ذبیح الله مجاهد: پاکستان کې د کابل هوايي ډګر بریدګر نیول ثابتوي چې د "ترهګرو پټنځایونه پاکستان کې دي"

په افغانستان کې د طالبانو حکومت وړاندې هم ادعا کړې وه چې داعش ډله په پاکستان کې پټنځایونه لري.

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، په افغانستان کې د طالبانو حکومت وړاندې هم ادعا کړې وه چې داعش ډله په پاکستان کې پټنځایونه لري.
    • Author, نورګل شفق
    • دنده, بي‌بي‌سي

وروسته له هغه چې ډونلډ ټرمپ اعلان وکړ چې له افغانستانه د امریکا د وتلو پر مهال د کابل هوايي ډګر برید اصلي مسؤل نیول شوی او له دې کبله یې د پاکستان له مرستې مننه وکړه، په افغانستان کې د طالبانو حکومت وايي چې دا نیونه د دې ثبوت دی چې، داعش او نورو "ترهګرو ډلو" اوس پاکستان ته پناه وړې ده.

د طالبانو حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد رسنیو ته په یوه استول شوي غږیز پیغام کې ویلي، "په دې کې هېڅ شک نه شته چې هغه برید داعش کړی و او بیا چې داعشیان د پاکستان په خاوره کې نیول کېږي نو دا پخپله دا په ډاګه کوي چې داعش هلته پناه وروړې ده او خپل پټنځایونه یې هم هلته جوړ کړي دي. دا موضوع په افغانستان پورې هېڅ اړه نه لري."

که څه هم د پاکستان حکومت لا د مجاهد دغو تازه څرګندونو ته کوم غبرګون نه دی ښکاره کړی خو په تېر کې یې پاکستان کې د ناامنیو پړه پر افغانستان اچولې چې ګواکې وسله‌والو ډلو ته یې ځای ورکړی او د دوی پر خاوره بریدونه کوي.

خو د طالبانو حکومت دا په وار وار رد کړې او ویلي یې دي چې هېچا ته اجازه نه ورکوي چې د افغانستان خاوره د کوم ګاونډي یا بل هېواد پر ضرر وکاروي.

ټرمپ: د کابل هوايي ډګر "اصلي مسؤل ترهګر" نیول شوی

ټرمپ

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ له افغانستانه د امریکایي ځواکونو د وتلو پر بڼه تل نیوکې کړي.

تېره شپه کانګرېس ته د وینا پر مهال د امریکا ولسمشر ډونلډ‌ ټرمپ وویل چې له افغانستانه د امریکايي ځواکونو د وتلو یا تخلیې بهیر پر مهال د کابل هوايي ډګر ابي‌ګېټ ته څېرمه د برید اصلي مسؤل نیول شوی او امریکا ته پر لاره دی.

ښاغلي‌ ټرمپ زیاته کړه،‌ "درې نیم کاله مخکې له افغانستانه د شرموونکې او بې کېفایته تخلیې پرمهال داعش ترهګرو د ابي‌ګېټ برید کې ۱۳ امریکايي ماموران سره د بې شمېره نورو کسانو ووژل."

او په وینا یې،‌ "زه نن په خوښۍ سره اعلانوم چې موږ اوس د هغه جنایت اصلي مسؤل ترهګر نیولی دی. هغه همدا اوس د امریکا د عدالت له چټکې تورې سره د مخ کېدو لپاره دلته راروان دی."

د امریکا د ایف‌بي‌ای مشر کېشپ پټېل هم وروسته د دغه خبر پخلی وکړ او ویې ویل چې "ترهګر جعفر" په رسمي ډول د امریکا په توقیف کې دی.‌

نیول شوی کس ځينو رسنیو شریف الله جعفر یاد کړی دی.

دې X پوسټ نه تېرشئ, 1
ایا له X نه د منځپانګې اجازه شته؟

دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته.‌ له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایي‌کوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ

خبرداری: بي بي سي د بهرنیو وېبپاڼو د منځپانګې مسؤله نه ده

د ‍پوسټ X پای, 1

د یادولو ده چې د ۲۰۲۱ کال د اګست پر ۲۶مه له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو د وتلو بهیر پر مهال کابل هوايي ډګر ته د ورغلو زرګونو کسانو تر منځ ابي‌ګېټ ته نږدې خونړۍ چاودنه شوې وه.

په هغه برید کې د ۱۳ امریکايي پوځيانو په ګډون شاوخوا ۱۷۰ هغه افغانان هم ووژل شول چې د کابل د نړیوال هوايي ډګر له لارې د وتلو په دغه بهیر کې يې بهر ته د تګ هڅه کوله چې ښځې او ماشومان هم پکې وو.

د هغه برید مسؤلیت د اسلامي دولت نومې ډلې (داعش) خراسان څانګې منلی و.

له پاکستانه "ځانګړې مننه"

شریف

د عکس سرچینه، Getty Images

ښاغلي‌ ټرمپ‌ د وینا پر مهال له پاکستانه "ځانګړې مننه" وکړه چې د دغه کس په نیولو کې یې له امریکا سره مرسته کړې ده.‌

د ډونلډ ټرمپ‌ د مننې په غبرګون کې د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف بېرته د هغه ستاینه او مننه کړې او پرخپله اېکس پاڼه یې لیکلي، "موږ د امریکايي ولسمشر ډونلډ ټرمپ د ملاتړ او ستاینې مننه کوو چې په سیمه کې له ترهګرۍ سره د مبارزې په برخه کې د پاکستان هڅې مني او ستایلې یې دي."

ښاغلي شریف لیکلي چې "د ترهګرۍ د مخینوي لپاره د پاکستان له ۸۰ زرو ډېرو پوځيانو او ملکیانو قربانۍ ورکړې دي او موږ به په سیمه کې د امن او ټېکاو لپاره له امریکا سره نږدې ملګرتیا ته دوام ورکړو."

