د افغانستان کرېکټ بورډ: د اسټرالیا لغوه شویو لوبو په اړه کرېکټ نړیوالې شورا سره خبرې کوو

د نوبل سولې جایزې ګټونکې شیرین عبادي په ګډون ۹۰۹ شخصیتونو، افغان او نړیوالو بنسټونو په یوه پرانیستي لیک کې له طالبانو غوښتي چې پر ښځو لګول شوي بندیزونه لغوه کړي.

ژوندی پوښښ

  1. د افغانستان کرېکټ بورډ: د اسټرالیا لغوه شویو لوبو په اړه کرېکټ نړیوالې شورا سره خبرې کوو

    Cricket

    د عکس سرچینه، Getty Images

    د افغانستان کرېکټ بورډ چارواکي وايي، له افغانستان سره د اسټرالیا د لغو شویو لوبو په اړه د کرېکټ د نړیوالې شورا له مرستیال مشر سره خبرې کړې دي.

    د کرېکټ بورډ اجرایوي مشر نصیب خان وايي "په دې اړه مو مفصلې خبرې وشوې" خو دا یې نه دي چې په خبرو پر څه بحث شوی او دا چې کومې پرېکړې ته رسېدلي او کنه.

    نوموړي وايي، ټاکل شوې راتلونکو دوو اونیو کې یو ځل بیا د کرېکټ نړیوالې شورا له مشرتابه سره وګوري او په "ټولو حقوقي لارو" به خبرې وکړي.

    وروسته له هغه چې اسټرالیا له افغانستان سره د لوبو لړۍ لغوه کړه، ګڼو افغان لوبغاړو پر دغه پرېکړه ناخوښي په ډاګه کړه او د بېرته اخیستو غوښتنه یې کړې.

    ښاغلی نصیب خان وايي، د افغانستان د کرېکټ بورډ مشر میرویس اشرف متحده عربي اماراتو کې دی او په همدې اړه یې د هند، پاکستان او شري لنکا د کرېکټ له چارواکو سره کتلي دي.

    د افغانستان کرېکټ بورډ د اسټرالیا پرېکړه "سیاسي او نا عادلانه" ګڼي. خو د اسټرالیا کرېکت بورډ اداري مشر نیک هاکلي له افغانستان سره د لوبو نه کولو پرېکړه سیاست نه بولي او وايي: "په افغانستان کې حالت ننګونکی او زړه بدوونکی دی."

    اسټرالیا وايي په افغانستان کې د طالبانو د حکومت له خوا پر ښځو د بندیزونو له امله یې دغه پرېکړه کړې ده.

  2. وروستی, د ۹۱۰ شخصیتونو او بنسټونو پرانیستی لیک: "طالبانو افغانستان د تیارو دوران ته ورټېل وهلی"

    مکتبۍ

    د عکس سرچینه، Getty Images

    د نوبل سولې جایزې ګټونکې شیرین عبادي په ګډون ۹۰۹ شخصیتونو، افغان او نړیوالو بنسټونو په یوه پرانیستي لیک کې له طالبانو غوښتي چې پر ښځو لګول شوي بندیزونه لغوه کړي.

    دوی د طالبانو له لوري له زدکړو او کاره د افغان نجونو او مېرمنو منع کول "ګواښونکی عمل" او د "ژورې خواشینۍ" وړ بللی او په دغه لیک کې یې لیکلي چې طالبانو کولای شول په شپاړسو میاشتو کې هماغسې کالي یا یونیفورم او چاپېریال ورته برابر کړي چې دوی یې غواړي خو "طالبانو په وروستیو کړنو سره هېواد د تیارو دوران ته ورګرځولی دی."

    په دغه لیک کې همدا راز ویل شوي چې "د طالبانو د ادعا برخلاف د افغانستان په ټولنه کې د نجونو د زدکړو پر وړاندې هېڅ راز کلتوري او دودیز خنډ نه شته"

    د دغه لیک په پای کې د ۹۱۰ کسانو او د نړیوالو بشري‌ حقونو مدافع بنسټونو لاسلیک لیدل کېږي او پوښتنه یې کړې ده چې "ایا په افغانستان کې نجلۍ اوسېدل جرم دی؟" او همدا راز یې د اسلام له نظره هم د "تحصیل حق" ته اشاره کړې چې ګواکې پر ښځه او نارینه دواړو فرض کړای شوی دی.

