دښمنان" په دا ډول کړنو سره نشي کولای چې د " اسلامي نظام" پر وړاندې خپلو موخو ته ورسېږي.
د افغانستان پخواني ولسمشر حامدکرزي دغه چاودنه چې د نوموړي په وینا "یو شمېر هېوادوال پکې شهیدان او ټپیان شول" غندلې او دغه پېښه یې "ترورستي بشر ضد او د ټولو انساني او اسلامي ارزښتونو خلاف" عمل بللی دی.
بل پلو د افغانستان د ملي روغې جوړې پخوانی مشر ډاکټر عبدالله عبدالله وایې:" دا ډول غیر انساني جنایتونه، د هر ډول انساني او دیني معیارونو او اصولو خلاف عمل دی چې په هېڅ قالب کې توجیه نلري."
د یادولو ده چې د چهارشنبې په ورځ وزیر اکبر خان سیمې ته څېرمه د بهرنیو چارو وزارت مخې ته د شوي ځانمرګي برید مسولیت اسلامي دولت نومې ډلې یا داعش منلی. پکې وژل شوي له پنځو تر شلو ښودل کېږي خو کره شمېر یې لا نه دی مالوم.











