هوټلونو کې ایسار؛ بریتانیا کې د افغان کډوالو ناڅرګند ژوند

یو افغان کډوال

د عکس سرچینه، Supplied

    • Author, الېس کډي، علي همداني، انا اډمز او اېن جې کانوري
    • دنده, يوکې انېسايټ

په داسې حال کې چې برېتانیا اوکرایینیو کډوالو ته هر کلی وايي - پوښتنې په زیاتېدو دي چې ایا د هغو افغان کډ‌والو سم ملاتړ شوی چې څه باندې اووه میاشتې وړاندې برېتانیا ته راغلي دي.

کله چې تېر دوبی طالبانو افغانستان ولکه کړ، ګڼ شمېر افغانان د خپل ژوند ژغورلو لپاره نورو هېوادونو ته کډه شول. برېتانیا یو له هغو هېوادونو و چې د خلکو د راایستلو یو تر ټولو لوی ماموریت یې پوره کړ او څه باندې ۱۵ زره کسان یې له افغانستانه وایستل.

خو اوه میاشتې وروسته لا هم له دغو کډ‌والو ډېری یې د برېتانیا په لر او بر هوټلونو کې مېشت دي. د اټکل له مخې دا چاره د برېتانیا حکومت ته هره ورځ نژدې ۱.۶ میلیون ډالره لګښت وراړوي.

ګڼو افغان کډوالو چې ځینو یې افغانستان کې د برېتانیا ماموریت سره کلونه کار کړی بي بي سي سره خبرې کړي. دوی د خپل ورځني ژوند په کړاو، هوټل خونو کې د ماشومانو پالنې او برېتانیا کې د نوي ژوند پر پیل غږېدلي.

یوې مېرمنې راته وویل:

"کورنۍ یې د نوي ژوند پیل لپاره کور ته اړتیا لري. زه نه غواړم پر چا بار واوسم."

موږ یوه هوتل ته ولاړو چې عامو خلکو ته خدمات نه وړاندې کوي او یوازې افغان کډوال پکې مېشت دي.

د هوټل د ناستې په ځای یا لابي کې سړي سره راټول وو او له افغانستانه د نویو خبرونو او په برېتانیا کې د خپل نوي ژوند په اړه سره غږېدل.

د هوټل له دهلیزونو د کورني ژوند څرک مالومېده ځکه چې مېندې پلرونه او بچیان یې سره څنګ په څنګ خونو کې ژوند کوي.

د رحماني کورنۍ کیسه

د رحماني کورنۍ له تېرو اوو میاشتو راهیسې په یوه هوټل کې اوسېږي.

د عکس سرچینه، Supplied

د عکس تشریح، د رحماني کورنۍ له تېرو اوو میاشتو راهیسې په یوه هوټل کې اوسېږي.

هوټل کې له خپلې مېرمنې او شپږو ماشومانو سره ژوند د فرید رحماني لپاره یو لوی بدلون دی. دی د کابل په یوه ګران بیه سیمه کې خپلې کورنۍ سره په یوه پراخ کور کې اوسېده. وس یې و ځکه چې د برېتانیا سفارت سره یې د ژباړوونکي دنده لرله.

تېر کال اګست افغانستان کې د طالبانو واک ته له راتګ وروسته، ده سره د خپل ځان او د کورنۍ د خوندیتوب اندېښنه پیدا شوه، فکر یې کاوه چې برېتانویانو سره د کار له امله ښايي په نښه شي.

کله چې ورته زنګ راغی او وته وویل شول چې کورنۍ سره به له افغانستانه ایستل کېږي نو یوازې ۱۵ دقیقې وخت یې درلود چې د اړتیا وړ توکي راټول کړي او هوايي ډګر ته په داسې حال کې مخه کړي چې لسګونه زره کسان یې شاوخوا ورټول شوي وو.

خپل پخواني ژوند کې فرید د اوونۍ شپږ ورځې کار کاوه او اضافه وخت به یې تل خپلې کورنۍ سره تېراوه.

اوس چې خپل ګاډی نه لري او ښاري ټرانسپورت هم محدود دی - نو له هوټله ډېر کم وځي او یوازې خپل کوچنی ماشوم وړکتون ته بیایي او راولي.

کورنۍ یې د هوټل په څلورو جلا خونو کې ژوند کوي. په یوه خونه کې یې دی له خپلې مېرمنې او دوو کوچنیو لوڼو سره اوسېږي.

دی وايي:

"هېڅ بوختیا نشته، ځکه خو مې ژوند بې خونده دی. باور مې نه کاوه چې ښايي له څلورو اوونیو ډېر وخت دې دلته واوسو. دومره ډېره موده هوټل کې ژوند سخت دی. "

کورنۍ یې برېتانیا ته یوازې د تن یو څو جوړه جامو سره راغلې وه او فرید ټینګار کوي چې د خلکو لخوا ورسره د شوې مرستې ډېر منندوی دی.

د اوسېدو لپاره له ځانګړي کور پرته، کورنۍ ته یې خواړه ورکول کېږي. ماشومان یې اوس ښوونځیو ته هم ځي او د ورځنیو لګښتونو لپاره حکومت پیسې هم ورکوي.

خو د نورو په څېر چې موږ ورسره وغږېدو، فرید د دندې او خپل کور ارمان لري. وايي بچیان یې تل پوښتي چې کله به کور ته ځو چې د لوبو لپاره پراخ ځای ولري او کورني خواړه به وخوړلی شي. دی ورته هېڅ ځواب نه لري:

"هېڅ نه پوهېږم چې دلته به تر کله اوسېږو. یوه میاشت، دوه میاشتې، ښايي درې میاشتې… د کورنیو چارو ادارې کارکوونکي وايي برېتانیا کې د کرایې کور موندل ګران کار دی. "

دی کولی شي برېتانیا کې کار وکړي خو وايي چې د اوسېدو ځای دې مالوم نه وي نو دنده موندل ګرانه ده.

