د کراچۍ بندر ګمرک د افغان سوداګرو سلګونه کانتینره مال لیلام ته وړاندې کړی

کراچۍ بندر
د خپرېدو وخت
د لوستلو وخت: ۲ دقیقې

کراچۍ بندر د افغان سوداګرو سلګونه کانتینرونه توکي،‌ چې دغلته ته ایسار پاتې دي، لیلام ته وړاندې کړي.

د لیلامۍ یوه شرکت لخوا په خپرو شویو تصویرونو کې لیدل کېږي، چې د افغان سوداګرو د اړوندو کانتینرونو دروازې پرانیستل شوې او دننه توکي یې پیرودونکو ته ورپېژندل کېږي.

په کراچۍ بندر کې د ایسارو کانتینرونو او بارونو پر سر لوړې مالیې او د اوږدې مودې لپاره د تمېدو لګښتونه دي د افغان سوداګرو د توکو د لیلام لاملونه بلل شوي دي.

یوه افغان سوداګر مطیع‌الله هم بي‌بي‌سي ته تایید کړې، چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د سوداګریزو او ترانزیټي لارو له تړل کېدو وروسته په کراچۍ بندر کې د افغان سوداګرو د ایسارو توکو لیلام څو ورځې وړاندې پیل شوی دی.

د افغانستان سوداګرۍ خونې چارواکو د پاکستان دا ګام د سیمه‌ییزو او نړیوالو سوداګریزو قوانینو خلاف بللی دی.

پاکستان د روان میلادي کال په لومړيو کې له دغه هېواده د افغان ترانزیتي توکو د ایستلو اجازه ورکړه او وې ویل چې افغان سوداګر کولی شي له کراچۍ او نورو بندرونو خپل ایسار توکي بېرته اصلي‌ او یا نورو هېوادونو ته ولېږدوي.

د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو خونې هغه مهال ویلي وو چې د پاکستان په بندرونو کې د افغان سوداګرو شاوخوا ۱۵ زره ایسار کانتینرونه او محمولې له دغه برخلیک سره مخامخ دي.

د افغانستان او پاکستان د سوداګرۍ ګډې خونې چارواکو په فبرورۍ کې بي‌بي‌سي ته ویلي وو، چې له دغو توکو څه د پاسه شپېته سلنه بېرته اصلي هېوادونو ته چې ترې راوارد شوي وو، استول شوي او یو څه اندازه په ایران کې چابهار او بندر عباس ته لېږدول شوي دي.

دا روښانه نه ده چې د افغان سوداګرو څومره کانتینرونه لا هم په کراچۍ بندر کې پاتې دي.

په نړیواله اقتصادي شبکه کې د افغانستان د څانګې مشر او د سوداګرۍ او پانګونې خونې پخوانی چارواکی یونس مومند وایي، اوس لیلام شوي د هغو بارونو برخه ده چې افغان سوداګر یې د لوړو مالیو او د ساتنې لګښتونو له کبله له کراچۍ بندره پر ایستلو ونه توانېدل.

سوداګر مطیع‌الله وایي په کراچۍ بندر کې د افغان سوداګرو مالونه د مالکانو له خبرولو او قانوني اخطاریو وروسته لیلام ته وړاندې شوي دي.

هغه زیاتوي چې افغان سوداګر اوس هم کولی شي محکمې ته عریضه وکړي او د خپلو مالونو د لیلام مخه ونیسي.

د طالبانو حکومت پاکستان په وار وار تورن کړی چې سوداګریزې او ترانزیټي اړیکې سیاسي کوي، خو پاکستان وايي لارې یې د امنیتي دلایلو له کبله تړلې دي.