کندوز کې د ځانمرګي برید مسؤلیت "اسلامي دولت" نومې ډلې منلی

داعش ادعا کړې چې د کندوز برید کې یې د طالبانو "لسګونه" غړي وژلي.

د عکس سرچینه، Getty Images

د "اسلامي دولت" (داعش) نومې ډلې ویلي،‌ چې د افغانستان په شمال کې برید دوی کړی. دې ډلې ته په یوه منسوب ټیلیګرام پیغام کې ویل شوي، چې د اسلامي دولت-خراسان ولایت څانګې اړوند یوه بریدګر د طالبانو "لسګونه" غړي وژلي او ټپیان کړي دي.

د "اسلامي دولت" (ناشر) په نامه یوې جلا انلاین تبلیغاتي خپرنۍ کې ځانمرګی بریدګر د ابو علي الانصاري په نامه یاد شوی دی.

وړاندې ملګرو ملتونو امنیت شورا او پاکستاني چارواکو ادعا کړې وه چې ګنې افغانستان کې "لسګونه ترهګریزې ډلې" فعالې دي، خو افغانستان کې د طالبانو حکومت یې دا ادعاوې 'بې‌بنسټه' بللې دي.

طالبان وايي، "اسلامي دولت" نومې ډله افغانستان کې هېڅ حضور نه لري او هر ډول "کوچني فعالیتونه" چې د دې ډلې لخوا ترسره شوي دي، "د هېواد له پولو بهر تنظیم شوي او هلته پټنځایونه لري."

کندوز

د عکس سرچینه، Samiullah

د عکس تشریح، د کندوز برید کې په نښه شوې

په افغانستان کې د طالبانو حکومت وايي، په کندوز ښار کې د کابل‌ بانک څانګې ته څېرمه ځانمرګي برید مرګ‌ژوبله اړولې ده.

د طالبانو حکومت د کورنیو چارو وزارت ویاند عبدالمتین قانع بي‌بي‌سي‌ ته ویلي، چې په دغه برید کې ۸ کسان وژل شوي‌ او ۷ نور ټپيان دي.‌

د طالبانو حکومت چارواکي‌ وايي، د پېښې په قربانیانو کې د طالبانو غړي، د بانک امنیتي‌ کسان او عام خلک شامل دي.‌

عیني شاهدانو بي‌بي‌سي‌ ته ویلي،‌ دا برید داسې مهال شوی چې د طالبانو حکومت مامورین د تنخواګانو ترلاسه کولو لپاره دغه بانک ته ولاړ وو.‌

د کندوز د امنیه قوماندانۍ ویاند جمعه الدین خاکسار له بي‌بي‌سي‌ په خبرو کې د ټپيانو وضعیت د ډاډ وړ بللی دی.‌

خو همداسې یو برید د تېر ۲۰۲۴ کال مارچ میاشت کې د کندهار د لومړۍ امنیتي‌ حوزې په مربوطاتو کې هم د نوي کابل بانک مخې ته شوی و، چې لسګونو کسانو ته یې مرګژوبله اړولې وه.

کندهار

د عکس سرچینه، SM

د عکس تشریح، تېر کال کندهار کې هم نوي‌کابل بانک ته نږدې ځانمرګي‌برید مرګژوبله اړولې ده

هغه مهال رپوټونو کې ویل شوي‌ وو ځانمرګي بریدګر د طالبانو حکومت اړوند کسان، چې د تنخواګانو اخیستلو لپاره بانک ته ورټول شوي وو، په نښه کړي دي. داعش ویلي وو چې هغه برید دوی کړی.

د اسلامي‌دولت ډلې خراسان څانګې په افغانستان کې واک ته د طالبانو له راګرځېدو راهیسې د ګڼو نورو خونړیو بریدونو مسوولیت هم منلی.‌

شاوخوا دوه میاشتې مخکې (ډسمبر پر ۱۱ مه) د طالبانو حکومت د کډوالو چارو وزير خليل الرحمان حقاني هم کابل کې په يوه ځانمرګي بريد کې وژل شوی و،‌ چې مسوولیت یې داعش ومانه.‌

تر هغه مخکې بلخ لپاره د طالبانو حکومت والي محمد داود مزمل او همدا راز مشهور طالب پوله دیني عالمان رحیم‌الله حقاني او په مجیب‌الرحمان انصاري هم په ځانمرګو بریدونو کې وژل شوي وو.

