د داعش-خراسان د ویاند نیول کېدل: سلطان عزیز عزام څومره پېژنئ؟

د عکس سرچینه، X/@PTVNewsOfficial
د پاکستان دولتي تلویزیون پيټيوي د دغه هېواد د استخباراتي سرچینو په حواله ویلي، چې د داعش-خراسان (ایاېسکېپي) د مطبوعاتو مسوول او ویاند سلطان عزیز عزام نیول شوی دی.
د پاکستاني استخباراتو یوه چارواکي د نوم نه ښودلو په شرط اېاېفپي ته ویلي، "هغه [عزا] یوازې ویاند نه و، بلکې په سیمه کې ددغې ډلې یو جګپوړی مشر هم و."
پيټيویي ویلي چې نوموړی د روان کال په مې میاشت کې 'پاکستان ته د ننوتلو پر مهال' نیول شوی دی.
د پاکستان رسمي خبري اژانس، اسوشیټیډ پرېس اف پاکستان (اېپيپي) هم د سرچینو په وینا ویلي، چې نوموړی څو میاشتې مخکې (د ۲۰۲۵ کال د می ۱۶مه) نیول شوی، خو د نیول کېدو خبر یې تازه رسنیز شوی دی.
دې رسنۍ ویلي چې "د سلطان عزیز عزام له نیول کېدو وروسته، د داعش-خراسان رسنیز او تبلیغاتي فعالیتونه هم وځنډول شول."
په افغانستان کې د طالبانو حکومت تر اوسه رسمآ داعش-خراسان د دغه مهم غړي نیول کېدو ته غبرګون نه دی ښودلی. خو مخکې یې په وار وار ویلي و چې دا ډله پاکستان، په ځانګړې توګه بلوچستان کې پټنځایونه لري او له هغه ځایه یوازې افغانستان نه بلکې ټولې سیمه کې بریدونه سازمانوي.
د طالبانو حکومت ویاند ذبیحالله مجاهد په دې وروستیو کې له پاکستان دا هم غوښتي وو چې دغه هېواد کې د داعش-خراسان مېشت مشران دوی ته ور وسپاري.
سلطان عزیز عزام څوک دی؟
د پيټيوي په وینا سلطان عزیز عزام په ۱۹۷۸ کال په ننګرهار کې زېږېدلی.
د رپوټونو له مخې هغه په ننګرهار پوهنتون کې شرعیات لوستي او وروسته یې څو ځايي رسنیو سره کار هم کړی دی.
سرچینو پيټيوي ته ویلي چې هغه ۲۰۱۶ کال کې داعش-خراسان سره تر یو ځای کېدو وروسته د 'العزایم' په نوم مطبوعاتي څانګه پرانیسته چې د داعش په ګټه یې پراخ او اغېزناک فعالیت کاوه.
د پيټيوي په وینا امریکا د ۲۰۲۱ کال نومبر کې هغه د ترهګرو ځانګړي لیست کې شامل کړ.
د ۲۰۲۱ کال د نومبر ۲۲مه د امریکا بهرنیو چارو وزارت د ترهګرۍ ضد ادارې لخوا پر اېکس یوه خپاره شوي بیان کې ویل شوي، چې سلطان عزیز افغانستان ته د داعش-خراسان له ورتګ راهیسې د دې ډلې د ویاند په توګه دنده ترسره کړې ده.
دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته. له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایيکوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ
د پوسټ X پای
ملګرو ملتونو د ۲۰۲۳ کال اپرېل کې په خپاره کړي رپوټ کې ویلي، چې سلطان عزیز عزام په ۲۰۱۵ کال افغانستان کې د داعش-خراسان د فعالیت له پیلېدو راهیسې د دې ډلې د ویاند په توګه کار کړی.
د ملګرو ملتونو په وینا، "سلطان عزیز د ویاند په توګه، د داعش له تاوتریخوالي ډکې جهادي ایډیالوژۍ په خپرولو، ترهګریزو کړنو ته د مشروعیت بښلو او د هغو په ترویج کې مهم رول لوبولی دی."
رپوټ کې ویل شوي، چې "د هغه فعالیتونو د داعش-خراسان لید او نفوذ زیات کړ. د هغه ګڼ شمېر بیانونو او تبلیغاتي فعالیتونو د نویو غړو په ګومارلو کې مرسته کړې او د دې ډلې لخوا د بریدونو زیاتېدو لامل شوي ګرځېدلي."
د ملګرو ملتونو په وینا د ۲۰۲۱ کال د اګست ۲۶مه د بهرنیو ځواکونو د وتلو پر مهال د کابل نړیوال هوايي ډګر ته څېرمه د برید مسوولیت هم هغه د داعش په استازولی منلی و.
په دغه برید کې له ۱۷۰ ډېر افغانان او ۱۳ امریکايي سرتېري وژل شوي وو.
د ملګرو ملتونو په وینا د ۲۰۲۱ کال د مارچ پر دویمه داعش-خراسان د درېیو ښځینه ژورنالیستانو د وژلو مسوولیت هم منلی او دې ډلې یوه ورځ وروسته پر خپل خبري چینل 'اخبار ولایت خراسان' د سلطان عزیز یو پيغام خپور کړ چې سرلیک یې "موږ پر عمل باورمن خلک یو" و.
عزام په دغه پیغام کې ویلي وو چې دا خبریالانې یې د هغه وخت افغان حکومت لخوا د داعش-خراسان تر نفوذ لاندې کلیو کې د بریدونو او عملیاتو په غچ کې وژلي.
په خبر کې ویل شوي وو دا برید یې ځکه کړی چې افغان حکومت غواړي د داعش-خراسان نیول شوي بهرني غړي خپلو هېوادونو ته وسپاري.
د یادونې ده چې دغو خبریالانو په ننګرهار کې د انعکاس په نوم یوه ځايي تلویزیون سره کار کاوه او د ښار لومړۍ ناحیه کې پرې ناپېژانده وسلهوالو ډزې کړې وې.

د عکس سرچینه، EPA
د ملګرو ملتونو په وینا داعش-خراسان څانګې د ۲۰۲۰ کال د اګست پر درېیمه د جلال اباد پر محبس د برید مسوولیت هم منلی و.
په دغه برید کې ۲۹ کسان وژل شوي او ۵۰ نور ټپیان شوي وو.
سلطان عزیز عزام په دې تړاو خپاره کړي غږیز پیغام کې ویلي و چې لومړی یوه ځانمرګي بریدګر له چاودېدونکو توکو ډک موټر د زندان له دروازې سره جنګولی او ورپسې د دوی غړي زندان ته ننوتي او ګڼ شمېر بندیان یې ازاد کړي دي.
د ملګرو ملتونو په وینا د سلطان عزیز تبلیغاتي فعالیتونو د داعش-خراسان ډلې سره مرسته کړې چې په افغانستان کې د لویو بریدونو ترسره کولو لپاره غړي استخدام او وهڅوي.
هغه داعش-خراسان سره یو ځای کېدو ته د خلکو هڅولو لپاره څو کتابونه او مقالې هم لیکلي دي. د دغو کتابونو اقتباسات او پېښې ډېر وخت د داعش د ملاتړو لخوا په ټېلیګرام کې لاس په لاس کېږي.











