امریکا وایي طالبانو د داعش یو مشر چې د کابل پر هوايي ډګر د برید مسئول و، وژلی

د عکس سرچینه، Getty Images
په ۲۰۲۱ کې له افغانستان د افغانانو د تخلیې پرمهال د کابل هوايي ډګر کې بمي برید ۱۷۰ ولسي وګړي او ۱۴ امریکايي پوځيان ووژل.
امریکايي چارواکو ویلي، باور کېږي چې ددغه برید اصلي طراح د "اسلامي دولت" (داعش) نومې ډلې یو مشر طالبانو وژلی دی.
د ۲۰۲۱ کال اګسټ کې زرګونه خلک د کابل هوايي ډګر شاوخوا کې راغونډ شوي وو چې واک ته د طالبانو له بېرته رسېدو وروسته له هېواده ووځي.
امریکايي چارواکو د بي بي سي امریکايي خبري شریک سي بي اس ته ویلي، چې یاد کس یوه اونۍ وړاندې وژل شوی، خو د مړینې تاییدېدو یې وخت ونیو.
د دغه کس نوم نه دی په ډاګه شوی.
امریکايي چارواکو ویلي، له سیمې د دوی د څارګرو معلوماتو پربنسټ په ډاګه شوه چې د داعش دغه مشر وژل شوی، خو په اړه یې نور جزییات نه دي ورکړي چې څنګه دوی پوه شوي دا کس د ۲۰۲۱ کال د بمي برید مسؤل و.
یوه جګپوړي امریکايي چارواکوي سي بي اېس ته ویلي: "په حکومت کې کارپوهان په بشپړ باور دي چې دغه کس... په حقیقت کې اصلي مسؤل و."
لا روښانه نه ده چې ایا دغه مشر طالبانو په نښه کړی او که د "اسلامي دولت" (داعش) نومې ډلې او طالبانو ترمنځ روانه جګړه کې وژل شوی دی.

د دوشنبې په ورځ، امریکا د وژل شویو سرتېرو کورنیو ته د "اسلامي دولت" (داعش) ډلې د دغه مشر د وژل کېدو په اړه خبر ورکړ.
دا برید څو ګړۍ وروسته تر هغه وشو، چې لوېدیځو حکومتونو خپلو اتباعتو ته خبرداری ورکړی چې د کابل له نړیوال هوايي ډګره ځانونه لیرې وساتي، ځکه چې د "اسلامي دولت" (داعش) خراسان څانګې د یو نژدې (کېدونکي) برید ګواښ ډېر دی.
دا برید په ځايي وخت ۶ بجې د ۲۰۲۱ کال د اګسټ پر ۲۶مه د هوايي ډګر په یوه دروازه کې وشو. ځانمرګي بریدګر پلی ځان د هغو کورنیو منځ ته رسولی و چې له دروازې بهر ننوتلو ته انتظار وې.
هغه مهال د بریتانیا حکومت وویل، په قربانیانو کې دوه بریتانیايي وګړي او د یوه بریتانیايي وګړي یو ماشوم هم و.
د ۲۰۲۱ کال اګسټ وروستیو کې د کابل هوايي ډګر شاوخوا کې ډېره ګڼه ګوڼه وه او ټولو هیله لرله چې له افغانستانه د امریکايي پوځيانو د تخلیې پرمهال دوی هم له هېواده وایستل شي.
د برید په بله ورځ امریکا کابل کې ډرون برید وکړ او وویل چې ځانمرګی بریدګر یې په نښه کړ، خو د ډرون په برید کې د اوو ماشومانو په ګډون ۱۰ ولسي وګړي ووژل شول.











