ایا "اسلامي دولت" یو ځل بیا پیاوړی کېږي؟

A member of the Iraqi forces walks past a mural bearing the logo of the Islamic State (IS) group during a 2017 operation near Mosul. We can only see his shadowy presence in front of the flag.

د عکس سرچینه، AFP via Getty Images

    • Author, کاترین هیتووډ او فرناندو دوارټ
    • دنده, بي بي سي نړیوال سروېس
    • Author, بي‌بي‌سي مانیټورېنګ
    • دنده, د جهادي رسنیو د څېړنې ټیم

تېره اونۍ د بونډي ساحل خونړي برید نړیوال پام د "اسلامي دولت" ډلې ته واړاوه. وروسته د اسټرالیا لومړي وزیر وویل داسې ښکاري چې دا برید د "اسلامي دولت (داعش) د ایډیالوژۍ" له امله شوی دی.

پولیس وایي د پېښې په ځای کې په موندل شوي موټر کې د چاودېدونکو توکو ترڅنګ "کور کې جوړ" د داعش بیرغونه هم موندل شوي دي.

داعش د پنجشنبې په ورځ په خپله اونیزه ورځپاڼه "النبأ" کې د برید په اړه تبصره وکړه او داسې ژبه یې کارولې چې ښکارېده دوی د خپل انلاین پیغام له لارې د تاوتریخوالي د هڅولو د مسؤلیت اخیستو ادعا کوي، نه دا چې په مستقیم ډول یې دې دغه برید تنظیم کړی وي.

یو پلار او زوی د مشکوکو بریدګرو په توګه پېژندل شوي. پولیسو پلار په ډزو وژلی او پر زوی د ۱۵ کسانو د وژنې تورونه لګېدلي دي.

A growing display of flowers and tributes is seen at a memorial outside the Bondi Pavilion, honouring the victims of a mass shooting attack that killed 15 people at Bondi Beach in Sydney, New South Wales, Australia on 14 December 2025.

د عکس سرچینه، Anadolu via Getty Images

د عکس تشریح، د وژل شویو کسانو په درناوي کې ګلونه اېښودل شوي دي

په سیډني کې برید دا را په ګوته کوي چې داعش لا هم د لوېدیځو هدفونو پر ضد د بریدونو د تنظیمولو یا هڅولو هڅه نه ده پرېښې، سره له دې چې له ۲۰۱۷ کال راهیسې یې نفوذ سخت محدود شوی دی؛ هغه کال چې دې ډلې په سوریه او عراق کې د خپلې "خلافت" اډې له لاسه ورکړې.

داعش همداراز د سوریې د هغه برید په اړه چوپ پاتې شوی، که څه هم د دې ډلې پلویانو په انلاین بڼه خپل ملاتړ او خوښي څرګنده کړې ده؛ په هغه برید کې چې د بونډي ساحل له ډزو یوه ورځ مخکې وشو، دوه امریکايي سرتېري او یو ملکي وګړی ووژل شول. امریکا وایي دغه وژنې د داعش یوه غړي ترسره کړې دي.

د بي‌بي‌سي مانېټورېنګ د جهادي خوځښتونو کارپوهه مینا اللامي وایي: "موږ د داسې څه د بېرته راګرځېدو خبره نه شو کولای چې هېڅکله په حقیقت کې له منځه نه وي تللي."

هغې خبرداری ورکړی چې بریدونه باید له وخته مخکې د داعش عملیات ونه بلل شي، ځکه دا کار د دې ډلې د تبلیغاتو د پیاوړتیا لامل کېدای شي، نه دا چې د هغې واقعي وړتیاوې وښيي.

ایا "اسلامي دولت" لا هم فعال دی؟

A discarded Islamic State (IS) group flag lying on the ground in the village of Baghouz in Syria's eastern Deir Ezzor province, near the Iraqi border in March 2019.

د عکس سرچینه، AFP via Getty Images

د عکس تشریح، داعش هغه سیمې چې یو وخت یې په سوریه او عراق کې نیولې وې له لاسه ورکړې او پرځای یې په وروستیو کلونو کې افریقا ته مخه کړې ده.

داعش د خپل اوج پر مهال د سوریې او عراق پراخې سیمې تر واک لاندې لرلې او ځان یې د یوه فعال دولت په توګه وړاندې کاوه؛ د مالیاتو، زدکړو، دیني پولیسو او روغتیايي خدمتونو له نظامونو سره.