"د برېتانیا په هره برخه کې چې راته کور راکړي ردوم یې نه… هر ډول دندې ته چمتو یم. په یوه مغازه کې به کار وکړم. نه غواړم په حکومت بار واوسم".

نوی ژوند پیلول غواړو

Short presentational grey line
هغه افغان کډوال چې د ۲۰۲۱ کال د اګست پر ۲۶مه برېتانیا ته رارسېدو نه وروسته د لندن په هېټرو هوايي ډګر کې ناست دي.

د عکس سرچینه، AFP via Getty Images

د عکس تشریح، زرګونه افغانان د ژوند د خوندیتوب لپاره برېتانیا ته راولېږدول شول.

فرید له هغو نژدې ۱۲ زرو افغانانو دی چې لا هم هوټلونو کې مېشت دي. په یوه بل ځای کې له یوې افغانې کډوالې سره وغږېدو چې پخواني حکومت کې یې دنده لرله. اوس د بریتانیا په یوه هوټل کې له خپل مېره او بچیانو سره اوسېږي.

دا وايي:

"موږ د برېتانیا حکومت منندوی یو چې زموږ ژوند یې وژغوره. دلته راتګ زموږ لپاره ډېر مهم دی. دلته ژوند یو لوی فرصت دی چې ډېری افغانان یې نه لري خو په هوټل کې دومره اوږدمهال ژوند ستړي کړي یو. که چېرته امکان وي چې موږ ته ژر کور راکړل شي نو هله به وکولای شو خپل نوی ژوند پیل کړو. "

یو بل سړی مو ولید چې افغانستان کې یې برېتانوي پوځ سره کار کاوه او اوس یوازې په هوټل کې اوسېږي. له افغانستانه د وتو پر مهال له خپلې میندوارې مېرمنې او بچیانو جلا شوی و. ده راته وویل هیله یې ده چې ژر خپلې کورنۍ سره یو ځای شي او دا چې غواړي په یوه مغازه کې کار وکړي.

اوس لپاره یې ټول ژوند د هوټل دا یوه خونه ده. ورځ یې افغانستان کې کورنۍ سره په خبرو، پر یوټیوب ساتېرۍ او د انګریزي ژبې پر زدکړې تېرېږي. د خونې یوه څنګ ته په پروت بکس کې یې جامې او نور توکي دي، پر مېز د خوړو ډک قاب پروت دی، راته یې وویل، د کورنۍ په اړه د فکر له لاسه یې هېڅ خواړه نه تېرېږي.

"دم ګړۍ یوازې دې ته اړتیا لرم چې حکومت راسره له افغانستانه د خپلې کورنۍ په راایستلو کې مرسته وکړي. غواړم خپل تېر ژوند هېر کړم او نوی ژوند پیل کړم."

برېتانوي ځواکونو د تخلیې پروګرام پر مهال

د عکس سرچینه، Ministry of Defence

د عکس تشریح، برېتانوي ځواکونو د تخلیې پروګرام پر مهال

په ژړغوني غږ یې خبرو ته دوام ورکړ:

"کله چې مې کورنۍ دلته راشي نو غواړم بچیان مې راتلونکي کې ډاکټران او انجینران شي".

د بریتانیا د کورنیو چارو اداره وايي د هوټل مېشت ځایونه لنډ مهالي دي او سیمه اییزو ادارو سره پر دې کار کوي چې ژر تر ژره ټولو افغانانو ته د دایمي کورونو غم وخوري.

بي بي سي ته په یوې رااستول شوې وینا پاڼه کې حکومت ویلي، پر دې ویاړي چې تر اوسه یې څلور زره کورونه ویشلي او له ګڼو نورو ادارو سره پر دې بوخت دي چې افغان کورنیو لپاره دایمي کورونه ومومي چې دوی وکولی شي دلته خپل ژوند پیل کړي.

خو پر حکومت فشار په زیاتېدو دی چې خپلې هڅې ګړندۍ کړي.

په یوه لیک کې د پارلمان غړو، د کډوالو مرستندویه ادارو او نورو مدني ټولنو پر حکومت غږ کړی چې "افغانانو لپاره کورونه" په نوم دې پروګرام پرانېزي چې دوی سره هم په هماغه بڼه مرسته وشی چې اوکراییني کډوالو سره کېږي.

لیک کې راغلي - برېتانیا افغان کډوالو ته د درناوي مسوولیت لري او د دوی لپاره دا ناشونې ده چې په هوټلونو کې خپل نوی ژوند پیل کړي.

مرستندویه ادارو د هغو کسانو د روغتیا په اړه هم اندېښنه څرګنده کړې چې له اوږدې مودې په هوټلونو کې مېشت دي.

برېتانیا کې د بشري حقونو د څار ادارې مشره یاسمین احمد وايي:

"دا هېڅ د منلو نه ده چې برېتانیا ته له راتلو میاشتې وروسته هم زرګونه افغان کډوال د هوټل په کوچنیو خونو کې ژوند کوي. له دوی یې ډېر له کړاوونو تېر شوي او له رواني ناروغیو ځورېږي. دا پر دوی فشار لا نور هم زیاتوي چې په دې نه پوهېږي کله به خپل کور ولري".

فرید هغه وخت ته شېبې شماري چې په کور کې به ژوند وکړي. دا وايي:

"هوټل کې ژوند بې خونده او ستړی دی. کله چې خپل کور راکړي نو ډاډه یم چې بریتانیا کې به ارام ژوند او پرېمانه فرصتونه ولرو."