دې X پوسټ نه تېرشئ, 2
ایا له X نه د منځپانګې اجازه شته؟

دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته.‌ له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایي‌کوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ

خبرداری: بي بي سي د بهرنیو وېبپاڼو د منځپانګې مسؤله نه ده

د ‍پوسټ X پای, 2

خو په افغانستان کې د طالبانو حکومت وايي چې له داعشه دې "سیاسي ګټه" نه اخیستل کېږي.

د طالبانو حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد ویلي چې حکومت یې پخپله د داعش "له شومې پدیدې سره چې غواړي افغانستان ناامنه کړي، پر مبارزې لګیا دی. خو له بده مرغه په ځينو هېوادونو کې پټنځي ورته برابر شوي، روزنه ورکول کېږي او نورو هېوادونو ته لېږل کېږي. باید دا لړۍ ودرول شي او له داعشه سیاسي ګټه وانخیستل شي."

د یادولو ده چې په تېر ۲۰۲۳ کال کې ځینو لوړپوړو امریکايي چارواکو ویلي وو چې په افغانستان کې طالبانو د ۲۰۲۱ کال په اګست کې کابل هوايي ډګر ته د څېرمه ځانمرګي برید اصلي طراح او د داعش قومندان وژلی دی.

د ټېلیګراف ورځپاڼې د خبر له مخې، نیول شوی کس (شریف الله) چې د "جعفر" په نوم پېژندل کېږي، د مارچ پر دویمه نېټه د امریکا په ویرجینیا کې یوه "ټاکلي بهرني‌ ترهګریز سازمان" ته د مادي‌ ملاتړ چمتو کولو او د ۲۰۲۱ کال د اګست پر ۲۶مه په بمي‌ برید کې په رول لرلو تورن شوی چې په پایله کې یې امریکايي نظامیانو او ملکی افغانانو ته مرګ ژوبله اوښتې وه.

د داعش د دغه غړي د نیولو ارزښت څه دی؟

د بي بي سي داود اعظمي شننه:

د امریکا د ولسمشر ټرمپ لخوا دا اعلان چې درې نیم کاله مخکې د کابل هوایي ډګر ته څېرمه د مرګوني برید مسوول داعشی نیول شوی، نه یوازې د ده د حکومت لپاره اهمیت لري بلکې پاکستان هم په دې کې خپله ګټه ګوري.

ولسمشر ټرمپ د محمد شریف الله نومي د داعش د دغه غړي نیونه د ترهګرۍ پر ضد د ده د حکومت د سخت دریځ پایله ګڼي او همدا راز دا د امریکا او امریکایانو د خوندیتوب لپاره د ده د ادارې د کامیابو هڅو د ثبوت په توګه وړاندې کوي.

څرنګه چې د۲۰۲۱ کال د اګسټ پر ۲۶مه شوي دغه برید کې د لسګونو افغانانو ترڅنګ ۱۳ امریکایان ووژل شول.

ولسمشر ټرمپ د هغو امریکایانو کورنیو او خپل ولس ته دا ښودل غواړي چې د وژل شویو سرتیرو انتقام یې واخیست. ښاغلي ټرمپ دې سره هیله لري چې له دې سره به په امریکا کې به د ده محبوبیت او ولسي ملاتړ نور ډېر شي.

پاکستان هم په دې کې خپله ګټه ګوري ځکه له افغانستانه د امریکا له وتلو راهیسې د پاکستان او امریکا اړیکې ترینګلې دي.

د راپورونو له مخې که څه هم د داعش دغه غړی د پاکستان په بلوچستان ایالت کې تر هغه وروسته د پاکستان لخوا ونیول شو چې په اړه یې معلومات امریکایي استخباراتو ورکړل، نو له دې کبله پاکستان د دغه کس نیونه د ځان لپاره یوه لاسته راوړنه بولي او چارواکي یې په دې خوښ دي چې ولسمشر ټرمپ په خپله وینا کې له پاکستانه مننه وکړه.

پاکستان دا تمه هم لري چې دا نیونه کېدای شي د امریکا او پاکستان ترمنځ د امنیتي او استخباراتي همکاریو د بیا پیلېدو لامل شي. هغه څه چې پاکستان یې له څو کلونو راهیسې غواړي.

په افغانستان کې د طالبانو حکومت بیا د راپورنو له مخې په پاکستان کې د داعش د دغه غړي نیونه د خپلو هغو ادعاوو د ثبوت په توګه وړاندې کړی او وايي چې، د داعش ډله د پاکستان په بلوچستان ایالت کې کمپونه او روزنیز مرکزونه لري.

طالبان دا هم وایي، په پاکستان کې یو شمېر کړۍ داعش د فشار د یوې وسیلې او د سیاسي هدفونو لپاره کاروي خو پاکستان دا خبره ردوي.

دا خبره هم د یادونې وړ ده چې د محمد شریف الله په نامه د داعش دغه غړی لومړی داعشی نه دی چې د کابل هوایي ډګر د هماغه برید مسوول ګڼل شوی وي.

د ۲۰۲۳ کال په اپرېل کې امریکایي چارواکو اعلان کړی و چې د کابل هوایي ډګر د ۲۰۲۱ کال د برید پلان جوړونکی داعشی په افغانستان کې د طالبانو په عملیاتو کې وژل شوی دی.

دا روښانه نه ده چې د هوایي ډګر برید کې په دغو دوو کسانو کې کوم یوه ډېره ونډه لرله.

خو څرنګه چې دا یو لوی برید و او ډېرو ترتیباتو ته یې اړتیا درلوده نو ښایي د داعش څو غړو پکې ونډه اخیستې وي.