"داعش په سوريه کې دوه امریکايي پوځيان او يو ژباړن وژلی"

د عکس سرچینه، AFP via Getty Images
د امریکا پوځ وايي په سوریه کې د داعش د يوه وسله وال په بريد کې دوه امریکايي پوځيان او یو ملکي امریکايی ژباړن وژل شوي دي.
په دې برید کې دری نور سرتېري ټپيان شوې دي. وسله وال بریدګر هم "په ډزو وژل شوی" دی.
د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ پر ټولنيزو رسنيو لیکلي چې دا د امریکا او سوريې پر وړاندې د "داعش برید" و چې په وینا یې "ډېر جدي غچ" به ورسره مل وي.
ښاغلي ټرمپ دا هم ويلي چې د دريو ټپي شويو امریکايي پوځیانو حالت د "ډاډ وړ" دی.
د سوریې دولتي خبري اژانس راپور ورکړی چې په بريد کې د سوريې دوه پوځيان هم ټپيان شوي دي.
په پېښه کې د وژل شويو کسانو نومونه تر هغه نه په ډاګه کېږي چې کورنۍ ته یې احوال نه وي ورکړل شوی.
د امریکا د دفاع وزير پيټ هېګسېټ ويلي، "که تاسو امریکایان په نښه کړئ، په دې پوه شئ چې په نړۍ کې هر ځای به تاسو د خپل لنډ او له اندېښنې ډک ژوند پاتې برخه په دې فکر وئ چې امریکا به مو تعقيب کړي، پيدا به مو کړي او په بې رحمۍ سره به مو ووژني."
د پنټاګون ویاند وايي دغه ناڅاپي بريد د سوريې مرکزي برخې په پالميرا ښار کې شوی دی.
په بريتانيا کې مېشته د سوريې د بشري حقونو د څار ډله وايي، بریدګر د سوريې د اميتي ځواکونو غړی و.
هېڅ ډلې تراوسه د بريد مسوليت نه دی منلی او د بریدګر هويت هم نه دی په ډاګه شوی.
سوریه په دې وروستيو کې د داعش سره د مبارزې په نړيوال ايتلاف کې شامله شوه او ژمنه یې وکړه چې له امریکا سره به په ګډه کار کوي.
د دغه نړیوال ایتلاف موخه دا ده چې د اسلامي دولت نومې ډلې (داعش) پاتې عناصر له منځه یوسي او منځني ختیځ ته د بهرنیو وسله والو د ننوتلو مخه ونیسي.
تېره میاشت، د سوریې ولسمشر احمد الشرع په سپینه ماڼۍ کې له ډونلډ ټرمپ سره ولیدل، او دا ناسته یې د دواړو هېوادونو لپاره يو "نوی پړاو" وباله.