خو په ۲۰۱۹ کال کې د امریکا په مشرۍ د تر ۷۰ زیاتو هېوادونو ائتلاف دا ډله له جغرافیایي پلوه ماته کړه او فزیکي "خلافت" یې پای ته ورسېد.

مینا اللامي وایي د ډلې جذابیت د خپل بنسټګر مشر ابوبکر البغدادي له وژل کېدو وروسته لا ډېر کمزوری شو؛ هغه په ۲۰۱۹ کال کې د امریکا د عملیاتو پر مهال ځان وواژه. له هغه وروسته د داعش هېڅ مشر نه دی پاتې شوی چې پېژندل شوی هویت یا عامه څېره ولري.

د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په وینا، دا مهال په سوریه او عراق کې د داعش د جنګیالیو شمېر تر ۳۰۰۰ پورې اټکل کېږي. په ورته وخت کې په ۲۰۱۴ کال د "خلافت" له اعلان وروسته لسګونه زره بهرني جنګیالي له دې ډلې سره د یوځای کېدو لپاره ورمات شوي وو.

اللامي وایي د داعش د کمزورۍ بله نښه د دې ډلې د بریدونو کچه ده. داعش د ۲۰۱۰مې لسیزې په منځ کې په سوریه، عراق او لوېدیځ کې د څو سترو بریدونو مسؤلیت منلی و.

هغې زیاتوي: "اوس دا ډله تر ډېره پر وړو، ناڅاپي او چریکو بریدونو تکیه کوي" او په لوېدیځ کې هغه نادر بریدونه هم ډېری وخت د داعش له لوري "الهام اخیستی" وي، نه دا چې له مرکزه تنظیم شوي وي.

تېر کال د داعش د افغانستان څانګې، چې د خراسان ولایت (ISKP) په نوم پېژندل کېږي، نړیوال سرلیکونه جوړ کړل؛ وروسته له هغه چې د جنورۍ په میاشت کې په ایران کې له خونړیو بریدونو سره وتړل شوه چې نژدې ۱۰۰ کسان پکې ووژل شول او دوه میاشتې وروسته په روسیه کې له برید سره چې نژدې ۱۵۰ کسان پکې ووژل شول.

همداراز پر دې څانګې په اروپا کې د بریدونو د پلان شک هم شوی و، چې ډېری یې شنډ شول.

خو سږکال ISKP په څرګند ډول کمزورې شوې او ان په افغانستان کې یې هم د بریدونو ترسره کول له ستونزو سره مخامخ شوي دي.

A woman places flowers at a memorial for the victims of the Crocus City Hall attack near Crocus City Hall, March 30, 2024 in Krasnogorsk, Russia.

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، د داعش د افغانستان څانګه - چې د خراسان ولایت (ISKP) په نوم پېژندل کېږي - په روسیه کې له هغه مرګوني برید سره د تړاو وروسته چې نژدې ۱۵۰ کسان پکې ووژل شول، د نړیوالو خبرونو سرټکی شو.

اوس د داعش په نوم د ترسره کېدونکو بریدونو لویه برخه د صحرا له سوېلي افریقا کېږي.

د ۲۰۲۵ کال د نړیوال ترهګرۍ د شاخص د راپور له مخې چې د اقتصاد او سولې انستیتوت خپور کړی، داعش او د هغې اړوندې ډلې "په ۲۰۲۴ کال کې هم تر ټولو خونړۍ ترهګره ډلې پاتې شوې، چې په ۲۲ هېوادونو کې د ۱۸۰۵ کسانو د وژل کېدو مسؤلیت یې درلود".

مینا اللامي زیاتوي چې داعش د خپل تبلیغاتي ځواک ډېره برخه له لاسه ورکړې ده.

هغې وویل: "دوی به منظمې او ډېرې مسلکي تبلیغاتي ویډیوګانې لرلې، خو اوس د ویډیوګانو په خپرولو کې له جدي ستونزو سره مخامخ دي."

خو سره له دې، داعش لا هم د خپلو انلاین رسنیو له لارې بریدونو ته خلک هڅوي.

