کابل کې جلا شوي افغان غبرګوني لندن کې سره یو ځای شول

لافغان

د عکس سرچینه، Qamar Jabarkhyl

د عکس تشریح، د دغو غبرګونو پالنه اوس د دوی تره زوی قمر جبارخیل کوي

د کابل هوايي ډګر له برید روغ وتلي دوه غبرګوني افغان ماشومان له یوه کال جلا والي وروسته په لندن کې سره یو ځای شوي دي.

یوولس کلن عبدالله جبارخیل تېر کال اګست میاشت کې پر کابل هوايي ډګر له برید وروسته له خپل غبرګوني ورور او کورنۍ بېل شوی و.

دغه افغان ماشوم شاوخوا یو کال د فرانسې په ستراسبورګ کې تېر کړی دی.

له افغانستانه په وتلو کې یې پر هوايي ډګر له برید وروسته د کورنۍ غړي سره ووېشل شول. دی فرانسې ته لاړ، غبرګونی ورور عرفان الله لندن ته ورسېد او مور او پلار یې کابل کې ترې پاتې شول.

عبیدالله وايي، انګلنډ ته له سفر وروسته" ستړی خو خوشاله دی."

د دغو غبرګونو پالنه اوس د دوی تره زوی قمر جبارخیل کوي، چې عرفان الله یې د خپل ورور لیدو لپاره سینټ پانکراس تم ځي ته وروستی و.

افغان ماشوم

د عکس سرچینه، Jabarkhyl family

عبیدالله لندن ته له رسېدو وروسته خبرو کې ویلي: "خپل ورور سره په یو ځای کېدو خوښ یم، لېواله یم چې ښوونځی پیل او نوي ملګري ومومم."

دغو دوو غبرګونو پرونۍ ورځ د کرېکټ لوبې لیدو ته ځانګړی کړې وه چې په ګډه به اسیا جام کې د افغانستان او پاکستان تر منځ ترسره کېدونکي کرېکټ لوبه ګوري.

قمر جبارخیل، چې اوس د دغو دوو غبرګونو پالونکی دی د ویزو پر ځنډ نیوکه کوي چې له امله یې دا دوه وروڼه سره بېل شوي وو.

ښاغلی جبارخیل وايي: " له دې پېښې وروسته په مارچ او فبرورۍ کې موږ سره ژمنه شوې وه چې په دې برخه کې به ‌ډېر ژر اقدامات کېږي خو دا کار یې و نه کړ."

نوموړی زیاتوي:" موږ یې بیا هم له مرستو مننه کوو، خو فکر کوم چې دوی باید نورو سره مرسته وکړي، ځکه چې ډېر نور افغانان ورته حالت سره مخ دي، کوچني ماشومان له خپلو کورنیو بېل شوي."

عبیدالله جبارخیل

د عکس سرچینه، Obaidullah Jabarkhyl

د عکس تشریح، عبیدالله وايي، انګلنډ ته له سفر وروسته" ستړی خو خوشاله دی."

کورني وکیل یې نیک اولوګن د وزارت د دغه اقدام هرکلی کړی خو وايي، د بېلو شویو کورنیو د یو ځای کېدو په غوښتنلیکونو کې ځنډ عادي خبره ده.

غوښتنلیکونو کې اوږد ځنډ

نوموړی وايي: "د کورنیو چارو وزارت لارښود کې یاده شوې چې د کورنیو غړو د یو ځای کېدو غوښتنکیلونو په اړه پرېکړه په ۱۲ اوونیو کې کېږي."

هغه زیاته کړې: "په هر حال، موږ شاهد یو چې دا پروسه تر یوه کاله وخت نیسي او دا ځنډ بیا تر ډېره يه یوه ناڅیزه دلیل توجیه کېږي. هغه ځند چې موږ یې ګورو، د ډېرو کسانو رواني روغتیا ته زیان اړولی شي په ځانګړي ډول هغوی ته چې د کورنۍ غړي یې ایسار پاتې دي. خو ډاډه یم چې کورنیو چارو وزارت به دې ټکي ته پام کوي او په دې برخه کې به اقدام کوي."

د دغه وزارت یوه ویاند ویلي، سیمه ییزو چارواکو او د ټولنیزو خدمتونو ادارې سره په ګډه کار کوي چې د عبیدالله او د هغه د کورنۍ ملاتړ ته دوام ورکړي.