    خو دوی وايي، "طالبانو د دغو امرونو پر خلاف عمل کړی"

    د لیک په وروستیو کې له نړیوالې تولنې، ملګرو ملتونو او د نړۍ له مشرانو غوښتل شوي چې له "ډېپلوماتیکو لارو" او "پر طالب مشرانو د بندیزونو لګولو سره" دې پر دوی فشار راوړل شي او پر لیکه بڼه او کورونو کې دې نجونو ته د زدکړو زمینه برابره کړای شي.

    همدا راز یې د اسلامي همکاریو سازمان نه غوښتي چې د دیني مشرانو یو بېړنی بحث دې رامنځ ته کړي چې په دې اړه "فتوا" ورکړي.

    په دغه لیک کې په افغانستان کې پر بشري حقونو د څار مخکېني ځانګړي رپورټر کمال حسین، د مذهب او عقیدې ازادۍ پخواني ځانګړي رپورټر احمد شهید، د ښځو او نجونو پر وړاندې د تاوتریخوالي د مخینوي مخکېنۍ ځانګړې رپورټرې رادیکا کوماراسوامي او ځينو نورو نومونه لیدل کېږي.

  3. حکمتيار يو ځل بيا د نجونو زدکړو پر بنديز نيوکې کړې

    د اسلامي حزب مشر ګلبدین حکمتیار یو ځل بیا د طالبانو له خوا د نجونو زدکړو پر بندیز نیوکې کړې او هغه یې د قرآن د ځینو مفسرینو په حواله له هغه حالت سره ورته بللي ، کله چې له "اسلامه مخکې د جاهلیت زمانه کې ځینو خلکو لوڼې ژوندۍ خښولې".

    ښاغلي حکمتیارد جمعې لمانځه خطبه کې یو ځل بیا ټينګار وکړ چې د هلکانو او نجونو روزنه د کورنیو او د حکومتي چارواکو ګډ مسؤولیت دی.

    له کله چې طالبان بیا واک ته رسېدلي له شپږم ټولګي پورته نجونو او بیا وروسته د پوهنتون زدکوونکو نجونو پر مخ د ښونیزو مرکزونو او پوهنتونو دروازې تړلي دي.

    طالبان وايي هڅه کوي دا ستونزه هواره کړي، خو تر دې دمه یې عملي ګامونه نه دي اخستي.

    حکمتيار

    د عکس سرچینه، Getty Images

  4. 'افغانستان کې د یخنۍ درجه منفي ۳۵ ته رسېږي،‌ خو د مرستو وېش ټکنی شوی'

    په افغانستان کې د ملګرو د مرستو همغږۍ اداره اوچا وايي،‌ د دغه هېواد په ځینو برخو کې به راتلونکو دوو ورځو کې د یخنۍ درجه منفي ۳۵ ته ټېټه شي،‌ خو وایي د طالبانو حکومت له خوا په اېن جیوګانو کې د ښځو کاربندیز له امله د مرستو وېش "ډېر اغېزمن شوی دی."

    په افغانستان کې تازه د واورېدو له امله په ځینو ولایتونو کې لویې لارې تړل شوې دي.‌ د کابل او شمال ترمنځ د تګ راتګ لویه لاره هم سالنګ کې واورو تړلې ده.‌

    له غوره ولایته هم رپوټونه ورکړل شوي چې دغلته له ځینو ولسوالیو او ګاونډیو ولایتونو سره د موټرو لارې تړل شوې دي.‌

    د ملګرو ملتونو د مرستو یاده ادراه وايي، "د بشري کومکونو ملګرې ادارې خلکو ته د ګرمو کالیو او نغدو پیسو په ګډون مرستې رسوي،‌ خو پر ښځو د طالب چارواکو بندیزونو دغه لړۍ سخته ټکنۍ کړې ده."

    د زدکړو او کار برخه کې د ښځو په اړه د طالبانو له ځپونکو تګلارو وروسته ګڼو نړیوالو بنسټونو په افغانستان کې د مرستو رسونې کارونه ځنډولې دي.

    دغه خیریه بنسټونو بیا بیا خبرداری ورکوي چې که طالبان خپلې پرېکړې بدلې نه کړي،‌ د افغانستان میلیونونه خلک به لا نور وځپل شي او بهرنۍ مرستې به "وچې شي."

