په کابل هوايي ډګر کې د خونړي برید پر څلورمه کلیزه ټرمپ بیا له افغانستانه د پوځیانو ایستلو پر بهیر نیوکه وکړه

د عکس سرچینه، US DOD
د اګسټ ۲۶مه په کابل هوايي ډګر کې د خونړي ځانمرګي برید څلورمه کلیزه ده. د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ دا د تاریخ ''یوه سخته او له شرمه ډکه'' ورځ بللې چې په کې د ۱۳ امریکايي سرتېرو تر څنګ لسګونه افغانان ووژل شول.
ښاغلي ټرمپ په پخواني ولسمشر بایډن له سختو نیوکو سره د دغې پېښې له قربانیانو سره خواخوږي څرګنده کړې.
ولسمشر ټرمپ د کابل د هغه خونړي برید څلورم تلین په مناسبت د وژل شویو امریکايي سرتېرو د کورنیو شاوخوا ۳۵ غړي او خپلوان سپینې ماڼۍ ته وربللي وو او ورسره یې خواخوږي څرګنده کړې.
ښاغلي ټرمپ دا د تاریخ یوه ''ناوړه او شرموونکې'' ورځ بللې او له کبله یې د ملامتۍ ګوته یو ځل بیا د امریکا پخواني ولسمشر جوبایډن ته نیولې ده.
ولسمشر ټرمپ وویل: "زه نن د ډېرو خاصو خلکو کوربه یم، زه له دوی سره ابي ګېټ کې د چاودنې له ورځې راهیسې اړیکې کې یم. دا ورځ زموږ په تاریخ کې یوه بده او شرموونکي ورځ ده، ځکه د بایډن حکومت له هغه ځایه په بشپړ ډول ووت چې باید نه وای وتلی. لږ تر لږه دوی باید باګرام کې خپل حضور ساتلی وای."
ټرمپ د سرتېرو له کورنیو سره په ناسته کې د دوی قربانیو ته د درناوي یو سند هم لاسلیک کړ او زیاته یې کړه دا پېښه باید نه وی رامنځته شوی.
د ټرمپ اداره ادعا کوي چې له افغانستان داسې وتلو روسیه هم زړوره کړه چې پر اوکرایین برید وکړي.
د ابي ګېټ برید او ورته د امریکا غبرګون
څلور کاله وړاندې د ۲۰۲۱م کال اګست ۲۶ هغه برید کې چې وروسته یې پړه د داعش خراسان ډلې ومنله ۱۳ امریکايي سرتېري او شاوخوا ۱۷۰ افغانان وژل شوي وو.
په هغه برید کې ۳۲ نور امریکايي سرتېري ټپيان شوي وو.
امنیتي سرچینو هغه مهال له چاودنې یوه ورځ مخکې خبرداری ورکړی و، د کابل هوايي ډګر چې شاوخوا یې ډېره ګڼه ګوڼه وه ښايي د وسلهوال برید هدف وګرځول شي.
امریکایي ځواکونو د هغه برید پر سبا (د ۲۰۲۱ کال د اګست پر ۲۷مه) ننګرهار او د همدې میاشتې پر ۲۹ کابل کې هوایي بریدونه وکړل.
د امریکا پوځ مرکزي قومندانۍ د ننګرهار برید کې د داعش د دریو غړو د وژل کېدو ادعا کړې وه.
د کابل د برید په اړه هم په پیل کې ویل شوي وو چې پر داعش شوی، خو وروسته مالومه شوه چې د یوې کورنۍ شاوخوا ۱۰ غړي پکې وژل شوي چې اووه پکې ماشومان وو.
د برید پر څلورمه کلیزه د طالبانو غبرګون
د طالبانو حکومت له ویاند ذبیح الله مجاهد هم د سې شنبې پر ورځ (اګست ۲۶) کابل کې د یوې خبري ناستې پر مهال د هغه برید څلورم تلین، د ټرمپ څرګندونو او له امریکا سره د اړیکو په اړه د نظر پوښتنه وشوه، خو هغه نه په دې اړه کوم څرګند ځواب ورکړ او نه یې هم د افغان زیانونو یادونه وکړه.
ښاغلي مجاهد هیله وکړه چې د ملي پراختیا نوي تګلارې له مخې به چې د راتلونکو پنځو کالونو لپاره تدوین شوې له نړۍ او امریکا سره ښې اړیکې ولري.
د پاکستان رول
د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ تېره مارچ میاشت کې له پاکستانه مننه وکړه چې د هغه برید یو تورن یې نیولی او دوی ته یې سپارلی دی.
نیول شوی کس محمد شریف الله نومېږي او هغه په خپله لومړۍ محکمه کې منلې چې د کابل د هوايي ډګر د برید عامل ته یې لارښوونه کړې وه.
د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف هغه مهال ویلي و چې، شریف الله د افغانستان او پاکستان تر منځ د ډیورنډ کرښې په شاوخوا کې نیول شوی دی.
دې ادعاوو چې پاکستان هڅه کوله داعش ډله افغانستان کې وښيي، په ښکاره د کابل او اسلام اباد پر اړیکو هم خپل اغېز درلود.

د عکس سرچینه، FBI Director Kash Patel/X
د ۲۰۲۱ کال د اګست پر ۲۶ مه د کابل هوايي ډګر ته څېرمه ځانمرګي برید واک ته د طالبانو له رسېدو را وروسته په تېرو څلورو کالونو کې تر ټولو ستر خونړی برید بلل کېږي.