د داعش په بریدونو کې تر ټولو مرګونی د ۲۰۲۱ کال د اګست پر ۲۶مه د طالبانو لخوا د کابل له نیول کېدو یوازې څو ورځې وروسته د هوايي ‌ډګر یوې فرعي دروازې ته څېرمه داسې مهال وشو، چې له دغه ډګره د افغانانو د تخلیې پروسه روانه وه او‌ نړیوال ځواکونه لا هلته موجود وو.‌

طالبان

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، د طالبانو حکومت کې د کډوالو چارو وزیر خلیل الرحمان حقاني تېر ډسمبر کابل کې په ځانمرګي برید کې ووژل شو

په هغه برید کې له ۱۷۰ ډېر افغانان او ۱۳ امریکايي‌ سرتېري وژل شوي وو.

دغې ډلې تر هغې وروسته د همدغه ۲۰۲۱ کال اکتوبر کې په کندوز او کندهار کې د شیعه مذهبو پر دوو جوماتونو د ځانمرګو بریدونو مسوولیت هم ومانه چې لسګونو کسانو ته پکې مرګ‌ژوبله واوښته.

داعش د طالبانو حکومت پر چارواکو او شیعه‌ مذهبو سربېره کابل کې د روسیې پر سفارت او یوه مېلمستون چې چیني اتباع پکې وو، د مرګونو بریدونو مسوولیت هم منلی دی.

د طالبانو او داعش د دوښمنۍ مخینه

د ویډیو تشریح، داعش په افغانستان کې څومره زور او نفوذ لري او څنګه یې مخه نیول کېدای شي؟

د راپورونو له مخې طالبانو په ۲۰۱۹ او ۲۰۲۰ کلونو کې چې افغانستان کې لا جمهوري‌ نظام واکمن و،‌ د دغه هېواد په ځینو برخو کې د اسلامي‌ دولت یا داعش‌ ډلې د وسله والو په ځپلو کې مهم رول درلود.

د داعش خراسان څانګې پر کابل د طالبانو له ولکې څلور ورځې وروسته (د ۲۰۲۱ کال د اګست ۱۹مه) خبرداری ورکړ چې وسله وال یې افغانستان کې د دوی په وینا د (جهاد) نوی څپرکی پیلوي.

دوی واک ته د افغان طالبانو رسېدل له امریکا سره د طالبانو د جوړ جاړي پایله بللې او تور پوري کوي،‌ چې ګوندې طالبان په سیمه کې د امریکا اجنډا پلې کوي په تېره د هغو ډلو پر وړاندې چې د امریکا ضد دي.

د طالبانو حکومت چې واک ته له راګرځېدو راهیسې په افغانستان کې "د بي‌ساري او سراسري‌ امنیت" د ټینګولو ادعا کوي،‌ تر ډېره د ناامنیو پېښو په تړاو له څرګندونو په څنګ تېرېږي.‌

د راپورونو له مخې دوی هڅه کوي دغه نسبي امنیت له خپل نظامه د خلکو د رضایت د نښې په توګه رامخې ته کړي.‌

د طالبانو د حکومت چارواکي ډېری وخت بهرني پانګوال هڅوي چې افغانستان کې فعالیت پيل کړي، څه چې یوازې د ثبات پایله کې ممکن دی، خو داعش بیا دا نه غواړي چې طالبان دې دې موخې ته ورسېږي.

د داعش خراسان په تړاو د سیمې او نړۍ اندېښنې

امنیت

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، تېره ورځ د ملګرو ملتونو امنیت شورا کې په افغانستان او سیمه کې د داعش د ودې په تړاو اندېښنه وښودل شوه

د یادونې ده چې د اسلامي‌دولت نومې ډلې خراسان څانګې په تېرو کلونو کې پر افغانستان سربېره په روسیې، ایران او پاکستان کې هم د ځینو مرګونو بریدونو مسوولیت منلی دی.

دا بریدونه د دې لامل شوي چې د دې ډلې په تړاو سیمه‌ییزې او نړیوالې اندېښنې زیاتې شي.

په دې لړ کې همدا تېره ورځ هم د ملګرو ملتونو په امنیت شورا کې په افغانستان او مرکزي اسیا کې د داعش د ګواښونو په اړه ځانګړې ناسته ترسره شوه.‌

د دغه سازمان د ترهګرۍ ضد دفتر مشر ولادیمیر ایوانووېچ دې ناستې ته وویل: "د داعش خراسان څانګه لا هم افغانستان، سیمې او نړۍ ته جدي ګواښ ګڼل کېږي" او دا چې "افغانستان ته د بهرنیو ترهګرو د سفرونو په تړاو رپوټونه ورکړل شوي."

هغه زیاته کړې چې د داعش خراسان څانګې "افغانستان کې پر بریدونو سربېره، اروپا کې هم بریدونه پلان کړي دي."