    د ناروې د کډوالو شورا مشر چې له تېرې اوونۍ راهیسې افغانستان ته تللی،‌ تازه په یوه لیک کې له طالب مشرانو غوښتي چې په این جیوګانو کې د ښځو کار اجازې لپاره دې دویم فرمان خپور کړي.

    يان اېګلنډ تېره اوونۍ له بي بي سي‌ پښتو پاڼې سره په ځانګړې مرکه کې هم ویلي وو چې د طالبانو دریو وزیرانو ژمنه ورکړې وه چې د ښځو د کار لپاره د طالبانو مشر هبت الله اخوندزاده پر دویم فرمان کار کوي.‌

    خو د طالبانو پخوانیو ژمنو ته په پام،‌ ځینې دغه ډول ژمنو ته د شک په سترګه ګوري.‌

    ښاغلی اېګلنډ چې ټاکل شوې وه،‌ چار شنبه کندهار ته ولاړ شي،‌ د خرابې هوا له امله تر اوسه په کابل کې دی.‌ خو په لیک کې یو ځل بیا ټینګار کړی چې له ښځینه کارمنانو پرته د مرستو چارې نه شي‌ پيلولی.‌

    دې X پوسټ نه تېرشئ
    ایا له X نه د منځپانګې اجازه شته؟

    دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته.‌ له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایي‌کوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ

    خبرداری: بي بي سي د بهرنیو وېبپاڼو د منځپانګې مسؤله نه ده

    د ‍پوسټ X پای

  5. ملګري ملتونه: افغانستان او ۱۴ نورو هېوادونو کې ۳۰ میلیونه ماشومان خوارځواکه دي

    un

    د عکس سرچینه، UN

    ملګري ملتونه وایې باید بېړنۍ مرستې ورسره وشي چې د خوړو له جدي کړکېچ سره د مخ هېوادونو ماشومان چې بېړني لاسنیوي ته اړتیا لري له سختې خوارځواکۍ وژغورل شي.

    ملګري ملتونه وایي، "په ۱۵ هېوادونو کې له ۳۰ میلیونو ډېر ماشومان د خوارځواکۍ له ګواښ سره مخ دي، او ددغو ماشومانو اته میلیونه یې د خوارځواکۍ له شديدې بڼې رنځ وړي."

    ددغه نړیوال سازمان د مالوماتو له مخې، افغانستان، بورکینافاسو، چاد، کانګو ډیموکراټيک جمهوریت، ایتوپیا، هایتي، کینیا، ماداګاسکار، مالي، نایجیر، نایجریا، سومالیا، سودان، سویلي سودان او یمن هغه هېوادنه دي چې په ماشومان یې دا بده ورځ راغلې ده.

    د مرستو دغه غوښتنه د ملګرو ملتونو پنځو اړوندو اېجنسیو کړې.

    ملګري ملتونه غوښتنه کوي چې د ماشومانو د ضایع کېدو د مخنیوي نړیوال پلان ټولې برخې باید په چټکۍ سره عملي شي.

    ددغه پلان له مخې، مخکې له دې چې ډېر ماشومان د شدیدې خوارځواکۍ له امله د مرګ تر پولې ورسېږي باید لاس نیوی یې وشي.

  6. د بښنې نړيوال سازمان له امنيت شورا غواړي افغانستان کې پر ښځو د محدوديتونو پر لېرې کولو غور وکړي

    د بښنې نړيوال سازمان (امنيسټي انټرنشل) د ملګرو ملتونو له امنيت شورا غوښتي چې د افغانستان په اړه نننۍ غونډه کې د طالبانو له خوا پر ښځو د لګولو شويو محدويتونو په لغوه کولو ور ټوله وي.

    ټاکل شوې نن (جمعه ۱۳ جنوري) د ملګرو ملتونو امنيت شورا د افغانستان د وضعيت او په دغه هېواد کې د ښځو د حالت په تړاو د بندو دروازو تر شا غونډه وکړي.

    د بښنبې نړيوال سازمان په يوه خبرپاڼه کې ويلي، په نا دولتي موسسو کې د ښځو د کار له ځنډېدو وروسته په افغانستان کې بشري ناورين لا ژور شوی او په هېواد کې د خوړو د نشتوالی او د خوارځواکۍ کچه لا زياته شوې ده.

