د بهرنیو چارو وزارت مخې ته "ځانمرګی برید"؛ له پنځو تر شلو وژل شوي، مسولیت یې داعش منلی

د عکس سرچینه، Getty Images
په کابل کې د بهرنیو چارو وزارت مخې ته د "ځانمرګي برید" مسولیت داعش یا اسلامي دولت نومې ډلې منلی دی. په برید کې د وژل شویو په اړه ضد او نقیض مالومات ورکول کېږي.
که څه هم د طالبانو حکومت د امنیه قومندانۍ ویاند خالد ځدراڼ ویلي چې په دغه برید کې "پنځه ملکیان" وژل شوي او یو شمېر نور ژوبل دي خو ځينې مسولان د مرګ ژوبلې کچه تر دې څو برابره لوړه ښيي.
رویټرز خبري اژانس د طالبانو حکومت د اطلاعات و کلتور وزارت د یوه چارواکي له خولې په دغه ځانمرګي برید کې د وژل شویو شمېر شل تنه ښودلی او ویلي یې دي، ځانمرګي بریدګر غوښتل چې د بهرنیو چارو وزارت ودانۍ ته ننوځي خو بریالی نه شو.
احمدالله متقي چې د طالبانو د بهرنیو چارو د وزیر امیر خان متقي ورور دی، وايي " يو انتحاري هڅه کوله وزارت ته ننوځي، خو هدف ته ونه رسېد او په دروازه کې د امنيتي مجاهدينو لخوا کشف او انتحاري ځان ته انفجار ورکړ"
دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته. له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایيکوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ
د پوسټ X پای, 1
دی وايي، چاودنه داسې مهال شوې چې مامورین رخصتېدل.
د طالبانو بهرنیو چارو وزارت کې یوې سرچینې بي بي سي پښتو پاڼې ته وویل چې "ځینې ملګري یې په دغه چاودنه کې ټپیان شوي دي" خو د وژل شویو په اړه یې څه ونه ویل.
"ټپیان دومره ډېر وو چې په ډوډۍ خونه کې مو هم چپرکټونه کېښودل"
په همدې حال کې د کابل ایمرجنسي روغتون هم ویلي چې د چهارشنبې په ورځ شوي دغه برید کې تر څلوېښتو ډېر ژوبل شوي دغه روغتون ته وروړل شوي دي.
دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته. له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایيکوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ
د پوسټ X پای, 2
د ایمرجنسي مشر سټېفانو سوزا ویلي، "دا د ۲۰۲۳ کال لومړنی داسې برید دی چې په ډلییزه توګه خلک وژني. خو د ۲۰۲۲ کال له پیل راهیسې تر ټولو ډېر ټپیان لرونکې پېښه ده. داسې چې ان موږ د ډوډۍ خونې کې هم چپرکټونه ایښي دي."
د برید له سيمې په یوه عکس کې چې ځینو رسمي سرچینو تایید کړی، لږ تر لږه نهه تنه وژل شوي او یا ژوبل کسان ښکاري چې وزیر اکبر خان سيمې ته څېرمه د بهرنیو چارو وزارت مخې ته پر ځمکه پراته پکې ښکاري.
"ټاکل شوې وه یو چينايی پلاوی دغه وزارت ته ورشي"
دغه برید د چهارشنبې په ورځ مازدېګر شاوخوا څلور بجې وشو.

د عکس سرچینه، Getty Images
د رویټرز خبري اژانس د خبر له مخې، اسلامي دولت نومې ډلې یا داعش د دغه برید مسولیت منلی.
دې ډلې پر خپله پاڼه "اعماق" دا خبره کړې او همدا راز یې ادعا کړې چې ګواکې په دې برید کې یې د ډپلوماتانو په ګډون لسګونه کسان وژلي او ژوبللي دي.
دا برید داسې مهال شوی چې ځينو طالب مسولانو ویلي، ټاکل شوې وه نن یو چينايی پلاوی د بهرنیو چارو وزارت ته ورشي.
د طالبانو حکومت د اطلاعاتو او کلتور وزارت مرستیال مهاجر فراهي فرانسې خبري اژانس ته ویلي، "په پام کې وه نن یو چينايی پلاوی بهرنیو چارو وزارت ته لاړ شي خو نه پوهېږو چې د برید پر مهال هغه رسېدلي وو او که نه"
غبرګونونه:
د طالبانو بهرنیو چارو وزارت په دې اړه خپره کړې اعلامیه کې وایلي چې د اسلامي امارت " دښمنان" په دا ډول کړنو سره نشي کولای چې د " اسلامي نظام" پر وړاندې خپلو موخو ته ورسېږي.
د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو سیاسي استازولۍ"یوناما" ددې پېښې د غندلو ترڅنګ ویلي" د ناامنۍ زیاتوالی د اندېښنې وړ دی او تاتریخوالی د حل لار نده."
د افغانستان پخواني ولسمشر حامدکرزي دغه چاودنه چې د نوموړي په وینا "یو شمېر هېوادوال پکې شهیدان او ټپیان شول" غندلې او دغه پېښه یې "ترورستي بشر ضد او د ټولو انساني او اسلامي ارزښتونو خلاف" عمل بللی دی.
بل پلو د افغانستان د ملي روغې جوړې پخوانی مشر ډاکټر عبدالله عبدالله وایې:" دا ډول غیر انساني جنایتونه، د هر ډول انساني او دیني معیارونو او اصولو خلاف عمل دی چې په هېڅ قالب کې توجیه نلري."
په کابل کې د ایران سفارت هم لیکلي، یاده پېښه چې یو شمېر کسان پکې مړه او ټپیان شول غندي.
له هغه راهیسې چې طالبان د ۲۰۲۱ کال په اګست کې یو ځل بیا پر افغانستان واکمن شوي، د داعش ډلې له ګڼو بریدونو سره مخ شوي دي.
تر دې مخکې یې په کابل کې د روسیې او پاکستان پر سفارتونو او همدا راز پر هغه هوټل برید کړی چې چینایان پکې مېشت وو.