اللامي وایي، دا ډله په دې برخه کې ځانګړې ده چې "د انلاین پلویانو یو لښکر لري، چې ځوانان دي، له ټولنیزو رسنیو سره ښه بلد دي او په رښتیا یې هغه تشه ډکه کړې چې د ډلې د تبلیغاتو له کمزورېدو وروسته رامنځته شوې ده".

دغه پلویان پر فېسبوک او انسټګرام غوندې پلټفارمونو فعال دي، څو ځوانانو ته ورسېږي.

د بي‌بي‌سي مانېټورېنګ شنونکي ډېر وخت له داسې لارښودونو سره مخ کېږي چې پکې د وسلو د کارولو، د ډزو کولو او د چا د وژلو لپاره د چړې کارولو په اړه "ګام پر ګام لارښوونې" ورکړل شوې وي.

که څه هم اللامي اټکل کوي چې د دغو پوسټونو ځینې یې د تجربه لرونکو "رسنیزو جهادیانو" له خوا خپرېږي، خو د هغې په وینا ځینې نور یې "یوازې عادي ځوانان دي چې د داعش له تبلیغاتو اغېزمن شوي او د دې ډلې د پیغام په خپرولو کې مرسته کوي".

ایا داعش افریقا او اسیا کې پراخېدونکی دی؟

A women sits near the remains of a destroyed bank in Palma, Cabo Delgado province, Mozambique, on 30 September, 2022.

د عکس سرچینه، AFP via Getty Images

د عکس تشریح، موزمبیق یو له هغو هېوادونو دی چې داعش پکې د پښې ځای موندلی دی

په منځني ختیځ کې د خپلو دودیزو مرکزونو د ملاتړ له لاسه ورکولو وروسته داعش دې ته اړ شوی چې بدیلې سیمې ولټوي.

په جنوبي اسیا کې د داعش د خراسان څانګه (ISKP) د دې ډلې له تر ټولو توندو او تېريګرو څانګو ګڼل کېږي.

دا څانګه چې مرکز یې په افغانستان او د پاکستان په شمال کې دی، د ملګرو ملتونو د اټکل له مخې شاوخوا ۲۰۰۰ جنګیالي لري او لا هم له تاجکستان او ازبکستان غوندې د منځنۍ اسیا له نورو هېوادونو د جذب هڅې کوي.

له بلې خوا، د داعش د تش په نوم ختیځې اسیا ولایت (ISEAP) چې سوېل ختیځې اسیا تر پوښښ لاندې راولي او زیات تمرکز یې د فلیپین په سوېل کې دی، پخوا په فلیپین او اندونیزیا کې د یو شمېر خونړیو بریدونو مسؤلیت درلود. خو دې څانګې سږکال د هېڅ برید پړه نه ده منلې.

کارپوهان وایي چې د داعش اصلي تمرکز اوس افریقا ده.

د هالنډ مېشت د ترهګرۍ ضد نړیوال مرکز د امنیت کارپوه اډرین شتوني خبرداری ورکوي چې "داعش په تېرو څو کلونو کې په افریقا کې په چټکۍ سره پراخ شوی دی".

هغه وایي: "دوی دا کار د هغو سیمو د امنیتي تشو په کارولو سره کړی چې کمزوری حکومتولي لري لکه ساحل (د افریقا شمالي سیمه) او لوېدیځه افریقا، هغه مهال چې لوېدیځ ځواکونه یا په زور یا په خپله خوښه ووتل، سیمه بې‌ثباته شوه او د ترهګرۍ ضد هڅو لپاره بودیجه کمه شوه."

د ملګرو ملتونو د معلوماتو له مخې، د داعش د لوېدیځې افریقا څانګه (ISWAP) ښايي له ۸۰۰۰ تر ۱۲۰۰۰ پورې جنګیالي ولري.

مینا اللامي وایي سږکال د داعش له لسو بریدونو نهه په صحرا له سوېل افریقا ترسره شوي دي.

هغې زیاته کړه چې داعش په ساحل سیمه او سومالیا کې فعال دی، هلته چې د القاعده له پیاوړو څانګو سره سخته جهادي سیالي لري.

خو د هغې په وینا، دا ډله تر ټولو ډېره په نایجیریا، د کانګو دیموکراتیک جمهوریت او موزمبیق کې پیاوړې ده. په دغو هېوادونو کې وسله‌وال اکثره د عیسوي ټولنو ترڅنګ پوځي ځواکونه هم په نښه کوي.