    يو شمېر نړيوالو موسسو په افغانستان کې د طالبانو له خوا په این جیو ګانو کې د ښځو پر کار د بنديز په غبرګون کې خپل فعاليتونه ځنډولي دي.

    د بښنې نړيوال سازمان د جنوبي اسيا مشرې يميني ميشرا د ښځو او نجونو له حقونو څخه د جدي سرغړونو د مخنيوی لپاره د امنيت شورا د هڅو پر اهميت ټينګار کړی دی.

    د بښنې نړيوال سازمان همدا ډول د هغو کسانو چې د طالبانو له خوا د لګولو شويو محدوديتونو پر ضد غږ پورته کوي، د ځپل کېدو د درولو غوښتنه هم کړې ده.

    د بښنې نړیوال سازمان له طالب چارواکو غوښتي چې ژر تر ژره له شپږم پورته ښوونځیو او په پوهنتونو کې نجونو ته د زدکړو اجازه ورکړي.‌ دغه بنسټ په این جیوګانو کې د ښځو د کاربندیز لېرل کول هم غوښتي.‌

    امنيت شورا

    د عکس سرچینه، Getty Images

  7. کرېکټ: اس‍ټرالیا سره د لوبو لغوه کېدو پر سر د امرالله صالح او محمد نبي‌ ناندرۍ

    د افغانستان د مخکېني ولسمشر لومړي مرستیال امرالله صالح هغه څرګندونې ناندریزې شوې چې د اسټرالیا له خوا یې له افغان لوبډلې سره د لوبو لغوه کول "یو معنا لرونکی حرکت" بللی دی.

    ښاغلي صالح پر خپلې ټوېټر پاڼه لیکلي "د افغانستان خلک د کرېکټ لوبډلې پر هغې موسکا حیران شول چې دوی د ترهګرو ډلې له مشر او حقاني شبکې رهبر سره ډوډۍ خوړله او عکسونه یې ورسره اخیستل، خو د ښځو پر زدکړو د بندیز په ګډون پر بې عدالتیو پټه خوله پاتې شول. نو له همدې امله د اسټرالیا له خوا د افغانستان د کرېکټ پر لوبډلې بندیز او محرومیت یو معنا لرونکی حرکت دی."

    د افغانستان کرېکټ ملي لوبډلې یو شمېر غړو په تېر سپټمبر کې د طالبانو کورنیو چارو له وزیر سراج الدین حقاني سره ګډ عکس اخیستی وو.

    خو د افغانستان د کرېکټ ملي لوبډلې لوبغاړي او مخکېني لوبډلمشر محمد نبي د ښاغلي صالح د څرګندونو په غبرګون توند غبرګون ښودلی دی.‌

    محمد نبي د ښاغلي صالح د ټوېټ په ځواب کې لیکلي: "قدرمن صالح، ستاسو دغه ټویټ زه حیران کړم، هیڅوک د افغان لوبغاړو وطن دوستۍ او ژمنتیا تر پوښتنې لاندې نه شي راوستلی، موږ اوس هم تر ملي بیرغ او ملي سرود لاندې لوبېږو، او د نړۍ په کونج کونج کې د خپل هېواد د ریښتینو ارزښتونو استازیتوب کوو."

    کرېکټ

    د عکس سرچینه، Getty Images

  8. وروستی, ترکی ولسمشر: له زدکړو د افغان نجونو منع کول "نا انساني او غیراسلامي" کار ګڼو

    اردوغان

    د عکس سرچینه، Getty Images

    د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان په افغانستان کې د طالبانو حکومت باندې نیوکه کړې چې ګواکې ښځينه زدکوونکې یې له زدکړو منع کړې دي.

    ښاغلي اردوغان ویلي، "په افغانستان کې له حجاب سره سره بیا هم نجونې په ښوونځيو او پوهنتونونو کې زدکړو ته نه پرېښودل کېږي. موږ دا یو نا انساني او غیر اسلامي کارګڼو، زموږ دین کې داسې څه نه شته".

    د ترکیې ولسمشر دغه څرګندونې په خپله یوه وینا کې کړې او ویلي یې دي چې افغان نجونې باید زدکړو ته پرېښودل شي.

