بریتانیا؛ د قانوني چارو ماهرین وايي، افغان کډوال د ویزې نه تمدیدو له کبله اندېښمن دي

د عکس سرچینه، Getty Images
له کابله بریتانیا ته یو شمېر لېږدول شویو افغانانو ته تر اوسه نوي قانوني اسناد نه دي ورکړل شوي او داسې وېره په ډېرېدو ده، چې ښايي د غیر قانوني کډوالو په څېر چلن ورسره وشي.
د قانونپوهان وايي، د داسې افغانانو کره شمېر معلوم نه دی، چې د کور کرایه کولو یا قانوني کار اجازې اړوند تازه اسناد نه لري.
دغه ماهرین وايي، په داسې حال کې چې په لنډه موده کې د دغو کسانو موقتې ویزې ختمېږي، د دوی د برخلیک په هکله یې هېڅ نه دي اورېدلي.
د بریتانیا کورنیو چارو وزارت بیا وايي، دا ډول خبرو ته اړتیا نه شته او هسې ډاروونکې دي.
د یادونې ده، چې تېر کال اګست کې له افغانستانه بریتانیا ته لېږدول شویو ۱۵۰۰۰ کسانو ته شپږ میاشتنۍ ویزې په دې نیت ورکړل شوې، چې وروسته به د مستقل اوسېدو اسناد ورکړل شي.
د بیا مېشتولو پروګرام له مخې هغه ژمنه اوس هم پر خپل ځای ده.
خو بل لور دغه هېواد کې د مدافع وکیلانو ټولنې وايي، دوی د مرستې لپاره د یو شمېر هغو افغانانو عریضې ترلاسه کړې، چې راتلونکې اونۍ یې د ویزې موده پای ته رسېږي او دوی به نه شي کولای ثابته کړي چې په دې هېواد کې له قانوني پلوه د اوسېدو اجازه لري.
په دې عریضو کې افغانانو ویلي، دوی تر اوسه تازه اسناد نه دي ترلاسه کړي او یا هم د بریتانوي چارواکو ځواب ته منتظر دي.
تر اوسه معلومه نه ده، چې له دې کبله څومره بریتانیا مېشت افغانان اغېزمن دي.
د بریتانیا پارلمان کې پر دې موضوع دوه ځله پوښتنو ته ځواب کې بریتانوي وزیرانو داسې څه نه و نه ویل چې له افغانستانه ایستل شویو څومره کسانو ته د مستقل اوسېدو سندونه ورکړل شوي دي، خو په وینا یې د دوی 'هدف ' دا دی چې د اوسنیو ویزو له پای ته رسېدو مخکې دا بهیر بشپړ کړي.
د یادونې ده، چې د بریتانوي قانون له مخې کډوال باید په دغه هېواد کې د کور کرایه کولو، دندې ترلاسه کولو، بانکي حساب پرانیستلو، روغتیايي خدمتونو ته لاسرسي او یا له حکومته د مالي مرستو ترلاسه کولو لپاره باوري ویزه وښيي، چې موده یې پای ته نه وي رسېدلې.
تېره لسیزه کې دا قوانین په دې موخه پلي شول، چې پر غیر قانوني کډوالو او هغو کسانو فشار ډېر شي، چې د ویزې له ختمېدو وروسته هم په دې هېواد کې پاتې کېږي.
په یو شمېر قضیو کې ځینې افغانانو ویلي، په شفاهي توګه ورته ویل شوي، چې اسناد به یې چمتو شي.
د کورنیو چارو وزارت یوه ویاند بیا پر وکیلانو تور پورې کړی، چې ''له اړتیا پرته ډاروونکي ګنګوسي خپروي. ''
دغه ویاند وویل: ''هغه افغانان چې دلته مېشت شوي، وار له مخه د کار او تعلیم حق لري، دوی ته د عامه روغتیايي خدمتونو لاسري حق ورکړل شوی او دغه راز عامه مرستو کې هم برخه ورکړل شوې. ''
دی زیاتوي: ''تر څو چې دوی ته د مستقل پاتې کېدو وېزې ورکول کېږي او دغه بهیر روان وي، دوی ټول (دلته) د اوسېدو حق لري، نو داسې خبرې کول چې ګواکې دوی به خپل حقونه له لاسه ورکړي، په بشپړه توګه ناسمې دي. ''