په ملګرو ملتونو کې د امریکا چارسنبالې سفیرې 'دوروتي کمیل شي' هم دې غونډې ته ویلي چې په مرکزي اسیا کې داعش د نړۍ امنیت ته پر یوه جدي ګواښ اوښتی.

هغې وویل "موږ د بریدونو پلانولو او ترسره کولو او په ځانګړې توګه افغانستان او پاکستان کې د افرادو جذبولو په تړاو د داعش وړتیاو ته اندېښمن یو."

په ملګرو ملتونو کې د پاکستان سفیر منیر اکرم بیا د امریکا د استازې تر څرګندونو وروسته وویل چې "افغانستان د داعش خراسان د وسله‌والو د جلب او ‌جذب مرکز" دی، په داسې حال چې د دوی هېواد "په جدي ډول د داعش،‌ پاکستاني طالبانو تحریک [ټي‌ټي‌پي] او بلوڅ وسله‌والو پر ضد مبارزه کوي."

خو په افغانستان کې د طالبانو حکومت بهرنيو چارو وزارت نن (سې‌شنبه د فبرورۍ۱۱مه) په یوه اعلامیه کې ویلي: "نړیوالې ټولنې ته په ډاډ څرگندوو، چې په افغانستان کې د داعش او يا نورو ډلو پټنځایونه د اسلامي امارت له راتلو وروسته په بشپړه توگه له منځه تللي دي او عملاً د افغانستان له خاورې هېڅ هېواد ته هېڅ ډول خطر نه دی رامنځ ته شوی."

په اعلامیه کې زیاته شوې "که په افغانستان کې هم کومه امنیتي پېښه رامنځته کیږي، عاملین یې د ډیورنډ کرښې له پورې غاړي رااوښتي وي."

دې X پوسټ نه تېرشئ
ایا له X نه د منځپانګې اجازه شته؟

دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته.‌ له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایي‌کوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ

خبرداری: بي بي سي د بهرنیو وېبپاڼو د منځپانګې مسؤله نه ده

د ‍پوسټ X پای

د طالبانو حکومت بهرنیو چارو وزارت ظاهرآ پاکستان ته په اشاره زیاته کړې چې "پر نړیواله ټولنه غږ کوي، چې ځيني هېوادونه د دې پر ځای چې خپلو کورنيو سياستونو کې د سمونونو له لارې خپل سياسي، امنيتي او اقتصادي ثبات ته کار وکړي، هڅه کوي افغانستان د ناسمو تبلیغاتو له مخې بې‌ثباته وښيي او له خپلو کورنیو ستونزو د خلکو او نړۍ توجه بل لوري ته واړوي او یا هم هڅه کوي چي د اسلامي امارت او نړیوالو تر منځ بې‌باوري رامنځ ته کړي، خو په افغانستان کې له لسيزو جگړو وروسته د امنيت ټينگښت، د سياسي او اقتصادي پراختياوو مخه په داسې ناکامه هڅو نه شي نيول کېدای."

د یادونې ده چې ملګرو ملتونو پخوا هم داعش په افغانستان کې د طالبانو د واکمنۍ پر وړاندې اصلي پوځي ګواښ بللی و.

د داعش ګواښ ته د طالبانو حکومت غبرګون

داعش

د عکس سرچینه، Getty Images

د طالبانو حکومت امنیتي اورګانونه وخت ناوخت افغانستان د داعش پر پټنځایونو د بریدونو او د دې ډلې د وسله‌والو د ځپلو خبر ورکوي.

د دوی د حکومت ویاند ذبیح‌الله مجاهد او نورو چارواکو په وار وار ویلي چې افغانستان کې یې د داعش ریښې ایستلي دي.‌

په ټوله کې داسې ښکاري چې طالبان د داعش ډلې له اړخه له پېښو ګواښونو سره محتاطانه چلند کوي او نه غواړي دې ډلې ته ډېر پام ور واړوي.

طالبان یوازې د امنیتي پېښو پر مهال د خپلې دې سیالې ډلې په اړه څرګندونې کوي.

دوی دا هم وايي چې په افغانستان کې د داعش اکثریت نیول شوي غړي تاجکستاني او پاکستاني اتباع دي.

د طالبانو حکومت په دې وروستیو کې پاکستان سره د کړکېچ ډېرېدو ته په اشاره وخت ناوخت تور هم پورې کوي چې ګوندې دغه هېواد داعش ډلې ته تر ډیورنډ کرښې هاخوا خوندي مرکزونه برابر کړي او وسله‌وال یې د دوی خلاف روزي.‌

خو پاکستان بیا دغه تور رد کړی دی.