    ده زیاته کړې، "موږ ته هېڅوک په اسلام کې دا نه شي تشریح او توجیه کولای چې ښځې له زدکړو پکې منع شوې وي. اسلام داسې څه نه مني، بلکې سپارښتنه کوي چې له زانګو تر ګوره علم تر لاسه کړئ"

    په افغانستان کې واک ته د طالبانو له بیا رسېدو راهیسې یې حکومت پر نجونو او مېرمنو بېلا بېل محدودیتونه لګولي دي. خو وايي چې دا لنډمهاله دي او د کار او زدکړو په برخه کې "مناسبت" چاپېریال ورته جوړوي.

    خو له شپږم تر دوولسم ټولګي یې د نجونو پر وړاندې د ښوونځيو پر تړلو تر یو نیم کاله ډېره موده کېږي.

    وروسته یې د دوی پر مخ پوهنتونونه هم وتړل او په وروستي ګام کې یې په نادولتي موسسو کې هم ښځینه کارکوونکې له کاره منع کړې.

    دغو بندیزونو او محدودیتونو په کور دننه او بهر پراخ غبرګونونه درلودلي دي او د ترکي ولسمشر څرګندونې یې په اړه تازه هغه دي.

  9. کرېکټ

    د عکس سرچینه، Getty Images

  10. اسټرالیا له افغانستان سره د کرېکټ راتلونکو یو ورځنیو لوبو لړۍ لغوه کړې.

    اسټرالیا وايي‌، دغه لوبې یې ځکه لغوه کړي چې طالبانو افغانستان کې د نورو بندیزونو تر څنګ د سپورت په برخه کې هم پر ښځو محدودیتونه لګولي.

    له دغه اعلان سره سم د افغانستان کرېکټ لوبډلې ګڼ شمېر لوبغاړو غبرګونونه ښکاره کړل او له استراليا يې وغوښتل چې خپله پرېکړه واخلي.

    کرېکټ

    د عکس سرچینه، Getty Images

  11. یوناما: استازې مو د طالبانو بهرنیو چارو وزیر ته د نړۍ خبرداری ورساوه

    طالبان

    د عکس سرچینه، Taliban

    د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو سیاسي استازولۍ/یوناما وایې په کابل کې یې مشرې استازې روزا اوتنبایو د طالبانو بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي سره لیدنه کې د ښځو د زدکړو او کار په تړاو د نړیوالې ټولنې اندېښنې شرېکې کړې دي.

    یومانا په همدې تړاو خپاره کړي تويټر پیغام کې لیکلي، "طالبان باید په بیړه د افغان مېرمنو پر وړاندې زیاتېدونکی کمپاین ودروي."

    یوناما لیکي چې اغلې اوتنبایو له ښاغلي متقي سره په لیدنه کې چې د افغانستان په بهرنیو چارو وزارت کې ترسره شوه، په دې اندېښنه ښودلې چې په افغانستان کې د ښځو په کار او زدکړو بندیز باید ژر تر ژره بېرته واخیستل شي، ځکه د دوي په ټکو دا کار "افغانستان نور هم بې ټیکاوه کوي او د غربت لمن" پراخوي.

    بل پلو د طالبانو بهرنیو چارو وزارت پدې تړاو خپره کړې وینا پاڼه کې لیکلي چې په دې لیدنه کې د ملګرو ملتونو استازې په ځینو مواردو کې لکه "فساد سره مبارزه" د دوي د حکومت له کړنو خوښي څرګنده کړې ده.

    بهرنیو چارو وزارت هم لیکي چې د ښځو د کار او تعلیم په اړه هم نظرونه او اندېښنې شریکې شوې خو استازې "دوی ته ډاډ ورکړی" چې له افغانستان سره به مرستې جاري ساتي.

    د طالبانو بهرنیو چارو وزارت لیکي چې وزیر یې امیرخان متقي ویلي چې دوی تر بل هر وخته مثبت کارونه کړي" ملوک الطوائفي، فساد او مخدره مواد له منځه تللي. بناء نړیواله ټولنه باید د قدر په سترګو ورته وګوري او د هېوادوالو کنګل شوې شتمنۍ، بانکي محدودیتونه او نوري اړونده ستونزې حل کړي."