د کانګو دیموکراتیک جمهوریت په اړه اللامي وایي د داعش اړوند ډلې هڅه کړې په هغو سیمو کې چې ډېر وخت پرې بریدونه کوي، له غیرمسلمانانو څخه مالیه واخلي.

هغې وویل: "داعش وایي د کانګو دیموکراتیک جمهوریت عیسویان درې غوراوي لري: یا اسلام قبول کړي، یا داعش ته هغه مالیه ورکړي چې جزیه بلل کېږي او یا ووژل شي. خو په ډېرو مواردو کې هغوی (وسله‌وال) دا انتخاب نه ورکوي، بلکې پر کلیو برید کوي او خلک وژني."

Congolese Army soldiers and UN troops inspect the site of an Islamist attack in April 2021. A fireman is seen tackling the flames.

د عکس سرچینه، AFP via Getty Images

د عکس تشریح، داعش او ورسره تړلې ډلې د امنیتي تشې ګټه پورته کوي

مینا اللامي وایي داعش په افریقا کې تر ډېره له جدي څار او حساب‌ ورکونې پرته فعالیت کوي، ځکه چې نړیوالو رسنیو ورته کمه پاملرنه کړې ده؛ هغه څه چې خپله داعش هم ترې شکایت کړی دی.

هغې وویل: "تېر کال داعش ناهیلې و. دې ډلې د یوه رسمي پیغام له لارې ویلي وو: 'موږ په افریقا کې دا ټول عیسویان وژلي دي، خو لوېدیځې رسنۍ نژادپالې دي؛ هغوی پروا نه کوي.' "

خو که څه هم داعش په افریقا کې ډېر فعال دی، اللامي وایي دا ډله هلته "هېڅکله هم د سوریې او عراق پخواني ځواک ته نژدې نه ده رسېدلې".

هغې زیاته کړه: "په افریقا کې هېڅ داسې ځای نشته چې داعش پکې د منځني ختیځ په څېر خاوره تر خپل بشپړ کنټرول لاندې ولري. پر ځای یې، دا ډله پر پټو ځالو او ناڅاپي، تښتېدونکو بریدونو تکیه کوي."

وروسته څه؟

A masked Islamic State militant poses holding the IS banner somewhere in the deserts of Iraq or Syria in 2015

د عکس سرچینه، AFP via Getty Images

د عکس تشریح، کارپوهان شک لري چې داعش به وکولی شي هغه پوځي تسلط ترلاسه کړي چې یو وخت یې خوند اخیستی و.

ډاکټر ریناد منصور، چې د چتهام هوس لوړپوړی څېړونکی دی، باور لري چې داعش اوس د پخوا پرتله ډېر کمزوری شوی دی.

هغه وایي: "هغه ډېری خلک چې د داعش تر واک لاندې یې ژوند کړی، سخت زیانمن شوي دي"، او بي‌بي‌سي ته یې وویل که څه هم له حکومتونو سره نارضایتي شته، خو "نور هغه پخوانی زور او جاذبه نه شته چې داعش درلودل".

هغه زیاتوي: "دا ریښې اوس نه شته، نو دا سخته ده چې په نژدې راتلونکې کې د خلافت د بیا راپورته کېدو تصور وشي. " خو هغه خبرداری هم ورکوي چې داعش کولای شي په هغو سیمو کې بیا وده وکړي چې څو وسله‌والې ډلې پکې د واک لپاره سیالي کوي.

د امنیت کارپوه اډرین شتوني وایي تر ټولو لوی خطر دا دی چې نړیواله ټولنه د داعش له ګواښ سره څنګه چلن کوي. هغه خبرداری ورکوي چې له سترو بریدونو وروسته یوازې "غبرګون‌ محوره چلند" اغېزناک نه دی او د بېلابېلو هېوادونو دوامدار فشار خورا مهم دی.

هغه وایي: "د داعش په څېر د بدلېدونکي دوښمن او د هغوی د نوو تکتیکونو پر وړاندې، لنډمهاله او ټوټه‌ټوټه پاملرنه بسنه نه کوي"، او زیاتوي چې "داعش د پاملرنې له نشتوالي ګټه اخلي".