    له دې لیدنې مخکې د ملګرو ملتونو مرستیال استازي مارکوز پوټزیل هم د طالبانو بهرنیو چارو وزارت له سیاسي معین شېرمحمد عباس ستانکزي سره کتلي دي. یوناما لیکي چې په دې لیدنه کې هم دواړو لورو زدکړو ته د "ټولو وګړو" په لاسرسي ټینګار کړی او ویلي دی چې زدکړې یوازینۍ لاره ده چې کولای شي افغانان له اوسني حالته را وباسي.

    د طالبانو په حکومت کې ښاغلی ستانکزی هغه چارواکی دی چې تل په ډاګه د نجونو له زدکړو او کاره ملاتړ کوي.

    دې X پوسټ نه تېرشئ
    ایا له X نه د منځپانګې اجازه شته؟

    دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته.‌ له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایي‌کوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ

    خبرداری: بي بي سي د بهرنیو وېبپاڼو د منځپانګې مسؤله نه ده

    د ‍پوسټ X پای

  12. وروستی, کرن ډېکر: باید پوه شو چې دا برید ولې او څنګه وشو؟

    د افغانستان لپاره د امریکا شارژدافیر کرن ډېکر هم په کابل کې د بهرنیو چارو وزارت مخکې شوی برید غندلی او خواخوږي یې څرګنده کړې ده.

    دې همدا راز پوښتلي، "باید پوه شو چې دا برید ولې او څنګه وشو او د بل برید د مخنیوي لپاره به څه وړ لارې چارې غوره کړای شي. افغانان او بهرني مېلمانه اړتیا لري چې پر اغېزمن امنیت حساب وکړای شي"

    دې X پوسټ نه تېرشئ
    ایا له X نه د منځپانګې اجازه شته؟

    دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته.‌ له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایي‌کوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ

    خبرداری: بي بي سي د بهرنیو وېبپاڼو د منځپانګې مسؤله نه ده

    د ‍پوسټ X پای

    امریکا او روسیې دواړو دا یو "ترهګریز" برید بللی او د قربانیانو کورنیو سره یې خواخوږي څرګنده کړې.

    د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي ټام وېسټهم پرخپله ټوېټر پاڼهلیکلي، "د کابل د ننني ترهګریز برید قربانیانو ته، چې د رپوټونو له مخې لږ تر لږه شل تنه پکې وژل شوي او ګڼ نور ژوبل دي، د زړه له کومې تسلیت وایم. دا تاوتریخوالی بې هدفه دی"

    د روسیې د بهرنیو چارو وزارت رسمي استازې ماریا زاخاروفه بیا ویلي، "د هغه ترهګریز برید له کبله، چې زموږ افغان همکاران او د بهرنیو چارو وزارت کارکوونکي پکې په شهادت ورسېدل، د زړه له تله تسلیت وړاندې کوم"

  13. وروستی, اروپايي ټولنه: دا تاوتریخوالی د افغانانو کړاو لا پسې ډېروي

    اروپايي ټولنې په کابل کې د بهرنیو چارو وزارت مخې ته شوی برید په "کلکو ټکو" غندلی دی.

    د دې ټولنې مشر استازيجوسيپ بورېل پر ټوېټر پاڼه لیکلي، "اروپايي ټولنه دا برید په تر ټولو سختو ټکو غندي. دا ډول تاوتریخوالی د افغانانو هغه سخت کړاوونه لا پسې ډېروي چې دوی یې هره ورځ ګالي"

    دې X پوسټ نه تېرشئ
    ایا له X نه د منځپانګې اجازه شته؟

    دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته.‌ له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایي‌کوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ

    خبرداری: بي بي سي د بهرنیو وېبپاڼو د منځپانګې مسؤله نه ده

    د ‍پوسټ X پای

    دغه برید ته په کورنۍ او نړیواله کچه پراخ غبرګونونه ښودل شوي.

    په همدې ترڅ کې دافغانستان لپاره د ملګرو ملتونو سیاسي استازولۍ "یوناما" د دې پېښې د غندلو ترڅنګ ویلي" د نا امنۍ زیاتوالی د اندېښنې وړ دی او تاتریخوالی د حل لار نده."

    د یادولو ده چې په دغه برید کې د وژل شویو شمېر له پنځو تر شلو ښودل کېږي خو د کره مرګ ژوبلې شمېر لا نه دی مالوم. مسولیت یې اسلامي دولت نومې ډلې یا داعش منلی دی.

  14. وروستی, ایمرجنسي روغتون: "ټپیان دومره ډېر وو چې په ډوډۍ خونه کې مو هم چپرکټونه کېښودل"

    کابل کې د ایمرجنسي مشر سټېفانو سوزاویلي، "دا د ۲۰۲۳ کال لومړنی داسې برید دی چې په ډلییزه توګه خلک وژني. خو د ۲۰۲۲ کال له پیل راهیسې تر ټولو ډېر ټپیان لرونکې پېښه ده. داسې چې ان موږ د ډوډۍ خونې کې هم چپرکټونه ایښي دي."

    د برید له سيمې په یوه عکس کې چې ځینو رسمي سرچینو تایید کړی، لږ تر لږه نهه تنه وژل شوي او یا ژوبل کسان ښکاري چې وزیر اکبر خان سيمې ته څېرمه د بهرنیو چارو وزارت مخې ته پر ځمکه پراته پکې ښکاري.

    دې X پوسټ نه تېرشئ
    ایا له X نه د منځپانګې اجازه شته؟

    دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته.‌ له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایي‌کوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ

    خبرداری: بي بي سي د بهرنیو وېبپاڼو د منځپانګې مسؤله نه ده

    د ‍پوسټ X پای

  15. داعش ډلې د کابل بريد مسووليت منلی دی

    په کابل کې ښار کې د بهرنیو چارو وزارت مخې ته د "ځانمرګي برید"څو ساعته وروسته رویټرز خبري اژانس خبر ورکړی چې د دې برید مسؤولیت داعش ډلې منلی دی.

    د أعماق په نوم د ټیلګرام یوه پاڼه کې چې د داعش ډلې خبرونه خپروني ادعا شوي چې په دې "ځانمرګي برید کې د دپلوماتانو په ګډون لسګونه کسان وژل شوي دي".

    یاد اژانس د طالبانو حکومت د یوه چارواکي له قوله ویلي چې په دې برید کې شل تنه وژل شوي دي. دې چارواکي ویلي برید کوونکي غوښتل چې د بهرنیو چارو وزارت ودانۍ ته ننووځي خو نه دی بریالی شوی او دروازه کې یې ځان ته چاودنه ورکړې ده. خو کابل کې د امنیه قوماندانۍ ویاند یوازې د پنځو کسانو د وژنې او د یو شمير نورو د ټپي کېدو پخلی کړی.

    کابل بريد

    د عکس سرچینه، Getty Images

  16. د بهرنیو چارو وزارت مخې ته چاودنه؛ د مرګژوبلې ضد ونقيض راپورونه

    په کابل کې د بهرنیو چارو وزارت مخې ته نن "چهارشنبه" د مرغومې ۲۱مه، مازیګر مهال پر غځېدلي سړک چاودنه شوې.

    په کابل کې د طالبانو امنیه قومندانۍ ویاند خالد ځدراڼ وایې په دې پېښه کې "زموږ ۵ تنه ملکي هېوادوال شهیدان او یو شمیر ټپیان شول."

    په کابل کې د بېړنیو پېښو روغتون لیکلي چې د کابل له نننۍ چاودنې یوازې دې روغتون ته "۴۰ ټپیان وروړل شوي" دي.

    د افغانستان لپاره د ایمېرجنسي روغتون مشر سټيفانو سوزا وایي: " موږ ته څلوېښت ټپیان راوړل شوي، دا سخته ده چې ووایو وروستۍ شمېرې څو دي، موږ په دې اړه څېړنې کوو، دا په ۲۰۳۳ کال کې لومړنۍ لویه پېښه وه."

    په لومړیو کې د فرانسې خبري اژانس پدې پېښه کې شلو کسانو ته د مرګ ژوبلې اوښتو رپوټ ورکړی وو.

    خو رویټرز خبري اژانس ته د طالبانو د اطلاعاتو او کولتور وزارت یوه چارواکي استاد فرید الدین ویلي چې په پېښه کې ټول شل کسان وژل شوي دي.

    کابل

    د عکس سرچینه، Getty Images

  17. د طالبانو د لوړو زدکړو وزير: موږ ډاکترانو، انجينرانو او پيلوټانو ته هم اړتیا لرو

    د طالبانو د لوړو زدکړو وزير ندا محمد نديم په دې وروستيو کې ويلي، افغانستان د بشپړې خپلواکۍ لپاره معاصرو (غير ديني علومو) ته هم اړتيا لري.

    ندا محمد نديم په کابل پوهنتون کې يوې غونډې ته وويل، ازادي يوازې په ډګر کې د دښمن په ماتولو نه شي ترلاسه کېدی، د معاصرو علومو په برخه کې هم بايد هڅې وشي.

    د طالبانو حکومت وروسته له هغه په نړيواله کچه له پراخو نيوکو سره مخ شو چې د حکومت د لوړو زدکړو وزارت په دې وروستيو کې د نجونو پر مخ د پوهنتونونو دروازې وتړلې.

    له غبرګونونو وروسته ښاغلي نديم، د نجونو ليله، د حجاب نه مراعاتول، د پوهنتونونو درسي نصاب هغه څه ياد کړل چې له مخې یې د نجونو پر مخ د پوهنتونونو دروازې وتړل شوې.

    په وروستيو څرګندونو کې د طالبانو د لوړو زده کړو وزیر د نجونو لپاره د پوهنتونونو د بیا پرانیستلو یادونه نه ده کړې.

    خو نوموړي وويل، "موږ د دښمن له لورې تخريبېږو، الله (ج) دې نه کوي چې موږ دې د افغانانو حقونو ته ژمن نه يو، یا موږ دې د تعليم ضد يو، داسې هم نه ده چې د چا به داسې برداشت وي چې اسلامي امارت به په دغو بهانو سره په دغه علمي ډګر کې ضعف راولي."

    ندا محمد نديم

    د عکس سرچینه، TALIBAN

  18. وروستی, په کابل کې د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزارت ته څېرمه چاودنه شوې

    په کابل کې د طالبانو د پولیسو ویاند خالد ځدراڼ په کابل ښارکېد بهرنیو چارو وزارت ته څېرمه د يوې چاودنې پخليکړی دی.

    ښاغلي ځدراڼ په خپل ټویټر لیکلي، "څلور بجې شاوخوا د باندنیو چارو وزارت پر سړک چاودنه شوې چې له بده مرغه تلفات لري. "

    د مرګرګژوبلې کره شمېر لا نه دی معلوم د خالد ځدراڼ په وينا د پوليسو ډلې سيمې ته رسېدلې او د پېښې جزئيات به وروسته شريک کړل شي.

    تر دې وړاندې هم په کابل کې د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت مرکز ته څېرمه د چاودنې خبر ورکړل شوی و. یوې طبي سرچینې بي بي سي ته ویلي، چاودنه د بهرنیو چارو وزارت د دروازې مخې ته شوې ده.

    دغه سرچينه وايي چې تر اوسه پورې د دې چاودنې له امله د جمهوريتروغتون ايمرجنسي څانګې ته شپږ ټپيان ور وړل شوي دي.

    اې اېف پي خبري اژانس بيا د شل تنو د مرګژوبلې خبر ورکړی دی.

    دې X پوسټ نه تېرشئ
    ایا له X نه د منځپانګې اجازه شته؟

    دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته.‌ له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایي‌کوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ

    خبرداری: بي بي سي د بهرنیو وېبپاڼو د منځپانګې مسؤله نه ده

    د ‍پوسټ X پای

  19. وروستی, واورې ورېدو د کابل- غور لویه لار تړلې ده

    د طالبانو حکومت وايي، د کابل – غور او له مرکز فیروزکوه سره د دغه ولایت د شپږو ولسوالیو لارې د واورې ورېدو له کبله تړل شوې دي.

    باختر خبري اژانس د غور د والي د ویاند شیخ عبدالواحد حماس له قوله ویلي، تېره شپه واوره وورېده چې له کابل سره یې د غور بند باین لاره وتړله.‌

    نوموړی وايي، له غوره کابل ته د مسافرو اوه موټر د واورې له کبله په بکک کوتل کې بند پاتې وو،‌ چې د ژغورنډلې په مرسته د خطر له ځایه وایستل شول.

    روانه اونۍ د افغانستان پلازمېنې کابل په ګډون په ګڼو سیمو کې واورې شوې دي.

    واوره

    د عکس سرچینه، bakhtarnews.af